ارشیف

تاند وسله والو طالبانو تېره شپه پر کندوز ښار پراخه حمله وکړه خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې د طالبانو حمله ناکامه شوه.

د کندوز ولایتي اداره او دفاع وزارت وايي، طالبانو د شپې په یوه بجه پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې څو ساعته یې دوام وکړ.

دفاع وزارت وايي چې په دې بریدونو کې لږترلږه ۲۲ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

دا وزارت وايي چې ملي امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي.

دفاع وزارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د کندوز د حملو په اړه څه نه دي ویلي.

دې ډلې په تېرو کلونو کې هم پر ژمي دوه ځلې کندوز د لنډ وخت لپاره نیولی و.

له دې جلا په مرکزي بغلان کې د پولیسو پر پوستې د طالبانو په حمله کې د ۱۱ پولیسو په ګډون لږترلږه ۲۱ تنه وژل شوي دي.

په دې برید کې ۵ سیمه ییز پولیس ژوبل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *