Successful businessman with arms up celebrating his victory; Shutterstock ID 105061070; PO: aol; Job: production; Client: drone

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د بریاوو پر وړاندې دېوالونه د دې لپاره نه دي جوړ شوي چې زموږ مخه ونیسي، بلکې د دې لپاره جوړ شوي چې په سختۍ ترې تېر شو او خلکو ته وښیو چې خپلې موخې ته رسېدل راته څومره مهم دي. دېوالونه زموږ مخه نه نیسي، د هغه چا مخه نیسي چې هیلو ته رسېدل یې ورته مهم نه وي.

یو بې وزله کس پر لاره روان و او د غنمو یوه وړه بوجۍ یې پر اوږه وه، د خپلو ستونزو په فکر کې غرق تللی و، له خدای پاک څخه یې وغوښتل چې نور يې د ژوند دا غوټه خلاصه کړي، په همدې وخت کې د غنمو د بوجۍ خوله خلاصه شوه، غنم پر ځمکه باد باد شول، بې وزله کس وویل: «یا خدایه! ما غوښتل چې د ژوند غوټه مې خلاص کړه، نه د غنمو د بوجۍ» بې وزلی کس د غنمو په ټولولو لګیا شو، ګوري چې د غنمو په منځ کې یې د طلایي سکو ډکه همیانۍ ومونده. نوموړی له خپل عجولانه قضاوت او بې اعتمادۍ سخت وشرمېد.

کله چې ورځ پیلوئ، هڅه وکړئ هغه خلک چې ښه کارونه ترسره کوي، ویې ستایئ او تشویق یې کړئ. کله چې موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له یو بل سره مرسته کوو، د ورځې په پای کې به ټول ګټونکي يو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *