تاند، شنبه، د سنبلې ۲۳مه: برېښنا شرکت اعلان کړی چې وسله والو مخالفانو له نن ماسپښین راهیسې پر کابل د وارداتي برېښنا لاینونه بیا پرې کړي دي.

 برېښناشرکت تاند ته په دې تړاو استولې خبرپاڼه کې ویلي، نن ماسپښین نږدې ۲ بجې د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د جګړې له کبله د برېښنالاینونه پرې شوېدي او تخنیکي ټیمونه یې هم د بیرته وصلولو لپاره چمتو دي.

مسوولان وايي، څنګه چې زمینه برابره شوه ټیمونه به یې ساحې ته ورشي او لاینونه به بېرته وصل کړي.

ډنډ شهاب الدین د بغلان هغه ساحه ده چې طالبانو په کې په مراتبو د کابل بریښنا لاینونه وهلي او د نښتو له کبله یې هم کله کله پر کابل برېښناپرې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *