افتخار احمد همدرد

خاوند پخپل ښځې ځانګړې حقونه لري ښځه له واده کولو وروسته مسّولیت لري د خپل میړه له حقوقو ځان خبر کړي او د هغوی د پر ځای کولو هڅه وکړي.

الله (ج) په قرانکریم کې د خاوند برتری ته اشاره کړی او فرمایلی دي  « ولهن مثل الذی علیهن بالمعروف و للرجال علیهن درجه والله عزیز حکیم » (البقره.۲۲۸)

ژباړه. ښځې پر خاوند همغسې حقونه لري چې خاوند یی پر ښځو لري خو سړي پر ښځو یو ډول امتیاز او درجه لري. همدارنګه رسول اکرم (ص) فرمایی » لو کنت امرا احدا ان یسجد لاحد لامرت المراه ان تسجد لزوجها» یعنې که ما چاته امر کولی چې له خدای تعالی پرته بل چاته سجده وکړي نو ښځې ته می ویلی وو چې خپل خاوند ته سجده وکړي.

اوس پورتنی آیت شریف او حدیث شریف ته پام سره میرمنو ته لازمه ده تر څو د خپلو خاوندانو حقونه په بشپړه توګه مراعات او پلی کړی، چې ددغو حقونو مهم یی په لاندی ډول دي:

1ـ د میړه د سرپرستی منل

الله (ج) په قرانکریم کې فرمایلی دی « الرجال قومون علی النساء بما فضل الله بعضهم علی بعض و بما انفقو من اموالهم» ( النساء.۳۴)

ژباړه. نارینه پر ښځو واکمن او سرپرست دي او دا پدی خاطر چې الله (ج) ځینو ته په ځینو نورو غوره والی او بهتری ورکړی ده او سړي له خپلو مالونو او شتنمنیو څخه دی نفقه او لګښت وکړي. نو ددی آیت شریف څخه څـرګندیږي چی مشری باید نارینه وکړي. پر ښځو د  واکمنی موخه د ښځو پالنه او خوندیتوب و له هغوی سره د کور د کارونو د پر مخ بیولو او سمون په هکله سلا او تفاهم کول دي چې د ښځې او نارینه او جوړښت سره برابر وی.

2ـ د خاوند د مشروع او روا امرونو پیروی او منل

په ټول روا کارونو کې باید ښځه د خپل خاوند څخه پیروی وکړي. له عبدالله ابن عباس (ض) څخه روایت دی چې رسول اکرم (ص) عمر (ض) ته په خطاب کې وفرمایل « ایا تا له یو غوره شي څخه چې یو انسان یی د ځان لپاره زیرمه کوي خبر نه کړم؟ وروسته یی وفرمایل هغه صالحه او غوره ښځه ده چې میړه ورته وګوري خوښ یی کړي او چې امر پری وکړی نو اطاعت یی وکړي او د هغه (میړه) په غیاب کې د هغه مال ، شرف ، او شتمني خوندي وساتي.» په یو بل حدیث شریف کې رسول اکرم (ص) فرمایلی دی « کله چې ښځه خپل پنځه وخته لمونځونه وکړي او د روژې مبارکې میاشتي روژه ونیسې، خپل شرم ځای او شرافت هم خوندی وساتی او د میړه پیروی وکړي نو د جنت له هر دروازی څخه چې وغواړي جنت ته به ننوزي» نو پورتنې احادیثو په نظر کې نیولو سره پر ښځه د خاوند پیروی لازمه ده.

3ـ د خاوند د اجازی پرته د کور څخه د ښځې نه وتل

الله (ج) په قرانکریم کې فرمایلی دی « وقرن فی بیوتکن ولا تبرجن تبرج الجهله الاولی»( الاحزاب.۳۳) ژباړه. په خپلو کورونو کې پاتی شئ او لکه د پخوا ( جاهلیت زمانی) په څیر د خلکو په منځ کی مه ښکاره کیږئ او ځان ښوونه مه کوئ.

نو د پورتنی آیت شریف څخه واضحه ده چې ښځې باید د خاوند د اجازی پرته هیڅ چیرته هم ولاړ نشي او باید په خپلو کورونو کې واوسی همدارنګه شیخ الاسلام این تیمیه وایی « د ښځې لپاره روا نه ده چې د خپل میړه د اجازی پرته له کور څخه د باندی ووځي او که ووته نو د ګنهکاره ده او د عذاب مستحق ګرځي» خو هوښیار، عاقل او با احساس خاوند باید دا درک کړي چې کور د زندان حیثیت نه لري باید دوی خپلو میرمنو ته اجازه ورکړي تر څو مور، پلار، خپل خپلوانو لیدلو ته ولاړ شی.

4ـ د ګډ ویده کیدو لپاره د خاوند د غوښتنو منل

که میړه وغواړي له خپلی میرمنی سره کورواله (جماع) وکړي نو که ښځه معقول او شرعي عذر ونلري دغه غوښتنه یی باید په خوښۍ او مینه ومنی.

حضرت محمد (ص) پدی اړه فرمایلی دي « په هغه ذات می دی قسم وی چې دحضرت محمد (ص) روح د هغه په قبضه کې دی هیڅ یوه ښځه د الله (ج) حق نشی پر ځای کولی ترهغه چې د خپل خاوند حق اداء نکړي او هر کله یی چې میړه یی له هغې څخه د نفس په اړه غوښتنه وکړی یعنی د یو ځای کیدو هیله وکړي، او که هغه ښځه پر اوښ هم سپره وی باید د خپل خاوند غوښتنه پر ځای او پوره کړي» (      )     او د ترمذی شریف په یو روایت کې راغلی دي « و ان کانت علی التنور » یعنی که ښځه په تناره د ډوډۍ په پخولو هم بوخته وی باید د خپل خاوند دغی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکړي او په بل حدیث شریف کې له دغه عمل څخه د ښځو منکریدل او سرغړونه ددی لامل کیږي چې ملایکی پر هغې لعنت ووایی.

5د خاوند د اجازی پرته څوک کور ته نه پریښودل

ښځې پر دی مکلفۍ دي چې هیچاته هم که هغه نر وی او که ښځه د خپل خاوند د اجازی پرته کور ته د ننوتلو اجازه ورنکړي حضرت رسول اکرم(ص) فرمایلی دی « ستاسو (میړونو) د حقوقو له ډلی څخه چې په خپلو ښځو یی لرئ یو هم دادی چې ستاسو ښځې باید هغو کسانو ته چې ستاسی نه خوښیږی باید اجازه ورنکړي» (      )

6- د خاوند ملګرتیا

ښځه او خاوند باید د غم او ښادی به وخت کی یو د بل په څنګ کې وی او که میړه یی ورڅخه په سفر کې د ملګرتیا غوښتنه وکړي باید ښځه یی ومنی. همدارنګه په هر روا او مشروع کار کې چې خاوند د خپل ښځې نه غوښتنه وکړي نو ښځه یی  باید په ورین تندۍ ومني او د خپل خاوند ملګرتیا وکړي.

7ـ د خاوند د اجازی پرته د نفلی روژی نه نیول

له حضرت رسول اکرم (ص) څخه روایت دی چې « هیڅ ښځې لپاره روا او حلاله نده چې د خاوند د شتون پر مهال د هغه د اجازی پرته نفلی روژه ونیسی» (        )

ددی لپاره عقلی دلیل دادی چې سړي حق لري له خپلی میرمنې یی ګټه واخلی او پر ښځه د نارینه ددغه حق پر ځای کول فرض دي او د نفلی روژی نیول سنت دی یا مستحب دي او دا طبیعی ده چې فرض تر سنتو لومړی دي.

8ـ د خاوند د اجازی پرته د هغه شتمنی نه مصرفول

حضرت محمد (ص) فرمایلی دی « ښځه باید د خاوند له کور او مال څخه د هغه د اجازی پرته لګښت ونکړي » (      )  نو ددی حدیث شریف څخه د اسی څرګندیږی چی ښځې باید د خاوند د شتمنی په مصرفولو کې د خپل خاوند څخه اجازه واخلي او که خاوند ورته اجازه ورنکړی نو هغه د مال مصرفول ورته روا نه ده.

9ـ د خپل پت او شرف ساتل

الله (ج) نیکۍ ښځې په دغو اوصافو یادی کړی او په قرانکریم کې فرمایلی دي « فالصلحت قنتت حفظت للغیب بما حفظ الله » ( النسا‌ء. ۳۴)

ژباړه. نیکانی میرمنې هغه دي چې مننو نکی (د خدای تعالی پیروی کوونکی او د خپلو خاوندانو امرونه پرځای کوي) او خپل ځان له زنا کولو څخه لیری ساتی د خپل خاوند مال کې اختلاس نه کوی او د کوروالی رازونه ساتی.

10ـ مننه کول او ناشکری نه کول

ښځه باید له خپل خاوند څخه همیشه منندوی واوسی او دهغه نیکی او لورینه هیره نه کړی. لکه څنګه چې حضرت محمد (ص) فرمایلی دی « الله (ج) هغو ښځو ته د رحمت په سترګه نه ګوری چې د خپل خاوند مننه نه کوي حال داچې له هغه څخه یی رغیدنه نشته » (       )

11ـ ډیر لګښت ته د خاوند نه اړ کول

ښځې باید د خپل خاوند د اقتصادی وضیعت مطابق مصرف وکړي. د ټولنې ناوړه رواجونو او سیالیو په خاطر هیڅکله ښځه باید خپل خاوند ډیر لګښت کولو ته چې خاوند یی وسه ونلری اړ نه کړی ځکه چې په دی کار سره الله (ج)  ناراضه کیږي.

12ـ د طلاق نه غوښتل

ښځه باید د خاوند سره د ګډ ژوند تیرولو مینه ولري حضرت محمد (ص) فرمایلی دي « هرهغه ښځه چې له خاوند څخه له کوم دلیل او عذر پرته طلاق غواړی نو د جنت خوشبوی پر هغې حرامه ده» (    )

13ـ د طلاق نه غوښتل

د میړه د مړینې په صورت کې به څلور میاشتی او لس ورځی د عدت په توګه تیری کړي او که ښځه امیندواره وی نو د ماشوم په زیږون سره د عدت موده پای ته رسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *