تاند- افغان امنیتي ځواکونو له یوې خوا پر کابل ښار یوه راکټي حمله شنډه کړې او له بلې خوا یې څو ترهګر نیولي دي.

په کابل کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې نن /سې شنبه/ وویل، امنیتي ځواکونو پر پلازمېنه کابل د دولت د وسله والو مخالفانو د یوې بلې راکټي حملې مخه نیولې ده.

تېره اوونۍ افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو د سرمنشي له راتګ سره په یوه ورځ د دولت وسله والو مخالفانو د کابل پر هوايي ډګر لږترلږه ۶ راکټونه وویشتل.

د دوی په وینا وسله والو مخالفانو غوښتل چې پر کابل ښار ګڼ شمېر راکټونه وولي خو د پولیسو په وخت اقدام سبب شو چې دا بریدونه شنډ شي.

له جنايي جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالي په جګړو سیمه کې ۸ روسي بي ایم ۱ توغندي ایښي ول چې د عاشورا په ورځ یې پر ښار وتوغوي.

له بلې خوا د ملي امنیت اداره وايي چې ۳ مشکوک ترهګر یې په کابل ښار کې نیولي دي.

د ملي امنیت د ریاست د نن ورځې له خبرپاڼې سره سم، دا درې تنه د طالبانو د فوماندان قاري قاسم له لوري په کابل کې تروریستي حملو ته ګومارل شوي وو.

دا اداره همداراز وايي چې دا کسان یې په داسې حال کې ونیول چې د هغو ځایونو عکسونه یې اخیستل چې دوی پرې وروسته د حملې نیت درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *