کابل ښار

د زبیر افغان لیکنه

ونې کېنول د ګڼو دنیوي ګټو تر څنګ د شریعت له نظره صدقه جاریه هم ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي:
عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” مَنْ غَرَسَ غَرْسًا أَوْ زَرَعَ زَرْعًا، (1) فَأَكَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ، أَوْ طَيْرٌ، أَوْ سَبُعٌ، أَوْ دَابَّةٌ، فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ “ (مسند احمد، مسند جابر بن عبد الله حدیث نمبر: ۱۵۲۰۱)

ژباړه: جابر رضی الله عنه ویل، رسول الله وویل: که چا ونه کېنوله یا يې کښت وکړ، بیا انسان، مرغه، څیرونکی او یا هر خوځنده حیوان ترې خوراک وکړ، د هغه لپاره به صدقه وي.

په دې اړه یوازې دا حدیث نه دی، بلکې د حدیثو په ذخیره کې خورا زیات حدیثونه روایت شوي دي چې مختلفو اصحابو نقل کړي دي. دغه پاس حدیث له جابر بن عبد الله انصاري څخه روایت دی، یو بل حدیث چې مسند احمد راوړی له انس بن مالک انصاري څخه نقل شوی دی، همدا شان له معاذ بن انس الجهني، ام مبشر، ابودرداء، ابو ایوب الانصاري، سائب بن خلاد او یو بل صحابي چې نوم يې نه دی ذکر شوی، دا روایات نقل شوي دي چې کله د مسلم لفظ پکې راغلی او کله بیا مطلق د (من) په لفظ راغلي دي.

له دې ګڼو احادیثو مالومېږي چې په شریعت کې شارع د ونو ښودلو ته زیات تشویق کړی دی چې په خاص ډول مسلمانان يې هم یاد کړي دي او د اخروي ستر ثواب او اجر ژمنه يې ور کړې ده. نه یوازې په حدیثونو کې ونې راغلې بلکې کښت هم یاد شوی او ځينو روایاتو کې د مړې ځمکې ابادونکي ته هم د ستر اجر یادونه شوې ده.

زموږ هیواد په ځینو سیمو کې طبیعي ځنګلونه لري، ځینې سیمې يې په طبیعي ډول د دې لپاره جوړې دي چې زراغت او ونې پکې کېدای شي او نورې پراخې دښتې او دنګ غرونه بیا داسې دي چې د زراعت او ونو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده چې هغه سیمې ورته اماده کړل شي. اما له دې سره چې موږ خورا زیاتې اوبه لرو، وطن مو د یوه زراعتي هیواد په نوم یادېږي، په ځینو سیمو کې ښه زیاته واوره کېږي چې سروکال پاکې خوږې اوبه له هغه ځایونو را بهېږي، اما بیا هم په هغه کچه چې باید وای نه ونې لرو، نه زراعت لرو او له بده مرغه نه مو هغه طبیعي زرغونه شوي ځنګلونه پر خپل حال پرېښودل چې وده يې کړې وای او د هوا په صفا کولو او باران په جذب کې يې خپل نقش ادا کړی وای.

ونې نه یوازې دا چې چاپيریال ښکلی کوي، بلکې هوا هم لنده او مرطوبه ساتي، اوکسیجن تولیدوي او کاربن اخلي، خرابه هوا په صفا کېږي او له وریځو څخه باران جذبوي او خپله د وريځو په جوړولو کې هم ونې او زرغونه فصلونه ډېر مهم رول لري.

دې ټول دیني او دنیوي اهمیت ته په کتو زموږ ملت هغه ډول پاملرنه نه ده ورته کړې چې لازمه وه، نه یوازې دا چې په کلیو، بانډو او غرونو کې ونې او ځنګلونه کم لرو، بلکې ښارونه هم ورځ تر بلې پراخېږي خو ونو ته نه د ملت لازمه پاملرنه شته او نه هم د حکومت.

د (۲۰۱۹) کال د یوه راپور له مخې کابل د هوا د کثافت له مخې څلورم نمبر ښار دی چې هوا يې زیاته ککړه ده. د ۲۰۱۹ د ۱۲ پر ۷ تاریخ ماښام مهال پښتو بي بي سي د چاپيریال ساتنې ادارې یو غړی را میلمه کړی وو چې د هیواد د ښارونو د خرابې هوا په اړه يې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه ویل.

خلکو په ښارونو کې مختلف عوامل یاد کړل چې د ښارونو د هوا په خرابوالي کې يې مهم نقش ادا کړی دی. زاړه او زیات موټر،د خرابو تیلو کارول او د زیاتو جرناتورانو چلېدا، د پلاستیکانو زیات استعمال او سوځول، د ډبرو د سکرو ډېر کارېدل، په هوټلونو کې د لرګو او دې ته ورته مواد سوځول، په ځینو ښارونو کې د رکشو زیاته ګڼه ګوڼه، له چریو راختلې لوشې چې سړکانو کې ورځې ورځې پرتې وي او بیا د موټرو تېرېدو له امله دوړې کوي چې هوا خرابوي او داسې نور عوامل.

په ځواب کې يې د چاپیریال ساتنې ادارې میلمه کس قانع کوونکې ځوابونه نه ویل یوازې وعدې يې کولې، ژمنې يې وکړې او په راتلونکې کې د ښه پلانو خبرداری يې ور کړ.

په خبرو که مشکلات حل کېدای نو زموږ د هیواد هيڅ ستونزه به اوس نه وای پاته، خبرې اسانه او عمل ګران دی، له بده مرغه چې زموږ ملت او حکومت دواړه په خبرو ځانونه تېر باسي او کارنده عملي ګامونه نه اخلي. د کابل د ښار هوا اوس تر بل هر وخت زیاته خرابه شوې ده او لا پسې خرابېږي، که يې د مخنیوي لپاره مهم، پر ځای او پر وخت ګامونه وانه خیستل شي خورا بدې پایلې به ولري.

د یوه راپور له مخې چې تاند کې نشر شوی وو، ۲۰۱۷ کال کې د خرابې هوا له امله ۲۶۰۰۰ کسان مړه شوي دي چې دا شمېره کال تر کاله پر جګېدو ده.

زما په اند د ښارونو د صفايي لپاره د نورو ګامونو تر څنګ یو مهم ګام د زیاتو ونو ښودل دي. ونه نه یوازې خپله اوکسیجن تولیدوي بلکې کاربن هم جذبوي چې د هوا په صفا کولو کې لومړی درجه اهمیت لري. که حکومت یوازې د دومره زیاتو ونو کېنول او پالل له وسه پوره نه وي، نو له ملته دې مرسته وغواړي، که ملت په خپله خوښه دې کار ته تیار نه وي، نو د یوه مسوولیت په توګه دې د ونو کېنول او پالل جبري کړي، مثلا: ښاروالي دې پر ټولو هغو کورونو چې د ونو لپاره ځای ولري دا جبري کړي چې له خپل کور شاوخوا دې ونې کېنوي او بیا دې وپالي، که دا کار يې ونه کړ نو جریمه دې کړي چې بل کال بیا دا کار تکرار نه شي. په دې ډول به حکومت او ملت دواړه خپل-خپل مسوولیتونه پر غاړه واخلي او د دې سترې وبا د مخنیوي لپاره به دواړه اوږه په اوږه یو له بل سره ودرېږي او مخه به يې ونیسي.

یو بل مهم ګام دا هم دی چې په ښار کې هر څوک زیاته ککړتیا جوړوي له هغه دې ښاروالي زیاته مالیه واخلي ځکه دوی تر نورو زیاته ککړتیا جوړوي او همدومره مالیه باید ور کړي چې دولتي ادارې يې بیرته د هغې پر صفا کولو ولګوي، لکه هوټلونه، هغه دوکانونه چې خوراکي توکي پخوي او زیات دودونه يې پر سړکانو جوړ کړي وي، هغه سترې ماڼۍ چې د مرکزي ګرمي لپاره ډبرين سکاره کاروي، هغه کارخانې چې لوی جرناتوران چلوي او خراب تیل مصرفوي، د موټرو هغه شرکتونه چې زیات موټر ولري او د ښار هوا ځنې ککړېږي.

دا کار به دوې ګټې ولري، یو لورته به د دولت خزانې ته عواید زیات شي او بل خوا به هغه کسان چې په بې پروايي د ښاري هوا په ککړولو کې لګیادي، هغوی به هم احتیاط وکړي او له دې ډاره چې له جیبه يې زیاتې پیسې ولاړې نه شي حتما به د زیاتې ککړتیا له را پيدا کولو ډډه وکړي.

د ونو د کېنولو او پاللو په برخه کې دې له عامه پوهاوي را نیولې بیا د دیني عالمانو تر روله ټولې لارې چارې وکاروي او له دې بلا دې ملت خلاص کړي. په دې اړه دې مطبوعاتو ته دنده ور کړي چې د چاپيریال د پاک ساتنې پر لارو چارو پروګرامونه جوړ کړي، علماؤ څخه دې مرسته وغواړي چې د پاکۍ، ونو کېنولو او ښاري نظافت په اړه خلکو د جمعې په خطبو کې له شرعي لیدلوري وضاحت ور کړي.

یو بل مهم ګام دې د هغو سرغړونکو په اړه هم واخلي چې زموږ د هیواد طبیعي ځنګلونه وهي او په قاچاقي ډول يې همسایه هیوادونو ته صادروي، دوی دې نه یوازې دا چې له دې کاره په کلکه بند کړل شي بلکې ودې نیسي او د دې ستر جرم له امله دې نغدي جریمه هم ترې واخلي او بندي دې هم کړي چې د سزا تر ګاللو وروسته له دې ناروا کاره نه یوازې لاس واخلي بلکې نورو کسانو ته هم عبرت شي چې بیا داسې یوه ستر جرم ته څوک د لاس ور اوږدولو جرأت ونه کړي.

۲۰۱۹/۱۲/۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *