نېټه: ۲۵/ سرطان/ ۱۳۹۳
د افغانستان بشرپالې ټولنې ته له پکتیکا څخه را رسیدلي راپورونه وایي، چې د سې شنبې په ورځ په خونړي ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۵۰ عام ولسي وګړي مړه او تر ۵۰۰ زیات ټیپان شوي دي. دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، چې کله د افغانستان پولیسو پر یو شکمن موټر ډزې وکړې او په غبرګون کې د دې موټر چلوونکي ځان ته چاودنه ورکړه. له دې وروسته په لسګونه دوکانونه چې ډېرۍ یې د موټرو جوړولو او آیسکریم دوکانونه وو له منځه ولاړل. د پکتیکا تر څنګ په روانه میاشت کې کندهار، فاریاب، ننګرهار، غزني او کابل هغه ولایتونه وو، چې له سخت بشري زیان سره مخ شوي دي. موږ بشرپالان د ظالمانو دا لېونتوب او د خپلو پولیسو غیر مسلکي برخورد په کلکه غندوو، ولې چې په ډک بازار کې هېڅکله جګړه نده پکار بلکې د نظامي تخنیکونو په مرسته د دې مسلې حل پکار و!
د پکتیکا خلکو یو لوري ته د سرحدي وحشي کرښې او بل لورې ته د دولت د نه پاملرنې له امله سخت زیان لیدلی دی. بل لوري ته ړندې بمبارۍ او د طالبانو بریدونه دي چې پر وړاندې یې همداسې د حکومت ناسم چلند او د دې مسلې په وړاندې سم عمل نه کول دي. دا اوس هم په پکتیکا کې د ماشومانو د زده کړو په موخه هېڅ ډول ښوونیز مرکزونه، مسلکي ښوونکي او وسایل نشته. دلته هېڅ ډول پرمختللي سړکونه او زیر بیناوې نشته، چې ترې انساني زیار ایستونکي ګټه واخلي.
پکتیکا په نړۍ کې یوازینۍ سیمه ده چې له سعودي وروسته پکې تر ټولو زیات لیتهیم چې د لیپ ټاپ په بیټریو کې کاریږي، پیدا کېږي. د دې ولایت ټول ځنګلونه، لرګي، وچه میوه، اوبه او ډبرې پاکستان ته په پټه قاچاق کیږي، خو ځایي مافیا یې هېڅ ډول مخنیوی نه کوي. پکتیکا د اوسپنې، تېلو او نورو معدنیاتو لویه برخه جوړوي خو سیاسي او پوهنیزه مافیا یې له کارولو څخه بې باوره ده. دلته خلک د کرنې په بهیر کې تر ټولو غښتلي دي، خو ولې د کرني وسایل د ۱۰۰۰۰ پخواني کرنیز انقلاب څخه ور پاتې دي. خلک باذوقه او با اخلاقه دي، خو ولې له ذوق څخه په شعوري توګه لرې غورځول شوي دي. ځوانان یې په وطن مئین دي، خو ولې ځایي مافیا دوی ته هغه نصاب ور زده کوي چې د هېواد پر ضد یې بغاوت ته آماده کوي.
ليکوال علي عباس جلالپوري ليکي: “په پخوانیو شاهي دورو کې به خلک شکنجه کېدل، دوی به يې په دومره تنګو تنګو شکنجو کې اچول، چې هډوکي به يې مات شول او له ډېرې شکنجې به يې وينې څڅېدلې، د نيول شويو خلکو غوښې به يې له هډوکو په زوره لرې کولې، په سترګو کې به يې تاوده سلاخونه ور ننویستل، د جسد نازک اندامونه به يې په تودو سيخونو داغل، د ژونديو انسانانو پوستکی به ترې په زوره لرې کېده، دوی به يې اور ته اچول، د مارانو او لړمانو ډکو تلخونو ته به يې اچول، د لرګي په څېر به يې په دوه برخو کې وېشل، په دېګونو کې به اچول او اور به پسې بلېده، د سړيو له ککریو به يې منارونه جوړول، نيول شوي پوځيان به يې د خپلو شاهي عمارتونو تر دېوالونو لاندې ښخول، د دوی له مېرمنو سره به يې په ډک بازار کې زناوې کولې، مېرمنې به يې له تيونو څخه وتړلې او له چتونو به يې را ځوړندې کړې، خلک به يې وږيو زمريانو او لېوانو ته ور واچول، دوی به يې کله کله د فيل تر پښو هم لاندې کول، ژبي به يې له بېخه ترې ايستلې، د دوی په غوږونو کې به يې توده اوسپنه اچوله او ژوندي خلک به يې په دېوالونو کې خښول. په داسې حالاتو کې د بشر حقونو نوم او پر ځای کولو خبره هېڅ ډول امکان نه لري. دا و، د هغه انسان پيل چې انسانان به يې انسان نه، بلکې خپل همېشنۍ غلام ګاڼه.”
خو نن وخت راغلی چې زموږ مذهبي لېونیان او سیاسیون عام وګړي په یوه ورځ په یوه دقیقه کې جنت ته استوي، بیا دواړه لورې اعاده کوي چې زموږ واله به لومړی جنت رسېدلي وو، خو حقیقت دا دی، چې دا سیاسي جنګ دی، د خلکو په شعوري توګه د دې ډول وحشي چلونو او فریبونو په مرسته د سیاست، شعور او حقیقت څخه لرې ساتل دي. په شاهي دور کې همدا خلک ظاهر شاه د ملا او ملک په واسط له ښوونې او روزنې لرې ساتل. یو لوري ته به یې ملا ورته هڅاوه چې دوی ته ووایي: زده کړه ښه کار ندی او بل لوري ته به یې ملک په درواغو ور واستوه، چې ورشه ماشومان کابل ته را ولېږئ چې ډاکټران او انجینران ورڅخه جوړ کړو.
اوس هم دا حالت دی، دوی په شعوري توګه له هر هغه کار چې د ټولنې ګټه پکې وي په استخباراتي او پلان ډول لرې ساتل کېږي. موږ بشرپالان د دې هر ډول ترینګلتیاوو، توکمیز توپیر او وروسته پاتې والي مخالف یو او دې ته د پاي ټکي اېښودلو غوښتنه کوو. یو ځل بیا د پکتیکا برید په کلکه غندو او د دې پېښي په بشپړه توګه د څېړنې او اغېزمنو وګړیو ته د چټکو مرستو غوښتنه کوو او دوی ته د کاروبار بیا مساعدولو او د دوی امنیت خوندې کولو غږ کوو.
په درنښت
د افغانستان بشرپاله ټولنه