پر کانتیننتل باندې حمله نه یوازې افغان حکومت بلکې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو وغندله او پر ملکي خلکو باندې ښکاره حمله یې وبلله. پر ملکي خلکو باندې حمله جنګي جنایت ګڼل کیږي او جنګي جنایت نه یوازې په اخلاقي لحاظ د شرم خبره ده، بلکې په حقوقي لحاظ هم جدي عواقب لري. طالبان چې دغه یرغل خپل کار ګڼي، د خپلو جنایتونو په دوسیه کې یوه بله دوسیه اضافه کوي.
دې حملې په نظامي لحاظ هیڅ ډول نتایج نلرل خو د ځینو خارجي ملکي کسانو په شمول یې ځینې افغانې کورنۍ داغدارې کړې. په دې حمله کې تر ډیره حده د کام هوایي شرکت یوکرایني کارکوونکي په نخښه شول چې شاید یو مقصد به پکې د روسانو خوشحالول وو. یوکراین او روسیه له څو کلونو راهیسې د کریمیا ټاپووزمې او د شرقي یوکراین د روسي الاصله خلکو په سر باندې شدید اختلافات سره لري.
د روسانو په خوشحالولو سربیره د پاکستان لپاره خدمت هم د دې حملې یو بل مقصد و. پاکستان د نړیوالې ټولنې او خصوصا امریکا تر شدید فشار لاندې دی چې د هغو جنایتکارو ډلو له ساتلو او روزلو لاس واخلي چې د افغانستان د تباهي لپاره فعالیت کوي. پاکستان د نړیوالې ټولنې په مقابل کې استدلال کوي چې په افغانستان کې روانه لانجه له افغانستان سره اړه لري او پاکستان پکې هسې نامه توری دی. څو ورځې له مخه د پیر سید حامد ګیلاني دې خبرې چې د طالبانو اکثره مشران په افغانستان کې دي، په افغانستان کې ګڼ صاحبنظران وقهرول او پیر مجبور شو چې د خپلې خبرې د ترمیم کوښښ وکړي خو د پیر له څرګندونې دا حقیقت تقریبا واضح شو چې د پاکستان په خوښه غږېدلی و. منظور دا چې پاکستان له دې سره سخته دلچسپي لري چې د افغانستان لانجه یوازې له افغانستان سره غوټه وبولي او ځان بې ګناه وښیي.
د کانتیننتل په حمله کې شپږ انتحاریانو برخه اخیستې وه. نن سبا چې انتحاریانو تر ډیره حده د داعش لیکو ته مخه کړې ده، طالب له انتحاریانو څخه د پخوا په څیر پریمانه او اسانه استفاده نه شي کولای. نو په طالبي حوزه کې د انتحاریانو د نسبي قلت او کاختي په شرایطو کې په یوه ملکي هدف باندې د شپږ کسه انتحاریانو له لاسه ورکول، د طالبانو لپاره وړه بیه نه وه خو د دې بیې ادا کولو ته یې ځکه ځان چمتو کړ چې په وروستیو دوو میاشتو کې طالبانو له فراه پرته نور په ټول افغانستان کې سختې ضربې خوړلې او په خورا بد حالت کې دي. دوی خپلو خلکو ته د روحیې ورکولو لپاره هم ځان مجبور احساس کړ چې بدې ورځې ته ساتل شوې کسان د کانتيننتل حملې ته تیار کړي.
که څه هم رسنیو دا خبره بیا بیا وکړه چې کانتیننتل یو ساتل شوی ځای و او د طالبانو علمیات یې پیچلي وبلل خو حقیقت دا دی چې کانتیننتل د افغانستان تر بل هر هوټل په وسیع ساحه کې موقعیت لري او که څه هم اصلي ورودي لاره کې یې د تالاشۍ لپاره کسان شته خو نور نو دغه هوټل داسې هدف نه دی چې بلکل خوندي وي. کله چې په کانتیننتل کې دولتي غونډه وي او مقامات راغلي وي، نو د شاوخوا امنیت ته یې یو څه خاص پام کیږي خو په عادي حالت کې خاص امنیتي ترتیبات نلري او ځکه یې نلري چې عام خلک خو د افغانستان په هر هوټل کې ډوډۍ خوري، اوسي او شپې تېروي. البته، زما د دې خبرې مانا دا نه ده چې د کانتیننتل د هوټل په ساتلو کې تر سره شوی غفلت توجیه کړم. حکومت باید خامخا خپل تحقیقات وکړي او له هر هغه چا سره قانوني چلند وکړي چې د هوټل په ساتلو کې یې غفلت کړی دی، مګر دا حقیقت هم باید هیر نکړو چې د ترورستو له خوا د عامو خلکو وژل نه یوازې په کانتیننتل کې بلکې په ټول افغانستان کې روان دي.
په کندهار کې د بدن د مصنوعي اعضاوو د لګولو یو مرکز ویلي دي چې په تیرو پنځو کلونو کې یې اووه ویشت زره مراجعان لرل چې په دوی کې لږ تر لږه دریمه برخه ماشومان وو او د دوی د معلول کیدو او ژوبلیدو تر ټولو لوی علت د لارې ماینونه دي. دغه مثال راښیي چې افغانان له څومره وحشي دښمن سره مخامخ دي. داسې دښمن چې د عامو خلکو د وژلو او ویرولو په زور په کلیو کې عشرونه ټولوي، مفتې ډوډۍ ګانې خوري، د هیروینو قاچاق کوي او د ایران او پاکستان استخباراتي ادارو کې د افغانستان د تباه کولو خوشحالونکي راپورونه برابروي.
د کانتي ننتل پیښه غمجنه پیښه وه خو تر څو پورې چې طالبان، داعشیان او د دوی غوندې نورې جنایتکارې ډلې فعالې وي، له دغسې پیښو سره به بیا بیا مخامخ شو. د افغانانو په مخ کې ډیر عمده کار دا پروت دی چې د خپلو امنیتي، دفاعي قواوو ملاتړ ته ادامه ورکړي او د ګران هیواد ټولې سیمې له دغسې خونکارو ډلو پاکې کړي.
لکه څنګه چې ارقام ښییي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د طالب او داعش د ځبلو لپاره عملیات تر بل هر وخت زیات شوي دي. لکه څنګه چې د واشنګټن پوسټ په یوه وروستي راپور کې راغلي دي، کشفي ادارو په وروستیو میاشتو کې د طالب قوماندانانو په ثبت کړیو خبرو کې د وارخطایي څرګندونې تر بل هر وخت زیاتې اورېدلې دي. طالب قوماندانان اوس په خپلو ارتباطاتو کې خپلو بادارانو ته بیا بیا وایي چې تر سخت فشار لاندې یو او د مقاومت تاب نلرو.
د طالب تر نفوذ لاندې سیمو څخه تر لاسه شوي معلومات ښیي چې په وروستیو میاشتو کې طالبان د جنګ لپاره د کسانو له قلت سره مخامخ دي. د دوی اکثره ګروپونه اوس نیمګړي دي او کسان یې د مریضۍ په پلمه یا نورو پلمو د طالبانو له لیکو ځانونه باسي او یو ګڼ شمیر یې ایران ته په مزدورۍ پسې تللي دي.
مختلف اټکلونه ښیي چې طالبان به په راتلونکو دریو میاشتو کې د اوس په نسبت د خپل قوت پنځوس فیصده له لاسه ورکړي او که بیا هم په افغانستان کې د عزت د ژوند کولو ته چمتو نه شي نو نظامي فشار به ورباندې لا زیات شي.
د فشار د زیاتیدلو په نتیجه کې پر نظامي مرکزونو باندې د طالبانو د حملو قوت ورځ په ورځ کمیږي او په دغسې حالت کې د ځان د ثابتولو لپاره طالبان شاید د کانتيننتل هوټل په څیر ملکي هدفونو باندې وحشیانه حملې لا زیاتې کړي خو زموږ د نظامي، امنیتي قواوو په لیکو کې د نظم زیاتیدل او د مسولیت د احساس پیاوړي کیدل به د افغانستان د غلیمانو د دغو هڅو تاوان حد اقل ته ورسوي. په لومړیو کلونو کې به هر انتحاري په لسګونو کسان وژل خو اوس دغه اندازه تر پخوا په مراتبو کمه شوې ده او که خدای کول هغه وخت راروان دی چې انتحاريانو به په پوچو کارتوسو بدل شي.
د کانتینینتال هوټل انتحاري برید وښودله چې داخلي مضره کړۍ « پنځم ستون » د عطا محمد نور په مشرۍ کولای شي د خپلو بړېڅو په مرسته ملي ، مترقي ، سوله دوسته ، هېواد او ملي ګټو ته وفاداره خلک څومره په آساني سره ښکار شي . د روس د خوشحالۍ او د خپلو رقیبانو نه د انتقام اخیستولو لپاره هر راز شرموونکو فجایعو ته لاس واچوي.
هیله ده چې د افغانستان ټول امنیتي ارګانونه ، لویه څارنوالۍ او د ملي ګټو ساتونکی مسوولین دا حادثه ډېره جدي او هراړخیزه وڅېړي ، په ضمن کې د ټولو هغو ځایونو او اماکنو امنیت ډېر کلک ونیول شي چې هلته ملي کنفرانسونه او غونډې جوړيږي او یا خارجیان اوسیږي.