د پېښور په یوه ښوونځی کې د وسله‌والو طالبانو د برید له امله ۱۳۵ تنه زده‌کوونکی وژل شوی او ۲۵۰ تنه ټپیان شوی دی. پاکستانی طالبانو د برید د مسوولیت منلو سربېره ویلی، دغه برید یې په شمالی وزیرستان کې د پوځ عملیاتو په غبرګون کې کړی دی.

د برید په تړاو څو ټکی د یادونې وړ دی:

لومړی، ترهګری ړنده پدیده چې یوازې د وېرې خپرولو په لټه کې ده او ترهګر غواړی د وېرې په خپرولو سره خپلو موخو ته ورسېږی. د پېښور په یوه ښوونځی کې د تېرې ورځې برید د ترهګرۍ د بربریت اوج په‌ډاګه کوی. ظاهرا پاکستانی طالبانو دغه برید په شمالی وزیرستان کې د پوځی عملیاتو په غبرګون کې تر سره کړی. خو په‌دغه برید کې نه یوازې دا چې هېڅ یو هغه پوځی نه‌ده وژل شوی، چې د دوی پر وړاندې په شمالی وزیرستان کې په عملیاتو بوخت دی؛ بلکې قربانیان هغه ماشومان او تنکی ځوانان دی، چې د زده‌کړو په موخه ښوونځی ته تللی و. په‌دې لړ کې ترهګر تر ډېره بریده په‌دې لټه کې دی، څو د عامو خلکو په وژلو سره خپل ځواک او قدرت په‌ډاګه کړی؛ اما دېته په کتو سره، چې دوی پر ښوونځی برید کړی دغه برید د دوی ناتوانی په‌ډاګه کوی. که اصلی موضوع غچ وی، بریدګرو کولای شوی دغه غچ د پاکستان پر پوځی تاسیسات په برید سره په ښه توګه واخلی؛ خو له‌دې امله چې دغه ډله پر پوځی تاسیساتو د برید توان نه‌لری، ملکی برخې ته یې مخه کړې ده. په‌داشان بریدونو کې د ترهګرو تر ټولو ستره موخه ځان ته د رسنیو د پام اړول دی، چې په‌دې لړ کې تر ډېره بریده بریالی شوی هم دی.

دویم، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په نسکورېدو او نوی نظام په راتګ سره د طالبانو فعالیت په ټپه ودرېد؛ خو وروسته د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو په لړ کې د پاکستان پوځی استخباراتو له‌خوا هڅې پیل شوې، څو دغه ډله بېرته فعاله او په افغانستان کې یې د خپلو موخو ترلاسه کولو په لړ کې وکاروی. پاکستان په‌دې باور و، چې ډله له‌دې پرته چې دوی ته زیان ورسوی وبه شی کولای د دغه هېواد موخې ترلاسه کړی. باور دا دی، چې د افغانستان په برخه کې پاکستان خپلې موخې ترلاسه کړی او په‌دې بریالی شوی، څو د افغان دولت او افغانانو پر وړاندې لوی خنډونه راولاړ کړی؛ خو بل لور ته د دغه هېواد تر ولکې لاندې سیمو کې د اورپکو د پټن‌ځایونو موجودیت د دې لامل شوی، څو دغه هېواد ته هم لوی سرخوږی جوړ کړی، چې له امله یې، په پاکستان کې د پاکستانی طالبانو تحریک رامنځته شو او وخت نا وخت د دغه هېواد تاسیسات، پوځ او اوس‌مهال ملکی وګړی تر برید لاندې راوستی. د ترهګرو ډلو په تړاو د پاکستان د پوځ اوسنی سیاست د دوام په صورت کې باور دا دی، چې ډغه هېواد به لا هم د ترهګرو له‌خوا وځپل شی. پاکستان هغه مهال کولای شی، چې له‌دغې ښکارندې څخه ځان وژغوری، چې د اورپکو او د دغه هېواد تر ولکې لاندې سیمو کې د مېشتو ترهګرو پر وړاندې په رښتینی توګه مبارزه وکړی.

درېیم، اوس‌مهال اور د پاکستان تر لمنې رسېدلی؛ خو د پېښو او بریدونو اصلی قربانیان بې‌ګناه کسان دی. د پاکستان حکومت له‌خوا د دغه برید په تړاو درې ورځې ملی ماتم اعلان شوی؛ خو باور دا دی، چې د درېیو ورځو په تېرېدو سره له‌دې پرته چې پر ۳۸۰ کورنیو د ویر ټغر غوړېدلی وی، دغه ماتم بل څه له ځانه سره نه‌شی درلودای. نه د پاکستان پوځ، نه یې ملکی اداره او نه هم د دغه هېواد پوځی استخبارات دا توان لری، څو د دغو کورنیو د ویر ټغر ورټول کړی؛ خو لا هم یوه لار ورته پاتې ده او هغه د ترهګری او ټروریزم پر وړاندې رښتینی مبارزه ده. له‌دې پرته لرې نه ایسی، چې د دغه اور لمن دې تر لاهور او اسلام‌آباد پورې هم ورسېږی.

One thought on “پر پېښور د ترهګرو برید/ مجیب لمر”
  1. ګرانه وروره لمر صیب خدای دوکړي چې یو ځل رسنیو ته ښه غوږ ونیسي او بیا مضمون ولیکي لکه څرنګه چې تاسو یادونه کړیده چې په برید کې هیڅ یو نظامي کس چې د پاکستاني طالبانو په وړاندې په شمال وزیرستان کې جنګیږي نه دی وژل شوی بلکه بی ګناه ماشومان وژل شوي دي. د ماشومانو په بی ګناه توب کې خو هیڅ شک نشته مګر دا ماشومان د هغه نظامیانو اولادونه دي چې د پاکستاني طالبانو په وړاندې جنګیږي او کله چې خبره د دښمنۍ شي بیا څوک دا نه ګوري چې دا مې دښمن دی او که د دښمن اولادونه دي. بیا باید د دښمن د ټولې کورنۍ څخه غچ واخیستل شي او همدا کار پاکستاني طالبانو هم کړی دی او د خپلو دښمنانو له کورنیو یي غچ واخیستلو او په دې سره یي هغه ظالمو نظامیانو ته دا وښوده چې د کورنې د یوه غړي د وژل کیدو درد څه شي وي.

    په درنښت

    نور

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *