د اساسي قانون د صریح حکم له مخې د بیان ازادي له تیري څخه خوندي ده. د همدې حکم په اساس موږ هغه تیری چې د ژوندون پر ټلویزیون وشو، د اساسي قانون خلاف عمل ګڼو او په ټینګه یې غندو.

د بیان  ازادي د افغان دولت یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه ده. که دغه ازداي له تيریو څخه خوندي ونه ساتل شي، نو دولت به نه یوازې د خپلو خلکو په  منځ کې ؛ بلکې په نړیواله  کچه هم خپل اعتبار، لا پسې له لاسه ورکړي.

د ختیځ ادبي بهیر ملګري، دغه تیری یوازې ژوندون ټلویزیون پورې محدود نه ګڼي بلکې دا  د ټولو رسنیو پر وړاندې یو بې شرمانه او بزدلانه عمل ګڼي.

موږ له امنیتي ارګانونو په جدي توګه غواړو چې د رسنیو امنیت خوندي کړي او چا ته اجازه ور نکړي چې، په ګانده کې د رسنیو پر وړاندې دغه شان ناوړه عملونه تر سره کړي.

نېټه : ۱۳۹۲ / ۶ / ۱۹

ختیځ ادبي بهیر ملګري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *