طالبانو د دریم ځل لپاره کندز ښار باندې ډله ییز بریدونه وکړل او لکه د مخکې په څېر دا ځل هم دا برید د طالبانو په مرګ تمام شو او د کندز زیاتو کوڅو او سړکونو کې يې مړو جسدونه پراته دي.

طالبان ښه په دې پوهیږي چې د یوې ولسوالۍ او یو ښار نیول او یا ور ننوتل به ورته اسانه وي، خو د دې ساتل او پکې یوه شپه کول د مرګ په بیه دي، لکه کندز، فراه او غزني ولایتونه یادولی شو چې هر ځل د طالبانو لپآره هدیره ګرځیدلې.

طالبان پردي اولادونه د جګړې لپاره تشویقوي او بیا د واکمنۍ خوبونه ګوري، طالبان خپلو پلویانو ته وایي چې ښار سقوط کړئ او له ښار ترلاسه شوي توکي، پیسې خپلو کې تقسیم کړئ، نو ښکاره خبره ده چې د طالبانو لیکو کې بې کاره او بې کسبه کسان زیات دي او تیار دي چې د پيسو او چور لپآره جګړه وکړي.

طالبانو وسله والو ته اجازه کړې وه چې هر څه په مخه ورتلل،د ځان لپآره یې دې چور کړي او دا مال ددوی لپاره غنیمت دی، خو هیڅ و نه توانیدل چې دا ارمان یې ووځي او له ښاره روغ ځان وباسي.

دا به ومنو چې طالبانو زړه وکړ او ښار ته دننه شول، دا طالبانو د مشرانو هوښیاري او د طالب وسله والو بې عقلي ده چې ځان په لوی لاس مرګ ته ورکوي او د خپلو اولادونو او کورنۍ غم ورسره نه وي.

د طالبانو مشران چې دا مهال قطر کې په خبرو بوخت دي، کورنۍ یې خوندي ده، دوی مجللو هوټلونو کې شپې او ورځې تېروي، بس افغانستان کې یې بې موره زامن پيدا کړي چې د هغوی په امر جګړې ته دوام ورکړي.

طالب وسله والو هیڅکله فکر و نه کړ چې د دوی تګلاره د چا له لوري تنظیم کیږي، د دوی پر سر څوک امتیاز اخلي، وسله څوک ورکوي او د کومو موخو لپاره طالبان تمویل کیږي.

کندز یو ستراتيژیک ولایت دی، طالبان هڅه کوي د دې ولایت په سقوط سره د شمال ټول ولایتونه ناامنه کړي خو هر ځل ښار ته دننه کیدو یوه او یا دوه ورځې وروسته دا ډله له لوی مرګ ژوبلې سره ستنه شوې ده.

طالبانو د کندز ښار ته په درې ځل ننوتلو کې ډيرې دولتی ودانۍ او تاسیسات وسوځول، خلک یې مالي او ځآني زیانمن کړل، د خلکو کورونه یې چور کړل، ملکي وګړی یې په هر لحاظ زیانمن کړل، ان په رواني لحاظ یې هم سخت خراب کړي دي.

طالبان ښه په دې پوهیږي چې د کندز ښار کې یوه شپه هم ورته په لوړه بیه تمامیږي، خو دا چې دستور له بل ځای څخه دی او طالبانو ته په همدې جګړه امکانات او تجهیزات ورکول کیږي، نو مجبور دي چې جګړه وکړي.

تاسو د روغتیا ریاست ارقام وګورئ، یواځې د شنبې ورځې تر پایله نږدې اتیا ملکي وګړي روغتون ته انتقال شوي و چې د طالبانو په بریدونو او جګړه کې ټپيآن شوي و، د دې تلفاتو په شمېره کې ښځې او ماشومان هم شامل و.

د طالبانو یې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې څه، طالب یواځې د جګړې ډګر تود ساتي او تر شا یې چې هر څومره ګډوډي وه، طالب یې کیسه کې نه دی، ځکه دوی یوه پلورل شوې ډله ده چې د جګړې پروژه مخ ته وړي او هیڅکله په سوله باور نه لري.

کندز به بیا ارام وضعیت ته راوګرځي، کندز ښاریان به بیا خپل ژوند پيل کړي، طالبان به خپل مړی ټول کړي او د رسنیو خوله به هم بنده شي، خو تاریخ به ولیکي چې یوه ډله د اسلام ترنامه لاندې په ډک ښار ورتلله، چور یې کو او هر څوک یې چې مخې ته ورتلل له مخې یې له منځه وړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *