افغانستان نوين څېړڼيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر

نېټه/ ۱۳۹۶/۸/۳۰

پاکستان سامراجي فوځ له تېرو څو کلونو راهيسې دهيواد يو شمېر سيمې تر راکيټي بریدونو لاندې نيولې دي، چې په دې وروستيو کې د کونړ ولايت اړوند شلتن، مرورې، او دانګام ولسواليو د پاکستاني فوځ له لوري دوه سوه راکيټي بريدونه شوي دي، چې د همدې راکيټي بريدونو له ويرې تر ۲۵۰ زیاتې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړې شوې او د کونړ ولايت نورو سيمو ته کوچيدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د خاص کونړ، مرورې او سرکاڼو ولسواليو کې هم ورته بريدونه کېدل، چې په پايله کې د شونکړۍ له درې څخه استوګن نورو سيمو ته وکوچېدل او اوس پاکستان په هغو سیمو کې خپلې پوستې جوړې کړې دي.

افغان حکومت باید نور خپل منځي اختلافات حل او د پاکستان په وړاندې دې  ورته اقدام وکړي، پاکستان په دې سره غواړي، چې د يوه ولس پر سینه  تېرې شوې بېلتون کرښې ته قانوني حثيت ورکړي، نو ځکه د کرښې سره پراته ولسونه په نښه کوي او هغوی د سيمو پرېښودو ته اړ کيږي.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د کونړ ولسونو سره خپله ټوله خواخوږي لري او د پاکستان دغه ډول تروریستي بريدونه په کلکه غندي او په وړاندې يې افغان دولت پړ بولي، چې له څو کلونو راهیسې پاکستان زموږ ځمکنۍ بشپړتيا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

افغان دولت باید د پاکستان په وړاندې دريځ روښانه کړي، تر هغو دې له ياد هيواد سره ډيپلوماټيکې اړيکې وشکوي، تر کومه چې پاکستان د شويو بريدونو په اړه معذرت غوښتی نه وي او په راتلونکې کې د ورته کېدونکو بريدونو مخه دې ونيول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *