لنډیز:  

انټرنېټ د ښځو په شمول ټولو هغو کسانو ته چې له ټولنې شړل شوي زمینه برابره کړې چې  په مطالعه او نظر ورکولو کې برخه واخلي، ازاد فکر څرګندولو لپاره زمینه برابره شوې، پر نثر او شعر یې اغیز کړی، انټرنېټ  په پښتو نثر کې ایجاز ډېر او اطناب کم کړ. ځینې لیکوال خو اوس له دې سره دلچسپي لري چې خپله خبره په دوو، دریو جملو کې راټوله کړي. انټرنېټ د لیکنې د سمدستي خپرېدو امکان زیات کړی دی

نړیوال جال سره پښتو ژبې پرمختګ کړی دی. انټرنېټ چې هر چاته د څه خپرولو اجازه ورکوي، د لیکوالو د شمېر په زیاتوالي باندې یې هم مثبت اثر اچولی دی.

   د بیګانه وییونو کارونه ، املایي غلطۍ او  د ګرامري قواعدو نه مراعات تر څنګ ځینې نورې ستونزې چې  په انټرنټ كې موجودې دي، پښتو لا په پراخه پيمانه نه ده وردننه شوې، چې دغه ستونزې د وخت په تېرېدو سره حلېداى شي. یوه ستونزه د نوښت مسله ده چې  د نوښت مسئله د چلوونكو په ذوق او هنري استعداد پورې هم اړه لري، كه څوك د نوښت د منلو او رامنځته كولو استعداد ونه لري او هنري ذوق يې پڅ وي، نه شي كولاى د پام وړ لاسته راوړنه ولري. ځينې مشخص ويبسايټونه شته چې د محتوا، ډيزاين او ډول له مخې تر نورو بېل دي.

په دې لیکنه کې به له ځینو اصطلاحاتو سره اشنا شو:

دیجتلي شعر ، انټرنیټي ادبیات، نړیوال کیدل

سریزه: 

د پښتو په ولسي ادب کې مشهور سروکی دی چې وايي :

زه د جانان ديدن ته ځمه 

 تورې نرۍ ورېځې 

 خدايه را لنډ کړې دا د ځمکې تنابونه      

     دا د هغې پښتنې پيغلی غږ دی، چې کلونه کلونه پخوا يې، د خپل جانان د ليدو په تمه، د ځمکې د تنابونو لنډون غوښتی و؛ خو له نيکه مرغه، اوس دهغې دعا قبوله شوې او د انټر نيټ په مټ د ځمکی تنابونه دومره لنډ شوي چې د اسيا، اروپا، امريکا، استراليا او افريقا د لويو وچو تر منځ، د مينانو ديدنونه په کلونو، مياشتو او ورځو کې نه، په څو ثانيواو شيبو کې تر سره کيږی.

د ځمکې د کرې پر مخ د خورو ورو ولسونو تر منځ، دغه ډول نږديوالي، ټوله نړۍ په يوه کلي بدله کړې، په داسې يو کلي چې په يو سر کې يې غږ وشي نو بل سر ته يې په همغه  شيبه کې رسيږي. همدا لامل دی چې نن په نړيوالو ادبياتو کې د(ګلو بل ويلج ) اصطلاح ډيره کارول کيږی. همدې اصطلاح ته، موږ په خپله ژبه کې ( نړيوال کلی ) ويلی شو .او پروسې ته يې ګلوبليزم يا نړيوال کيدل ويل کيږي .

د ٢٠ پيړۍ په پای او د ٢١ پيړی په پيل کی، متفکر انسان د انټرنيټ په تيره چاړه د بيلتانه اوږده  مزي داسې پرې کړل، چې ډير ژر به که خدای کول د بيلتون او جدايې اصطلاح ګانې، دنړۍ د ژبو له قاموس څخه د تل له پاره  ووځي.

ځکه نن د زرګونو کيلو مترو په واټن کې خپل خپلوان، لرې او نږدې ملګري او دوستان، نه يوازې دا چې په تليفون يو د بل له حال احواله ځان خبرولی شي ، بلکې په ساعتونو ساعتونو د کمپيوټر په سکرين يو بل ته مخامخ ګوري، او په خپل منځ کې اوږدې مرکې او بنډارونه کوي.

دا منو چې جنګ له موږ نه ډير څه واخيستل؛ خو يو څه مو په لاس هم راوړل او هغه دادي چې زموږ تنکيو زلميانو، په پر مخ تلونکو هيوادونو کې، د عصري علومو په ګاڼه ځانونه سمبال کړل او د همدې علومو له برکته يې په پوره زيرکۍ وکولی شول، خپله مورنۍ ژبه پښتو، بې له حکومتي مرستې او کمک څخه، د نړيوالو ژبو سره سياله کړي. د همدغو تنکيو زلميو په هڅه او هاند موږ، نن د انټرنيټ په نړۍ کې خورا زياتې ويب پاڼې لرو، چې هره ورځ په سلګونو او زرګونو لوستونکي او ليدونکي لري او د هرې ورځې په تيريدو د پښتو ادب، فرهنګ، کلتور سياسي پوهې، او د ټولنيزو مسايلو په وده کې په زړه پورې پرمختګونه را منځ ته کيږي. موږ بايد په خپلو دغو ځوانانو ووياړو او فخر پرې وکړو.

 بل دا چې د ۲۰۰۵  کال د XP وينډوز  وروستي ورژن ته پښتو داخله شوه او بل دا چې  په نړۍ کې تر ټولو ستر ريسرچر يا لټونکی ماشين ( ګوګل ) هم په پښتو وژباړل شو اوس موږ کولی شو په ډيرې اسانی د خپلې خوښې شی د دې لټونکي ماشين په مرسته تر لاسه کړو. لنډه دا چې د ميکروسافت د دې هلو ځلو تر څنګ ، پښتانه ځوانان  هم په دې توانيدلي دي، چې د پښتو بې شميره ويب پاڼې، د انټرنيټ په نړيوال کلي کې ځای په ځای کړي چې موږ دغه بې شميره ويب پاڼې د منځ پانګې او اړيکو له مخې په څو کتګوريو ويشلی شو : ادبي او کلتوري ويب پاڼي ، خبري وېب پاڼې ، اسلامي وېب پاڼې ، سیاسي وېب پاڼې، ټولنیزې وېب پاڼې او نورې… خو په دې لیکنه کې کوښښ شوی دی چې د هغو ویبپاڼو اغېز پر پښتو ادب وڅېړل شي، چې پښتو ادبي خپرونې لري.

په انګلیسي ژبه د پښتو ، پښتنو او افغانستان په هکله پښتو ویب پاڼې له ډېره وخته راهیسې وې ، خو دا چې پښتو ژبه او  د پښتو ادبي خپرونو لړۍ په انټرنیټ کې له کله پیل شوه ، په دې اړه د ټول افغان ویب پاڼې چلوونکي نظر دا دی:

د تسل په وینا: “ د پښتو لومړنۍ وېب پاڼه د  http://members.aol.com/tnoorzai  په نوم وه. د ټول افغان چلوونکی شېرزاد کامه وال زیاتوي: نوموړې وېب پاڼه ډېرې ستونزې لري او کارونه یې ډېر محدوده ده.”(2) 

نوموړې  وېب پاڼه د افغاني پاڼې په نوم جوړه شوې وه. دا ویب پاڼه تخنیکي ستونزې لري؛ خو د دې خبرې کول هم اړین دي، چې هر کار په لومړيو کې له ستونزو خالي نه وي څو د پخته ګۍ حالت ته ورسیږي، د ستونزو او مشکلاتو سره سره د یوه کار پیل ته کارنامه یا پیل نامه وایي؛ خو چې پیل شي نو بیا ستونزې هم هواریږي .

په پښتو ژبه د پښتو ادب خپرولو لړۍ به هم لومړیو کې څه ستونزې درلودې، خو کله چې پښتنو ادب پالو او روڼ اندو  ورته پام وکړ او دې کار ته یې اوږه ورکړه؛ نو یې ستونزې په نوبت یوه یوه له منځه یوړه، چې اوس دا دی د بریالتوب په لور روان یو او د خدای رحم دی چې په خپله مورنۍ ژبه او د خپلې ژبې  ادب په انټرنیټ کې لیدلی، اوریدلی او لوستولی شو. 

د هېواد، افغانستان ، او مستانه وېب پاڼو مسؤل د پښتو وېب پاڼو په اړه وایي: “له انټرنیټه سره لومړنۍ تجربه په ۱۳۹۳ کال وشوه او په کال ۱۳۹۴ م هـ ش کې یوه وېب پاڼه جوړه شوه، دغه مهال انټرنیټ د پښتنو او پښتو ادب په اړه زیاتې وېب پاڼې درلود‎ې، کومې چې وې هرې یوې یې په خپل ځان کې بېلابېلې ستونزې درلودې. لومړۍ وېب پاڼه چې د پښتو او پښتنو په ننګ جوړه شوې وه “ پښتون قامي وحدت ”  نومېده چې د یوې افغانې نجلۍ له خوا جوړه شوې وه ، دغه وېب پاڼه اوس په انټرنېټ کې نشته. 

له دې څخه مخکې مونږ دا  اندازه لګولای شو چې پښتو وېب پاڼې د ۲۰۰۰ م کال څخه وروسته په انټرنيټ کې خپل ځان په بشپړه توګه وموند او د دغه کال څخه وروسته یې نه یوازې په چټکۍ سره پرمختګ وکړ بلکې ګرده نړۍ کې د خورو ورو پښتنو پام یې ځان ته راواړوه ، دا بېل بحث دی چې اوس مهال څومره پښتانه له دې پښتو ویب پاڼو نه کار اخلي، مونږ دلته یوازې په پښتو وېب پاڼو او د هغو په ادبي اړخ خبرې کوو.

اوس پاتې شوه دا خبره چې پر پښتو او پښتو ادب په انټرنېټ کې لومړۍ کار چا کړی غواړم دې برخې ته هم لنډه اشاره وکړم.  عبدالهادي حیران د ( پښتو په انټرنېټ کې ) تر عنوان لاندې کتاب په ۲۰۰۶ م کال کې لیکلی چې زه یې دلته د موضوع په شالید کې لومړنی بشپړ کتاب چې چاپ شوی، او په هغو پښتو ادبي خپرونو باندې رڼا اچولې چې په انټرنېټ کې خپریږي. 

دا د پښتو وېب پاڼو ، پښتو برښنالیک، د پښتو وېب پاڼو د بحث، د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلومات چې ځوان لیکوال او ژورنالیست عبدالهادي حیران لیکلي دي او په پېښور کې د افغان خپرندویه ټولنې لخوا چاپ شوی دی.

تقریباً په ۱۵۰ مخونو خور شوی دی، دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېب پاڼو په هکله ښه معلومات لري، مهم سرلیکنه یې د انټرنیټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ایجاد او ودې پړاوونه، د وېب پاڼو پیل او دوام، د فونټ ستونزې، د پښتو او پښتو وېب پاڼو د فورمونو بحث، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، انلاین مجلې، انلاین کتابونه، پښتو برېښنالیک، انټرنیټ او پښتو ادب یې له عمده موضوعاتو څخه دي.

د حيران صېب ځانګړتيا دا ده چې يو خو يې ځاى په ځاى په ځينيو وېبپاڼو تبصرې، نيوکې او وړانديزونه هم کړي دي او بل دا چې د کتاب په اخر کې د “انټرنېټ او پښتو ادب” تر سرليک لاندې چې کومې خبرې او شعرونه ورکړاى شوې دي نو دا د هغه د اديبانه فکر او د ښې ليکوالۍ ثبوت ورکوي. 

خو په دې کتاب کې د انټرنيټ پر مثبت او منفي اغېز چې زموږ پر ادب یې کړی په تفصیل خبرې نه دي شوي . دا مقاله به د پورته ذکر شوي کتاب په توپیر ځوانانو ته د انټرنیټ ګټې او زیانونو ورپیژندلو تر څنګ د پښتو ادب انلاین وضعیت د کیفیت او کمیت له اړخه وڅېړل شي. 

صیام الدین پسرلی په نوم لیکوال هم په پښتو ژبه د افغانستان او نړۍ مشهورو وېب پاڼو په اړه یو کتاب لیکلی دی، چې دا کتاب پښتو وېب پاڼې نه بلکې د سیمې او نړۍ مشهورې وېب پاڼې راخیستي دي؛ خو په هر حال زما په پوهه چې دا لیکنه ( پر پښتو ژبه او ادب د انټرنيت اغېز) به یې  دویم کار وي چې په پښتو ژبه پرپښتو وېب پاڼو او پر پښتو ادب د انټرنېټ اغېز په اړه لیکل شوی دی.

د څېړنې اړتیا او ضرورت

دا یوه جوته خبره ده، چې هره څېړنه د یوې اړتیا او ستونزې له کبله تر سره کېږي، لکه څنګه چې   پښتو ادب په وېب پاڼو کې هغه هم په پښتو ژبه د پام وړ کار نه دی شوی، ځکه لازمه وګڼل شوه چې د دغه نړیوال جال اغېز پر پښتو ادب او ورسره د خپل پښتو ادب ځلېدل په دغه نړیوال جال کې  وڅېړل شي، انټرنېټ پر پښتو ژبه او ادب اغېز کړی، مثبت او منفي اغېز کړی.

 دا چې زموږ ځینې ځوانان له دې نړیوال جال څخه ګټه پورته کوي؛ خو پردې نه پوهیږي چې دې جال زموږ پر ادب څه اغېز کړی؟ د دې لپاره چې اوسنی او راتلونکی نسل له دې نړیوال جال او نویو پرمختوګونو څخه په سمه، اسانه او لنډ وخت کې کار واخیستلای شي. د داسې خپرنیزو علمي او ادبي لیکنو چې په وېب پاڼو کې  خپریږي باید د بېلابېلو ورځپاڼو، مجلو، اوونیزو او ان د ځینو عالمانو او استادانو د مقالو او لیکنو ټولګې برابرې شي، ځکه موږ خو به یوازې پر پښتو ادب د انټرنيټ مثبت او منفي اغېز وڅېړو باقي پاتې شوه د تحلیل او کره کتنې برخه چې هغه بیا زه له خپلو ګرانو دوستانو هیله کوم چې یا دې خپله پرې یوه څه ولیکي او یا د مونږ سره په دې اړه لا نوره همکاري وکړي.

د څېړنې د مسالې بیان

که څه هم په پښتو وېب پاڼو ځینو  کسانو لیکل کړي دي ،خو بیا هم د دې لوړ او مهم  نړیوال جال (انټرنېټ) اغېز پر پښتو ژبه او ادب باندې  ډېر لوړ دی ، ځینو کسانو که لیکنې هم کړي د یوې مقالې په توګه شاید چاپ شوې او یا د انټرنېټ  پر نړیوال جال خپرې شوې وي چې پیداکول یې د مینوالو لپاره یو څه ستونزمن کار دی ، خو بیا هم د دې مقالو د پيداکولو لپاره له نیکه مرغه ځینې وېب پاڼې د پلټونکي وسیله لري خو هغه وېب پاڼې چې دا پلټونکي وسیله نه لري د مقالو پیداکول یې یوه څه  ستونزمنه ده نو د دې کار لپاره باید ټولې وېب پاڼې پلټونکي وسیله ولري چې خلک ترېنه اسانه او په لنډ وخت کې کار واخلي.

  لنډه دا چې که څومره لیکنې په پښتو وېب پاڼو شوي  خورې ورې په بېلابېلو ځایونو کې خپرې شوي دي چې هیڅ ترېنه  په منسجمه توګه ګټه نشي اخیستل کېدای.بله خبره دا ده چې خلک له انټرنیټي لیکنو او مطالب سره دومره بلدتیا هم نه لري چې په څه ډول ترېنه کار واخلي ، لیکنه ورته څنګه ولیکي ، په نېمګړتیاوو او زیانونو باندې یې پوه شي  مانا دا چې دغه مساله یوې بشپړې څېړنې ، راټولونې او انسجام ته ضرورت لري چې لوستونکي وکولای شي ، د وېب پاڼو په خپرونو او د هغوی له هویت سره اشنا شي ، چې دا کار له یوه اړخه یو مثبت او د نوې تکنالوژۍ سره اړوند اړین پرمختګ  دی او له بله اړخه دغه کار د اوسني او راتلونکې نسل لپاره د یوه ټولیز ماخذ په توګه کار ورکولای شي ، چې اوسنی او راتلونکی نسل به د پښتو او پښتو ادب په انټرنېټ کې موضوعاتو سره تر ډېره حده بلد کړي.

د څېړنې موخې 

د دې لیکنې څخه مې موخه پښتو ادب ته د انټرنېټ ګټې او زیانونه ښودل دي، چې له ګټو به یې لوستونکي خبر شي او له زیانونو او ستونزو څخه مې موخه د وېب پاڼو چلوونکو او مسؤلینو متوجه کول دي څو خپلې وېب پاڼې د نړیوالو نورمونو سره سمې جوړې کړي او د بې معنی لیکنو په واسطه دې د خپلو وېب پاڼو رنګه نه بدوي ، د دې تر څنګ مې ځینې تخنیکي ستونزې ور په ګوته کړي چې انشاالله د وېب پاڼو مسؤلین به ورته پام وکړي ترڅو مو ادب د نړیوال انټرنېټي ادب له معیارونو سره برابر او سیال شي.

د څېړنې پوښتنې :

۱ـ پښتو وېباڼو کې د پښتو ادب تنوع يا رنګارنګوالی څومره  ده؟

۲ـ انټرنېټ پر پښتو نثر څه اغېز کړی دی؟

۳ـ انټرنېټ پر پښتو شعر څه اغېز کړی دی؟

د څېړنې میتود: 

        د ( پر پښتو ادب د انټرنېټ اغېز) څېړنېزې مقالې د څېړنې لپاره لومړى يو پلان ترتيب شو، د مضوع  په اړه معتبر ماخذونه او منابع په نښه شوي دي، او بيا په کار باندې پيل شوى دى، په دې علمي مقاله کې د تخنيکي اړخ تر څنګ په څو مهموعلمي څېړنيزو  موضوعاتو باندې څېړنه شوې او په يوې کوټلې نتېجې سره پاى ته رسيدلې ده، د کتابتوني ډول او علمي او کمپوزیټ میتود ترڅنګ د مرکې، پوښتنلیک او نورو تکنیکنو څخه په کې کار اخیستل شوی دی. 

  انټرنیټي یا انلاین ادبیات

انټرنېټي ادبیات هغو ادبیاتو ته ویل کیږي، چې په هغو کې د انټرنيټ د مروجو تعبیرونو، ترکیبونو او اصطلاحاتو څه کار اخیستل کېږي. یا هغه ادبي اثار چې په انټرنیټ کې خپریږي، په دې کې ممکن چې چاپي نسخه هم وي او د دې لپاره  یې په بریښنایي ویب پانه کې خپروي چې ټولیز لاسرسی ورته وشي؛ نو یې بریښنایي نسخه په ویب پاڼه کې خپروي. په دې انټرنیټي ادبیاتو کې لرغوني، کلاسیک او معاصر درې واړه شامل دي او کولای شو دا ادبیات بریښنایي ادبیات ونوموو، له چاپي ادبیاتو سره یې توپیر نشته خو یوازې توپیر یې په ښېګڼو کې ده، چې د بریښنایي ویب پاڼو ادبیات د پلټونکي وسیلو په واسطه پیداکولای او له بریښنایيتوب نه یې ګټه اخیستلای شو.

غضنفر وایي: “د انټرنیټي ادبیاتو ډېری مخاطبین ځوانان وي؛ خو که څوک غواړي چې خپل اثر په کتابي بڼه په هارډ کاپي سره چاپ کړي؛ نو شاید د کتاب او یا لیکنې محتوا یې هم تغیر وکړي ځکه په هارډ کاپي سره لیکوال یا شاعر له هغې ازادې ډموکراتیکې فضا څخه راوځي کومه چې د انټرنيټ فضا ده خو له بلې خوا انټرنیټ خپل محدویتونه هم لري؛ خو که یو څوک خپل اثر په هارډ کاپی سره چاپوي؛ نو له هغو انټرنیټي محدودیتونو سربیره  شاید له نورو ډېرو محدویتونو سره هم مخ شي، مګر که د خپل اثر محتوا یا شکل بدل کړي او د کره کتونکو او خپروندی راضایت لاسته راوړي نو د محدویتونو کچه به یې راټیټه شي.” (۸: ۱۴۹ مخ) 

 د لیکوالۍ پر قواعدو د انټرنېټ اغېز

په تېرو څو كلونو كې د انټرنټ په نړۍ كې د پښتو د راڅرګندېدو لپاره زيات كار وشو، په خاصه توګه په وروستيو څلورو كلونو كې، چې هم ځينې پخوانۍ ويبپاڼې غني شوې او هم زياتې نوې پاڼې راووتې. د دې تر څنګ زياتو ليكوالو خپل شخصي ويبلاګونه جوړ كړل چې هرې يوې ته دوى خپلې ليكنې او نور مطالب ورپورته كوي. د دولتي او غيردولتي ادارو له خوا هم مستقلې پاڼې جوړې شوې.

سمه ده چې په دغو پاڼو كې زياتې ستونزې موجودې دي، خو دا يوه نوې پديده ده، چې د وخت په تېرېدو سره به تصفيه كېږي، بدلونونه به په كې راځي، معياري كېږي به او وده به مومي.

په لومړيو كې د پښتو ليكنو او مطالبو د لوستلو په برخه كې زياتې ستونزې وې، زياتې پاڼې داسې وې، چې لوستونكو بايد خامخا په پاڼه كې ايښوول شوى پښتو فونټ خپل كمپيوټر ته دننه كړي، انټرنټ پښتو سمه نه شواى لوستلاى، خو نن سبا دغه ډول ځينې ستونزې حل شوي دي، ان چې په دې وروستيو راوتلو وينډوزونو كې تقريباً د نړۍ زياتې ژوندۍ ژبې راغلي او د انټرنټ له لارې ليكنې لوستل كېداى شي.

له نیکه مرغه چې په ۲۰۱۶ کال کې ګوګل چې انټرنیټ کې د سرچ انجېن یا د پلټې ماشین په توګه پېژندل کېږي د ژباړې په خدمتونو کې یې پښتو ژبه هم ورزیاته کړه.

د ګوګل دغه اعلان د افغانستان د دولت او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې له هرکلي سره مخ شو.اوس ګوګل په یوسل او درې ژبو د ژباړې خدمتونه وړاندې کوي.

ګوګل د ژباړې خدمتونه د دوه زره شپږم کال په اپرېل میاشت کې پیل کړل او په لسو کلونو کې یې وکولای شول چې په انټرنېټ کې له ټولو هغو ادارو چې د ژباړې خدمتونه وړاندې کوي ډېر مینه وال پیدا کړي.لومړی یې خدمتونه په انګلیسي او عربي، بیا وروسي او نورې ژبې یې ورزیاتې کړې.

 انټرنېټ د لیکوالۍ پر قواعدو او طرز محسوس اغېز کړی دی. زموږ په مطبوعاتي لیکنو کې د بې خونده اطناب یو ډول دا دی چې لیکوال به موضوع ته ژر نه داخلېږي. په انټرنیټي  لیکنو کې د سمدستي خبرې کولو تمایل زیات شوی دی د اخبار او مجلې لپاره لیکنه که ډېره لنډه وي، ممکن چاپ نه شي. دغه شي لیکوال هڅاوه چې خبرې وغځوي. له انټرنیټي لیکنو دغسې غوښتنه  نه کېږي. په یوه مجله یا اخبار کې د لیکنې د خپرېدا لپاره د خپروونې د مسوول موافقه لازمه ده. د خپروونې مسوول د خپل مسوولیت د کمولو لپاره هغه لیکنې ممکن زیاتې خپرې کړي چې د سبک او محتوا له اړخه  تجربه شوې او منل شوې وي. په انټرنېټ کې چې د چلوونکو د مسولیت بار کم دی، لیکونکي دا فرصت ډېر لري چې خبرې هماغسې وکړي چې د دوی زړه یې غواړي او د بل چا ( مسوول مدیر) ذوق، اندېښنو او مفکورو ته ونه ګوري.

غضنفر وایي : “د انټرنېټ په لیکوالۍ کې د لیکوال د خبرو د طبیعي طرز او د لیکلو د طرز  تر منځ واټن کم شوی دی. د لیکوالي په اړه یو مشهور قول دی چې د ځان بیان ته وایي. کله چې د قلم څښتن  د ځان د بیان په لاره کې خنډ ونه ویني، کامیابي یې زیاتېږي. که له دې اړخه ورته وګورو نو ویلای شو چې له انټرنټ سره د سبکونو تنوع  او د زړه د خبرې د کولو امکان زیاتېدلای شي او دغه زیاتېدا د هنري لیکوالۍ له پرمختګ سره مرسته کوي”.(۸: ۱۵۰) 

انټرنېټ د لیکنې د سمدستي خپرېدو امکان زیات کړی دی. د سمدستي خپرېدلو ګټه دا ده چې لیکوال لیکلو ته هڅوي خو تاوان یې دا دی چې په خپرېدا کې یې شاید بیړه وکړي. مونږ معمولا هغه وخت  قلم را اخلو چې یوه خبره راته مهمه ښکاره شي او احساس مو وپارېږي. په دغسې شېبو کې په خپله لیکنه باندې قضاوت اسانه نه دی خو څو ورځې پس چې احساسات مو ساړه شوي وي، په لیکنه باندې قضاوت راته اسانه کېږي او ګټور کمی زیاتی پکې راوستلی شو

له انټرنېټ  سره وصل لیکوال  چې د دنیا تر ګردو لوی کتابتون ورسره دی، معلومات په اسانه  تر لاسه کوي او دا امکان ورسره زیات دی چې لیکنه یې د معنا په لحاظ لا بهتره شي.

پنځوس کاله پخوا چې په افغانستان کې کتابونه او معلومات خورا کم  وو، لیکوالو د یوې موضوع د توضیح لپاره د خیالي مثالونو راوړلو او تشبیهاتو ته زیاته  مخه کوله خو اوس چې ارقام، احصاییې او فکټونه په اسانه مومي، په لوستونکو باندې د خپلې مدعا د منلو لپاره ممکن د خیالي مثال  تر راوړلو د واقعي مثال ورکول غوره وبولي.

نړیوال جال سره پښتو ژبې پرمختګ کړی دی. انټرنېټ چې هر چاته د څه خپرولو اجازه ورکوي، د لیکوالو د شمېر په زیاتوالي باندې یې هم مثبت اثر اچولی دی.

ځينې د نظر خاوندان وایي چې د نړۍ بډایه ژبو ته انټرنیټ  ډېره ګټه رسولې او د دې ژبو په خپرېدو کې یې لویه برخه اخیستې ده. دا خبره به سمه وي خو انټرنیټ هرې ژبې او هر فرهنګ ته ګټه رسولی ده. د غضنفر له نظره: “انټرنیټ له نړیوالو ژبو راوروسته د نړۍ هغو ژبو ته لا زیاته ګټه رسولای شي چې د پښتو غوندې په رسمیاتو کې ورسره بې انصافي کېږي. انټرنیټ چې ټولو ژبو ته د خپرېدو یو شان امکانات برابروي ، د مظلومو ژبو مینه والو او لیکوالو ته دا چانس ورکوي چې خپل آثار  بې سانسوره او وړیا خپاره کړي.”(۸: ۱۵۰ مخ) 

انټرنیټ چې د تلویزیون غوندې په اسانۍ سره کورنیو  ته لاره کوي، ادبیات کورونو ته رسوي او د ګڼو مېرمنو په شمول، د ټولنې له منځه شړل شویو کسانو ته موقع ورکوي چې د ادبیاتو په لوستلو او ایجاد کې لا زیاته برخه واخلي.یوه مجله یا اخبار بیه لري خو په انټرنیټ کې اکثره لیکنې وړیا لوستلای شو چې دغه ځانګړنه یې هم د فرهنګ او ادبیاتو له عمومیت سره مرسته کوي. مختلفو سیمو ته د مجلې، اخبار یا کتاب رسول سخت کار دی، خو انټرنیټ په امریکا او اروپا کې دېره افغان لیکوالو ته فرصت برابروي چې د خپل وطن له لوستونکو او لیکوالو سره رابطه وساتي. د لیکوالو تر منځ رابطه او د لیکوالو او لوستونکو ترمنځ رابطه په ادبي کار باندې خورا مثبت اثر اچولی شي. 

غضنفر (۱۳۹۶) وایي: “د ادبیاتو په تاریخ کې لولو چې لیکوال او شاعران معمولا په یوه زمانه کې او خاصې سیمې کې زیات راپیدا شي. دغه شی به مختلف وجوهات لري خو یوه وجه یې دا ده چې خټکی له خټکي څخه رنګ اخلي او یوازې الماس دی چې الماس غوڅوي. که زه شاعر یم او زما په زمانه کې او زما په ښار کې لوی شاعر اوسي زما به هڅه دا وي چې تر ده یې واړوم خو که داسې څوک نه  وي، زما منډه ممکن یو څه ټکنۍ وي. انټرنیټ ټول اهل قلم سره یو ځای کړي دي. که انټرنیټ نه وای، اروپا او امریکا ته تللي افغان لیکوال به خدایزه د اوس هومره فعال وو.”( ۸: ۱۵۰ مخ)

صالح محمد صالح  له نظره: “د انلاين ليكنو لپاره تر ټولو غټ شرط د ده په نظر دا دى، چې ليكنه بايد لنډه وي، د هر پراګراف ترمنځ فاصله مراعات شي، كه چېرې عكس ورسره ملګرى كېږي، له موضوع سره اړخ ولګوي، خبره دې له اصلي موضوع پيل شي، كه د كومې مجلې ليكنه سايټ ته وركوي بايد لڼده شي او په كار ده نوې خبره د ويبپاڼې په سر كې راشي”.

په افغانستان كې زيات كم كسان د ويبپاڼو لپاره ليكنې كوي، اكثره ليكنې مو د چاپي خپرونو دي، يا داسې مقالې دي چې ډېرې اوږدې دي، كه چېرې څوك يوه مهمه موضوع په لنډو كې ليكي، خلك فكر كوي دا ليكنه دومره مهمه نه ده، ځكه چې لنډه ده. حال دا چې اوس بوخته زمانه ده، خلك د اوږدو ليكنو لوستلو ته كله دومره وخت لري.

   د بیګانه وییونو کارونه

زموږ ژبه کې له مخکې هم پردي وییونه ډېر وو؛ چې د انټرنېټ په عامیدو سره نور هم دا وییونه ډېر شوي، دا چې دوی د انټرنېټ په واسطه له نورې نړۍ سره اړیکه نیسي او ډېری ځوانان د انګلیسي د زده کړې علاقمند هم دي؛ نو په لیکنو کې د نورو ژبو په ځانګړي ډول د انګلیسي وییونه په انټرنیټي ادب کې ډېر لیدل کیږي. 

انګلیسي ژبې د خپلې سلطې او قدرت له مخې د انټرنېټ او کمپویټر په واسطه خلک دې ته اړ کړي چې دې ژبې سره ځانونه بلد کړي.

د غه لغتونه چې پښتو ژبې او ادب ته راننوتي دي ځینې عبارت دي له : اوکې ، چټ ، ریپلای، اډول، سینډ کول، ایمیل، کلیک، ریکویسټ، انلاین ، جوین کیدل، ګروپ او ځینې نور لغتونه دي چې پښتو ژبې  ته راننوتلي دي.

  په مسنجر دې پیغام راغی  =  زما د زړه په ویب سایټ اور ولګیدنه

د زړه سیټنګ مې خراب دی وای = لیوني یار مې په کې ګوتې وهلي دینه کنه

ستا جدایي مبایل په لاس کې = دا ستا یادونه پکې یو یو سیو کومه 

(انټرنیټ، تاند ویبپاڼه) 

   املایي غلطۍ  

د مجازي نړۍ یوه ځانګړنه د لیکنو سرعت دی او لوړ سرعت بیا دقت نه کولو لامل کیږي، ښه مثال ټلیګرام دی چې مخکې نه خبرې نه اماده کیږي او په لوړ سرعت خبرې کیږي. ادیبان خو به یو څه مراعات کړي؛ خو عوام بیا دې شیانو ته توجه نه کوي. دا چې انټرنېټ هر چاته د څه خپرولو اجازه ورکوي، د لیکوالو د شمېر په زیاتوالي باندې یې هم مثبت اثر اچولی دی؛ خو انټرنېټ عام وخاص مخاطب ته د دې فرصت ورکوي چې په لیکلو پیل وکړي، او دې سره د کم سنه او کم سواده خلکو ته هم د کار زمینه برابریږي او خپل شعرونه او لیکنې خلکو ته وړاندې کوي، چې دې کار پښتو لیکدود ته زیانونه اړولي دي.

ځينې کسان شکایت کوي چې د نړیوال جال په لیکنو کې له  ماخذه لږ استفاده کېږي. ځينې نور بیا وایي چې په مطبوعاتو کې به د رسنۍ چلوونکو د لیکونکو املایي تېروتنې سمولې خو په انټرنیټ کې به یو کندز لیکي، بل قندز، بل قندوس او څلورم کندوز. د دغو کسانو په نظر په پښتو املا کې معیار ته بې پامي به د پښتو لیکنو لټون  مشکل او املایي ګډوډۍ زیاتې کړي. 

     د ګرامري قواعدو نه مراعات

دا چې انټرنېټ عام و خاص، کم سواده او باسواده ته د لیکلو زمینه برابره کړې ، ډېری ځانونه پکې امن احساسوي او په خپله پاڼه خپلې لیکنې بې له دې چې څوک یې وګوري او اصلاح یې کړي خپروي او د ژبې د ګرامر کوم قواعد او اصول چې دي هیڅ به نظر کې نه نیسي.

هغه نوي ځوانان چې تازه یې سواد ته مخه کړي د دې پر ځای چې په ټولګي کې د ګرامري قواعداو په اړه ځان پوه کړي پر انټرنیټ لیکنې کوي او نور تنکي ځوانان یې لولي او تقلید ځینې کوي. د دې ترڅنګ چې ګرامري قواعد په نظر کې نه نیسي، محاوروي ژبې یا  لهجې یې لیکنو باندې اغېز کړی. مثال : څکې؟ یعني څه کوې؟ د احمد زوی وسو. یعني د احمد زوی وشو. او داسې نور…

   پر پښتو شعر او نظم د انټرنېټ اغېز

په نولسمه پیړۍ کې چې زموږ په سیمه کې اخبارونه نه وو، ډېرې پېښې په چاربیتو کې بیانېدلې. په هغه وخت کې چاربیتې تر اوس ډېرې عامې وې. وروسته بیا چې اخبارونه راووتل او د پېښو د بیانولو دنده اخبارونو په غاړه واخیسته، چاربیتو ته یوه اړتیا کمه شوه. د چاربیتو د لا کمېدا یو بل دلیل راډیو او ټلویزون دی  د راډیو او تلویزیون له پیدا کېدو سره سندرې لنډې شوې او څرنګه چې د چاربیتې سندرې نسبتاً زیات وخت غوښت؛ نو د راډیو او تلویزیون په عصر کې چاربیتې په سندرو کې لږ وویل شوې او په دې ډول د دې ژانر شاعري لا محدوده شوه.

انټرنیټ چې د لیک، تصویر او اواز درې اړخیزه رسنۍ ده، ادبیاتو ته یې د تصویرونو او اواز له درکه  هم نوي امکانات ورکړي دي. مونږ په نړیوال جال کې د شاعرانو د شعرونو دکلمې لولو او اورو او له  ځینو شعرونو او کیسو سره ډېرې ښایسته منظرې وینو. ماشومان چې له رنګینو او متحرکو منظرو ډېر خوند اخلي، د انټرنیټ په برکت یې ادبیات نور  هم جالب شوي دي. 

د نویو نظمي فورمونو ترڅنګ د محتوا له مخې هم د سنتي شعر او نظم په توپیر شعرونه او نظمونه  ګورو ، اورو او لولو د شعرونو ډېری منځپانګې شخصي احساساتو ته ځانګړې شوې دي. 

انټرنیټ د ګڼو مېرمنو په شمول، د ټولنې له منځه شړل شویو کسانو ته موقع ورکوي چې د شعر په لیکلو او اورولو کې برخه واخلي.

شعر د وړاندې کولو له مخې وروسته له انقلابه کولای شو  لومړۍ لسیزه د کتاب شعر او دویمه لسیزه د مجلې شعر او دریمه لسیزه د انټرنیټ شعر ته ځانګړي کړو.

     ډیجیټلي شعر او نظم 

هغه شعر او نظم دی چې د لیدلو، لوستلو ترڅنګ اوریدل کیږي. تصویري شعر هم د دیجتالي شعر څخه دی چې په ګرافیک سره ښکلي کیږي، چې انټرنېټ سره راپیدا شوی دی.

د علیرضا شوهاني  د ډیجتلي شعر په اړه وایي:

 “  یکی از انواع شعر دیجیتالی، شعرهای تصویری و دیداری هستند که با بهرهگیری از هنر گرافیک و هنجارگریزیهای نوشتاری، خود را به مخاطبانش عرضه نموده است و از آن جهت که به عکسها،نقاشیها و شکل چینش واژگان خود وابسته است، با گسترش یافتن فضای مجازی و رسانههای آن،امکان رشد و گسترش بیشتری یافته است.”  (۵: ۷۶مخ)

ژباړه : د ډیجتلي شعرونو څخه یو تصویري او لیدو وړ شعرونه دي چې د ګرافیک او لیک هنر څخه په ګټه مخاطبانو ته وړاندې کیږي او په انځورونو ، نقاشیو او د کلماتو په شکل چیني سره تړلي دي او د مجازۍ دنیا او دهغوی د رسنیو سره یې د پرمختګ او پراختیا زمینه ډېره شوې ده.

د خپلې خوښې مطابق د شعر په پاورلینک کلیک کیږي او خپل د خوښې شعرونه په اسانه پیداکولای، نقدکولای ، لوستلی او اوریدلای شو. 

انټرنېټ ته د نویو او تنکیو ځوانانو مخه کول او پر نړیوال جال خپل شعرونه لیکل او خپرول پر پښتو شعر محسوس اغېز کړی. 

    د مناسبتي  شعرونو ډېریښت 

هغه شعرونه چې شاعران په یو مناسبت شعرونه وایي. لکه د سولې لپاره، د اختر لپاره یا د پسرلي لپاره یا د مور وځې لپاره چې شعرونه ویل کیږي او د دې شعرونو د ډېریښت لامل مجازي نړۍ یا انټرنیټ دی.

   د انټرنیټي لنډیو او شعرونو پیدا کیدل 

نن رانه لرې لرې ګـرځه 

دماغ می شاټ دي رانه بلاک نه شې مینه (فیسبوک، ۲۰۱۹:  ډاکټره خالده پوپلزۍ فیسبوک پاڼه)

یا :

په مسنجر دې پیغام راغی 

زما د زړه په ویب سایټ اور ولګیدنه. (انټرنېټ، ۲۰۱۷: د انعکاس راډیو وېبپاڼه )

 پر پښتو نثر د انټرنیټ اغېز 

په اروپا کې چې په اتلسمه پیړۍ کې په فلسفي لحاظ د عقلانیت بازار  تود شو او منځنۍ طبقه پیاوړې شوه، د ناول ژانر د رومانونو او نکلونو ځای  ونیو. د نوي فکر، نوېو عقیدو او نوي تمدن خپل نوی ژانر پکار و.د اوسني نثر په اړه ویل کېږي، چې تر پخواني نثر د خلکو خبرو ته نږدې  دی. د دې تحول یوه لویه وجه دا ده چې د مطبعې له اختراع وروسته د لیکوالو مخاطبان زیات شول او د خواصو په څنګ کې عوامو هم د لوستلو امکان پیدا کړ. لیکوالو دا په ګټه ولیده چې په داسې طرز  لیکنې وکړي چې ډېر خلک ورباندې پوه شی.

انټرنیټ چې د مطبعې په څېر د بشر د تاریخ یوه  ډېره مهمه اختراع ده، په ادبیاتو باندې یې ژور اثر غورځولی دی. که څه هم احصاییې ښیي چې شاوخوا دوه فیصده افغانان  له انټرنیټه د استفادې امکانات لري او که څه هم پوهېږو چې په دې دوو فیصدو کې یوازې یوه وړه برخه څلرویشت ساعته او چټک انټرنیټ لري، مګر  په پښتو ادب یې د څو کلونو په لنډه تنګه موده کې محسوس اثر کړی دی.

انټرنېټ  په پښتو نثر کې ایجاز  ډېر او اطناب کم کړ. ځینې لیکوال خو اوس له دې سره دلچسپي لري چې خپله خبره په دوو، دریو جملو کې راټوله کړي.

غضنفروایي : “زموږ په مطبوعاتي نثر کې د بې خونده اطناب یو ډول دا دی چې لیکوال به موضوع ته ژر نه داخلېږي. په انټرنیټي  لیکنو کې د سمدستي خبرې کولو تمایل زیات شوی دی.د اخبار او مجلې لپاره لیکنه که ډېره لنډه وي، ممکن چاپ نه شي. دغه شي لیکوال هڅاوه چې خبرې وغځوي. له انټرنیټي لیکنو دغسې غوښتنه  نه کېږي “. 

دا لنډې لیکنې د دې لامل شوې چې پښتو لنډ نثري فورمونه لکه ، لنډه کیسه ، ادبي ټوټه ډېرې عامې شي او حتی چې اوس اوس خو لنډکۍ کیسې هم رامنځ ته شوې دي.

نوي نثري فورمونه لکه لنډه کۍ کیسې چې موسیقي هم ورسره ملګرې کیږي د انټرنيټ په راتګ سره پیدا شوي دي.

     ویبلاګ نویسي 

د پښتو ژبې ویبلاګونه د معاصرې زمانې د کلتوري هلو ځلو په لړ کې د خدمت او کار کولو هغه فرهنګي وسیلې ګڼلی شو، چې په ډیر آسانه، ګړندۍ او اغیزمنه توګه د  لیکوال له ذهن څخه د هغه د ګوتو او فکر په هڅه تولید شوي توکي اخلي او د ټولې انساني نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د مینه والو  مخې ته په مینه مینه ږدي.

پښتو ویبلاګونه چې د انټرنیټ پر مټ نن د لیکوالو، لوستونکو، څیړونکو او کره کتونکو په چوپړ کې قرار لري د یوه داسې الهي نعمت حیثیت لري چې که په مثبته، روغه او ریښتنې توګه د خپل پښتني فرهنګ په غوړیدو کې ترې کار  واخیستل شي نو د عامه پوهاوي او ستر خدمت تر څنګ به یې خاوند ته د لوی خدای (ج) په مهربانۍ او د جاریه صدقې په حیث اخروي اجر هم حاصلیږي. نو راځی چې له دې کلتوري مورچلونو څخه د یوې سالمې سیالۍ په توګه کار واخلو او په داسې توګه یې د چلولو هوډ وکړو چې زموږ د ټولنې نوې راټوکیدلې غوزې د ښیرازه سمسورتیا او غوړیدو په لوري ګړندي او په ګټورو معلوماتو یې سمبال کړي.

لوستونکي، کره کتونکي او تبصره کوونکي دې د هر لیکوال په هکله که یې هغه خوښیږي او یا یې نه خوښیږي، که یې ملګری وي او یا یې ملګری نه وي نو د نظر د څرګندونو په وخت کې دې د اړوندې لیکنې په هکله  یوازې او یوازې د لیکوالۍ آرونه په نظر کې ونیسي. په دې باره کې په حقیقي یا مستعارو نومونو د هر ډول شخصي عقدې، کینې، ښکنځلو، او یا داسې نورو ناوړه خبرو بیانول پرته له دې چې نظر ورکوونکی د ګناه لورته بوزي، شخصیت یې ټیټ وښي بله لاسته راوړنه نه لري. همدارنګه دا خبره په ډاګه کوي، چې د ناوړه نظریاتو تبصره کوونکی د انسانیت د یوې داسې ضعیفې مرتبې خاوند دی، چې حتی د قلم، ګوتو او لیکوالۍ  حرمت په پام کې نه نیسي او څه یې چې په خپل بې لارې فکر کې ور جوړیږي؛ نو د عامو لوستونکو مخې ته یې ږدي، چې په حقیقت کې دغه کار یوه  اخلاقي نیمګړتیا ده. په داسې مواردو کې باید پاملرنه وکړو، چې د ځمکې او آسمانونو خاوند زموږ په هر عمل، قول او لیکنه ناظر او حاضر دی.

شیرشاه وایي : “د پښتو ویبلاګونو خاوندانو ته ښايی چې داسې لیکنې په خپلو ویبلاګونو کې د کره کتنې او تبصرو لپاره وړاندې کړي، چې ده ته له ټولو ښه ښکاره شوې وي، هیله من پیغام ولري او د ملي ګټو په بنسټ ولاړې وي. همدارنګه په خپله لیکنه کره کتونکو ته د تبصرې کړکۍ د دې لپاره پرانیزي څو هغه په خپل هنر کې د پوخوالي خواته بوزي.” ( ۱۰: ۵۴ مخ)

 د لنډه کۍ کیسو او لنډو لیکنو ډیریدل 

لنډه کۍ کیسه چې له لنډې کیسې څخه هم وړه ده د انټرنېټ په راپیداکیدو سره راوج موندلی او حتا چې په دې ورستیو یې کې بېلګې هم چاپ شوي دي. پر انټرنېټ هغه لیکنه چې لنډه وي او په دوه درې کرښو کې وي ډېره لوستل کیږي، په انټرنېټ کې اوږدې لیکنې څوک نه لولي. یعني په نثر کې د پخوا په نسبت ایجاز ډېر او اطناب کم شوی دی.

 انټرنیټ او کره کتنه

د انټرنېټ په رامنځ ته کیدو سره نويو او کم تجربه ځوانانو لیکنو او د ادبي اثارو تخلیق ته مخه کړې او د دوی په اثارو هیڅ ډول لازمه کره کتنه نه کیږي، چې دا به په راتلونکي کې هم د لیکوال د لیکنو کیفت ته او هم پښتو ادب ته زیان ورسوي.

بله خبره د فردي خلاقیت نشتون دی. په انټرنېټ کې هر سړي ځانه کره کتونکی جوړ کړی ، د شمیسا د فردي خلاقیت په اړه وایي :

 “منتقد ادبی به اندازۀ صاحب اثر باید دارای ذوق و خلاقیت باشد، با این فرق که نویسنده و شاعر ضرورتاً اهل فضل و به صورت خودآگاه آشنا به همۀ فوت و فنهای علوم ادبی نیست، حال آن که منتقد ادبی باید دقیقاً به علوم ادبی آشنا باشد تا از آنها به عنوان ابزاری در تجزیه  وتحلیل عوامل علوّ آن اثر ادبی بهره گیرد. امروزه که در فضای مجازی با عنوان نقد ادبی عرضه میشود، بیش از آنکه مطابق اسلوب نقد علمی و هنری آثار باشد، حاصل نوعی دریافت و احساس شخصی و گاه توأم با چاشنی جانبداری یا بیزاری از اثر یا صاحب اثر است.”(۶: ۳۸مخ)

 ژباړه : چې کره کتونکی باید د ادبي اثر تخلیق کوونکي په اندازه د ذوق او خلاقیت څښتن وي، لیکوال او شاعر له ادبي علومو او فنونو سره شاید بلد نه وي خو کره کتونکی باید له ادبي علومو سره بلد وي تر څو د ادبي اثارو پر تحلیل کې له هغو څخه ګټه پورته کړي”. په انټرنېټ کې نن سبا چې د نقد کومه پروسه روانه ده هغه د نقد د علمي او ادبي اصولو مطابق نه ده بلکې یو شخصي احساس او نظر ده چې پر شعرونو او لیکنو باندې ورکول کیږي. 

واضح ده چې ادبي نقد باید د یو لړ خاصو نظریو او معیارونو په رڼا کې ترسره شي. ځوانان باید له ادبي نظریو او مکتبونو او د کره کتنې ډولونو سره ځانونه بلد کړي ، چې تر څو په انټرنېټ کې د یو ښې او معیاري کره کتنې درلودونکي واوسو.

د دې غیر متخصصو کره کتونکو ترڅڼګ خوشبختانه چې ځینو پوهانو او نظر خاوندانو هم انټرنېټ او ویبلاګ جوړنې ته مخه کړې او د لیکنو او شعرونو په اړه خپل نظریات شریکوي چې دا بیا د ادب او د نویو ځوانانو لپاره یو زده کړییز مرکز هم کیدا شي. 

 پایله

د کره کتنې په لحاظ د انټرنیټ اثرات مثبت او منفي دواړه دي. په مطبوعاتو کې خو که څوک د بل چا په لیکنه تبصره کوي، اکثره وخت ځان نه شي پټولای خو په انټرنیټ کې ځان په اسانه پټوي. د ځان پټول لوستونکو ته دا امکان ورکوي چې لیکوال په دروغو خوشحاله نه کړي او له خپل واقعي احساسه یې خبر کړي. منفي اړخ یې دا دی چې د نوم د پټولو په مټ په یوې لیکنې باندې د بې مسوولیته تبصرو امکان زیاتېږي. دا د انسان فطرت دی چې برابري  یې خوښېږي. که یو لیکوال ډېر وستایل شي، ممکن په ځینو کسانو ښه ونه لګېږي او د ستایل شوي لیکوال په ښو لیکنو هم په پردي نوم منفي تبصرې وکړي چې په نتیجه کې له لیکواله شاید لاره ورکه شي.

عزت الله شمزۍ له نظره : “په مطبوعاتي لیکنو کې ډېر تمایل دا وي چې لیکونکی د ځان او خپلو خاطرو په باره کې ډېر څه ونه وایي خو په انټرنیتي لیکنو کې چې د ځان د بیان امکان پکې زیات دی، د شخصي خاطرو او مسایلو بیان ته توجه زیاته شوې ده چې یو سبکي تغییر یې بللای شو.”  

انټرنیټ د لوستونکو او لیکونکو په شخصیت باندې هم ژور او مثبت اثر اچوي. څرنګه چې په دې رسنۍ کې سانسور حد اقل ته رسېدلی دی نو مونږ  هر یو ممکن ډېرې ترخې خبرې واورو. دغه ترخې خبرې به مو په اوله کې وځوروي؛ خو ورو ورو به ورسره عادت شو او په دې ډول به مو زغم زیات شي. په اوسنۍ دنیا کې د کامیاب او اخلاقي ژوند کولو لپاره دا ډېره ضروري ده چې د مختلفو او متضادو نظرونو د اورېدو حوصله ولرو. موږ له هغو کلیو او بانډو د تل لپاره رابېل شوي یو چې له زوکړې تر مړینې پورې به یو شان خبرې پکې اورېدل کېدلې او یو ډول نظرونه ، یو ډول لباسونه او یو ډول دودونه به پکې وو. د اوسنۍ زمانې غوښتنه دا ده چې په مخالفو خبرو اور  وانه خلو او خپله انرژي بې ځایه ونه لګوو، بلکې که د خپلو ارزښتونو د دفاع ارزو راسره وي؛ نو په کرارو اعصابو، د دلیل، معلوماتو او هنر په مټ به مقابله ورسره کوو. هغه څوک چې د خپلو مفکورو د دفاع لپاره د قهر او اخطار او انتقام خبرې کوي، که څه هم په جسمي لحاظ د انټرنیټ په زمانه کې اوسي خو په ذهني لحاظ یې له اوسنۍ زمانې ډېر لرې د لرغوني وخت په کومه وچه شېله کې خیمه وهلې ده.

شپون صیب له بي بي سي سره په مرکه کې د پښتو ویبپاڼو په کیفیت غږیدلی د ده له نظره “ د پښتو وېب سايټونو څومره والی ډېر دى، د څرنګوالي په اړه يې بايد لږ غور وشي، په افغانستان كې زيات مهال پر څومره والي زيات حساب كېږي د انټرنټ په نړۍ كې هم دغه ستونزه شته”. صالح محمد صالح له نظره: ” څومره چې پاڼې زياتېږي هغومره په دوى كې د توپير اصل ته هم د خلكو پام اوړي، خلك به تر دې وروسته كرار- كرار هغه پاڼې زياتې ګوري چې د دوى د اړتيا وړ مواد په كې وي او د دوى ذوق په كې خړوبېږي، يا د معياري كېدو خوا ته نژدې كېږي”.(۷: ۷۸ مخ) 

په انټرنټ كې ستونزې شته چې پښتو لا په پراخه پيمانه نه ده وردننه شوې، چې دغه ستونزې د وخت په تېرېدو سره حلېداى شي. یوه ستونزه د نوښت مسله ده چې  د نوښت مسئله د چلوونكو په ذوق او هنري استعداد پورې هم اړه لري، كه څوك د نوښت د منلو او رامنځته كولو استعداد ونه لري او هنري ذوق يې پڅ وي، نه شي كولاى د پام وړ لاسته راوړنه ولري. ځينې مشخص ويبسايټونه شته چې د محتوا، ډيزاين او ډول له مخې تر نورو بېل دي.

ماخذونه: 

۱ـ پسرلی، صیام الدین.(۱۳۹۱ل). د افغانستان او نړۍ مشهورې وېب پاڼې، جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه. 

۲ـ تسل، احمد رسول.(۱۳۹۲ل). رسنۍ او ټولنه، جلال ګوټ: ختیځ خپرندویه ټولنه. 

۳ـ روهي ،محمد صدیق.( ۱۳۸۶ ل). ادبي څېړنې، پېښور: دانش خپرندویه ټولنه. 

۴ـ شمزی،عزت الله.(۱۳۹۴ل). د ارتباطاتو لارې چارې، ننګرهار: مومند خپرندویه ټولنه. 

۵ـ شوهاني، علی رضا.( ۱۳۹۷). بررسی وجوه تأثیر فضای مجازی بر زبان و ادبیات فارسی معاصر ،نشریه زبان و ادب فارسی دانشگاه تبریز. 

۶ـ شمیسا، سیروس.( ۱۳۸۳). نقد ادبي، تهران:  انتشارات فردوس. 

۷ـ عمرخېل،حمیدالله. (۱۳۹۵). پښتو ادب په وېبپاڼو کې، د ماسټرۍ تیزس. کابل پوهنتون. 

۸ـ غضنفر، اسدالله.( ۱۳۹۶). کلتور او ټولنه، جلال اباد : موموند خپرندویه ټولنه. 

۹ـ نجفی زاده، سید هارون، ژباړن: ببرک میاخیل. ۱۳۸۵ ل. عملي ژورنالیزم. پیښور:دانش خپرندویه ټولنه.

۱۰ـ همدرد، شېرشاه.( ۱۳۹۴ل). د اوسني ژورنالیزم نچوړ.ننګرهار:ګودر خپرندویه ټولنه. 

One thought on “ پر پښتو ادب د انټرنيټ اغېز | حمیدالله عمرخېل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *