تاند، چهار شنبه، د اسد ۹مه: نن سهار د کابل – هرات پر لویه لاره د فراه ولایت آب خرما په حدودو کې د یو ملکي ۳۰۳ بس موټر په سورلیو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

ناتایید شوي راپورونه وايي، تر اوسه په دې پېښه کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د سړک د غاړې ماینونو له کبله تر ټولو زیات ملکي تلفات اوړي.

څه موده وړاندې هم کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وویل، د طالبانو د سړک د غاړې ماینونه ړندې وسلې دي چې ډیری مهال له ملکیانو قرباني اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *