موږ د خپل تاريخ په دې پړاو کې ژوند کوو، چې له داسې يو وحشي دښمن سره په جګړه بوخت يو، چې نه مو زلمي راپرېږدي، نه مو مشران راپرېږدي، نو مو تورسرې او ماشومانو ته د ژوند کولو حق ورکوي.
د خپل تاريخ داسې يو وخت ته راغلي يو، چې زموږ ځناور او وحشي دښمن زموږ ښوونځي راورانوي، زموږ جوماتونه الوځوي، زموږ دولتي تاسيسات ورانوي او زموږ کورونه بمباروي.
دا هم لکه د نور کله په څېر ورځ وه، سحر مياندو خپل تنکي ماشومان تيار کړل، غريبو مياندو خپلې د زړه ټوټې په دې هيلو ښوونځي ته ولېږل، چې دا رازلميان شي، د کورنۍ بده ورځ به يې ښه شي، د هېواد لپاره به خدمت ترسره کړي او د خپل ولس په ګټه به کار وکړي.
خو هغه مياندو ته څه مالومه وه، چې زموږ سره داسې يو وحشي ځناور دښمن مخامخ دى، چې هم زموږ د ولس په جامه کې پټ، زموږ ولس ډېر په بې دردۍ سره وژني. داسې دښمن، چې زموږ ګلالي او تنکي ماشومان هم نه راپرېږدي.
ماشومان ټول په ښوونځي کې پر سبقونو بوخت و، چې وحشي دښمن پرې د هاوان مرمۍ راوويشتله او زموږ ګلالي او تنکي ماشومان يې په وينو ولړل.
د کافر او وحشي دښمن په راويشتلې مرمۍ کې دوه ماشومان شهيدان شول او لس نور تنکي ماشومان پکې ټپيان شول، چې ډېر په بيړه روغتون ته ورسول شول.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي، چې د دې تنکيو ماشومانو پوښتنې ته روغتون ته ورغلى، د روغتون ادارې ته يې لارښوونه کړې چې ماشومانو ته ځانګړې توجه وکړي، نوموړي وويل چې، پر ښوونځي برید یو وحشي عمل دی، د هېواد او خاورې دښمن داسې ظالمانه اراده لري چې تل دغه ولس په غم کې وي او همیشه دلته د غم ټغر خور وي.
هو والي صېب! تاسې رښتيا وايئ، زموږ دښمن دومره وحشي او ځناور دى، چې د نړۍ په مخ به ترې بل لوى او وحشي ځناور هيڅ نه وي.
دا هغه وحشي او کافر دښمن دى، چې زما مسلمان عسکر د مور په مخکې حلالوي، دا هغه دښمن دى چې زما مشران په بمونو کېنوي او غوښې يې په هوا کې الوځي، دا هغه ځناور دى، چې زما د هېواد تاسيسات راورانوي، دا هغه ظالم دښمن دى چې نه غواړي زه پرمختللى ژوند وکړم، دا هغه د ځناور په څېر دښمن دى چې تل يې زما د وروسته پاتې کېدا هڅه کړې ده.
خو زه دغه ټپي شوو ګلاليو ماشومانو ته سترګې په لار يم، چې له دومره سخت ټپي کېدو وروسته هم هغوى د ژوند ارمان لرلى دى، هغوى په خپل زړه کې دا هيلې مړې کېدو ته نه دي پرېښي، چې نور يې ژوند ختم دى.
د يو ماشوم هغه تنکۍ خبرې مې اوس هم په غوږونو کې پرتې دي، چې ويل يې، غواړي چې ډاکتر شي او د ولس خدمت وکړي.
د هغه ماشوم خبرې به زما څنګه هېرې شي، چې اوس هم د هېواد د ساتنې لپاره د ملي اردو ته تګ په ارمان و.
ويل يې، که جوړ شم، ملي اردو ته به ځم او د خپلو دښمنانو نه به بدل اخلم.
دا زما د وطن راتلونکى دى، دا هغه تنکي ماشومان دي، چې سبا به زما د هېواد لپاره خدمت ترسره کوي او هم دوى دي، چې زما د هېواد په جوړولو کې به خپله ونډه اخلي او د دغه وحشي او ځناور دښمن دغه ناپاکه قدمونه به له دې خاورې وباسي او چېرته لېرې به يې غورځوي.
زما تنکيو ګلاليو ماشومانو! زما ټولې هيلې هم تاسې يئ، زما ټول ارمانونه به هم ستاسو سره پوره کېږي او زموږ دښمن به تل شرمېدلى وي، تل به سپک وي او تل به تباه و برباد وي.