پر پښتو نثر د ژباړې اغېز د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د استاد پوهنمل اسدالله وحیدي اثر دی چې تازه چاپ شوی دی. کتاب په ښکلي صحافت اکسوس کتابپلورنځي خپور کړی دی.
دا لومړی ځل دی چې په پښتو کې د ژباړې پر اغېز یو خپلواک اثر لیکل کېږي. په پښتو کې دغه ډول څېړنه لږ شوې، اړتیا شته او وه چې په دې برخه کې لا زیاته څېړنه وشي. پښتو ژبه په رسنیو او دولتي ادارو کې تل د دویمې ژبې په توګه کارول شوې، معنی دا چې لیکنه لومړی په دري کېږي او بیا پښتو ته را ژباړل کېږي. دا کار زموږ په اخبارونو، مجلو، راډیوګانو، ټلویزیونو او نورو رسنیو کې له پخوا دود شوی دی. په دې وروستیو کې پښتو ته ډېره ژباړه هم کېږي او ځوان ژباړونکي هره ورځ له خپلې ژبې سره د مینې لپاره پر ژباړه بوخت دي. په دې کې شک نشته چې ژباړه به ژبه غني کوي، خو چې زموږ ژباړونکي په ځېرتیا سره ژباړه وکړلی شي او اصول مراعات کړي. که په دې برخه کې غور ونه شي او اصول مراعات نه شي؛ نو پښتو به ورځ تر بلې خواره او کمزورې شي. استاد وحیدي همدا اندېښنه درک کړې ده او په دې تړاو یې مهمو پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
اسد وحیدي چې په پښتو ادبیاتو کې ماسټري لري، په کابل پوهنتون کې د ژباړې او لیکوالۍ استاد دی. نوموړی د رسنیز کار اوږده تجربه هم لري چې له خپلو تجربو یې د کتاب په لیکلو کې هم برخه اخیستې ده. هغه له ۲۰۰۹ کال راهیسې د سرنوشت او بیا د مسیر ورځپاڼو مسوول مدیر دی، چې ډېر وخت یې له لیک او ژباړې سره تېر شوی دی.
په دغه اثر کې پر پښتو نثر د ژباړې اغېز، لاملونه، مثبت او منفي اغېز، پایلې، د ستونزو حل او نور سرلیکونه راغلي دي، چې لوستونکي یې جزیات په کتاب کې کتلی شي. د کتاب په متن کې اړینو بېلګو ته ځای ورکړل شوی دی، چې زموږ ژباړونکي هغه ګټې، زیانونه، پولې او بریدونه په پام کې ونیسي او بیا ژباړه وکړي.
په دې لیکنه کې یوازې تیوریک بحث نه دی شوی، بلکې عملي بېلګې راوړل شوې دي. استاد وحیدي په کتاب کې یوازې نیوکه هم نه کوي، بلکې حللارې وړاندې کوي. د کتاب په ټولو برخو کې د ناسمو ژباړو بېلګې راغلې دي، پر لاملونو یې بحث شوی او سمه بڼه یې وړاندې شوې ده. دا چاره له لوستونکو سره مرسته کوي چې موضوع لا ښه درک کړي او پوه شي چې ژباړونکي په کومو برخو کې ژبې ته زیان اړوي.
په دغه اثر کې ژبې ته د پردیو کلمو او پردي جوړښت په راتګ تفصیلي بحثونه شوي دي او ښودل شوې چې کومه چاره پښتو ژبې ته زیات زیان رسوي.
دا کتاب له ژباړونکو سره د یو لارښود په توګه مرسته کوي چې ښه ژباړه وکړي؛ داسې ژباړه چې هم خپلې ژبې ته مفهوم په ښه ډول را ولېږدوي او هم خپله ژبه د نورو ژبو له زیانونو څخه خوندي کړي. ټول لوستي ژباړونکي باید دا اثر ولولي او له دې وروسته د ژباړې پر مهال د پښتو ژبې خوندیتوب ته پام وکړي. باور لرم چې د اثر به د ژباړې په لا زیات معیاري کولو کې له ژباړونکو سره پوره مرسته وکړي. ډاډه یم چې زموږ ژباړونکي، په ځانګړي ډول ځوان ژباړونکي به له دې کتاب نه ډېره ګټه واخلي.
کتاب له اکسوس کتابپلورنځي تر لاسه کولی شی.