د حملې پر سیمې هیلي کوپتر کرځي. په دې سیمه کې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې وسله واله نښته دوام لري

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه ترهګر یې وژلي چې عیدګاه جومات ته نژدې یې په یوه ودانۍ کې پناه اخیستې وه او له هغه ځایه یې پر ښار راکټونه ویشتل.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش خبریالانو ته وویل، دوه یا درې تنه ترهګر په ماهي فروشان سرای کې ځای پر ځای شوي وو او له هماغه ځایه یې د ارګ او وزیراکبرخان مېنې خوا ته د هاوان ګولۍ ویشتې.

د دانش په وینا ترهګر وژل شوي او نښته پای ته رسېدلې ده.

ده د ترهګرو د وژلو لپاره د عملیاتو په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه وویل چې یوازې ۲ پولیس ژوبل شوي دي.

اوس د پېښې په ځای کې د اطفایې موټر او کارکوونکي هڅه کوي چې لګېدلی اور مړ کړي.

اور پر هغو دوو موټرو (یوکرولا او بل کانتینر) لګېدلی چې ګومان کېږوي ترهګر پکې سپاره ول او له هغو څخه یې د هاوان ګولۍ ویشتلې.

ځینې راپورونه وايي چې دواړه موټرونه له پاسه هیلي کوپتر وویشتل. پولیس وايي چې لا هم په سیمه کې څو مشکوک موټرونه شته او دوی هڅه کوي چې ویجاړ یې کړي.

پر کابل ښار راکټي بریدونه او وسله واله نښته

تاند- نن /سې شنبه/ د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کابل ښار پر حساسو سیمو څو راکټونه ولګېدل.

راپورونه وايي چې سهار ۹ بجې پر وزیراکبر خان او د ارګ پر شاوخوا څو راکټونه ویشتل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې ۱۰ راکټونه لګېدلي او له کبله یې دوې ښځې سرسري ژوبلې شوي دي.

د ښار د مرکزي برخو ځینې اوسېدونکي واليي چې ۲۲ راکټونه لګېدلي دي.

د دوی په وینا راکټونه داسې مهال ولګېدل چې ولسمشر غني په ارګ کې د اختر لمونځ کاوه.

پولیس وايي چې د پُل محمود خان پر سیمه یو راکټ لګېدلی خو مرګ ژوبله یې نه ده پېښه کړې.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د نننیو بریدونو په غبرګون کې وویل چې دا ډول راکټي حملې به افغانان هیڅکله تسلیم نه کړي.

پرون پژواک خبري اژانس ویلي و چې له څو ورځو راهیسې د بګرام د هوايي اډې پر لور راکټي بریدونه کېږي.

په رکاخانې کې وسله واله نښته

له بلې خوا نن د کابل په رکاخانې سیمه کې د دولت وسله والو مخالفانو ډله ییز برید کړی دی.

د زاړه ښار د رکاخانې نښته په ۱۰ بجې د چاودنو په ږغ پیل شوه.

ګومان کېږي چې د دولت وسله وال مخالفان کومې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه د کابل پر عیدګاه جومات راکټي بریدونه کوي.

د حملې سیمه امنیتي ځواکونو محاصره کړې او له پاسه د افغان هوايی ځواک یوه هیلي کوپتر پرې ډزې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې وسله والو ترهګرو جومات (عیدګاه) ته نژدې په یوه ودانۍ کې مورچه نیولې وه او له هغه ځایه یې راکټونه ویشتل.

د کورنیو چارو وزارت او د کابل پولیس وايي چې تراوسه نه پوهېږي چې د دولت د وسله والو مخالفانو د حملې دقیق هدف څه دی خو د امنیتي ځواکونو په ځوابي اقدام کې یو تروریست وژل شوی او نور مقاومت ته دوام ورکوي.

تر دې دمه نه پر ښار د لګېدلیو راکټونو دقیق شمېر معلوم دی او نه په زاړه ښار کې پر یوې ودانۍ د وسله والې نښتې جزییات څرګند دی.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزی وايي، ګومان کېږي چې په وسله واله نښته کې، ۴ ترهګر برخه لري او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې نشت یې کړي.

پولیس وايي، پر ښار راکټي بریدونه د رکاخانې د سیمې له ودانۍ څخه شوي دي. ځینې راپورونه وايي چې وسله وال حمله کوونکي له یوه کانتینره د بریدونو لپاره کار اخلي.

د پولیسو یوې سرچینې وویل چې د عیدګاه جومات په شاتنۍ برخه کې له یوې ودانۍ د ارګ او وزیراکبرخان مېنې په لور د هاوان څو ګولۍ وویشتل شوې.

دې سرچینې همداراز وویل چې لومړی د ارګ خوا ته د هاوان ګولۍ په داسې وخت وویشتل شوه چې ولسمشر د اختر په مناسبت وینا کوله.

تراوسه پورې ترهګرو ډلو د دغو حملو په اړه څه نه دي ویلي.

پرون وسله والو طالبانو د اوربند وړاندیز رد کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *