تاند- د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د پاکستاني پوځیانو د حملو له کبله له سرحدي ولسوالیو تر ۲۵۰ زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

د دوی په وینا په وروستۍ یوه اوونۍ کې د کونړ پر شلتن، مرورې او دانګام ولسوالیو د پاکستان له لوري د توپ نژدې ۳۰۰ ګولۍ لګېدلي دي.

د کونړ چارواکي په عین حال کې وايي، وروسته له دې چې د افغانستان حکومت امر وکړ چې د پاکستان حملو ته دې ځواب وویل شي، پاکستان د توپونو بریدونه کم کړي دي.

پاکستان تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو پخوا یې ویلي چې یوازې پر هغو پاکستاني طالبانو بریدونه کوي چې د افغانستان له لوري د پاکستان خاورې ته وراوړي او پر پاکستاني پوستو بریدونه کوي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت نن /دوشنبه/ وویل چې د سرکاڼو په ولسوالۍ باندې پرون ۱۴ راکټونه لګېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه ‌یې جزئیات نه‌شته.

 تېره اوونۍ د کونړ په څو ولسوالیو سلګونه راکټونه ولګېدل او د افغانستان دفاع وزارت هم پوله‌ساتو ځواکونو ته د ځوابي اقدام امر وکړ.

One thought on “پر کونړ د پاکستان د راکټي حملو له کبله تر ۲۵۰ زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي”
  1. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري خو هغه بله ورځ وویل چې ددې نه وروسته زمونږ قواوې د مرکز امر ته اړتیا نلري چې د یرغلګرو او راکټي حملو لپاره اجازه واخلي. اوس خبره پدې کې ده چې ایا مونږ کومه داسې سلاح لرو چې پاکستان ته د راکټو جواب ورکړو که لرو یې نو ولې جواب ورنکړل شو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *