په افغان خاوره د پنجابي ملېشو ناروا بريدونه په هیڅ ډول د زغملو نه دي. له تېرو دريو کلونو راهيسې پر کونړ راکټي بريدونه او په تېره بيا د تېرې شپې هوايي بريد چې پکې ۱۴ تنه افغان وګړي شهيدان شول؛ افغان حکومت ئې په اړه هیڅ غبرګون ونه ښود. افغان ولس پر خپله خاوره او خلکو دا ډول بريدونه په هیڅ ډول نشي زغملای او د خپلې خاورې او خلکو دفاع ته په سر او مال چمتو دي. په دې ډول افغان يون سراسري ولسي خوځښت د افغان ولس په استازيتوب افغان حکومت او اړونده نورو بنسټونو ته خبرداری ورکوي چې:
1.      زر تر زره دې د ملي دفاع وزير ګوښه کړي او پر افغان خاوره د يرغل د نه دفاع په تور دې محاکمه کړل شي.
2.      د پاکستان سفير دې له احضار وروسته له افغان خاورې وشړل شي. تر بيا سپيناوي دې له پاکستان سره هر ډول دپلماتيکې اړيکې وځنډول شي.
3.      د ملي دفاع کاروان چې له ولسي ځوانانو جوړ دی؛ د ملي ځواکونو تر څنګ دفاع ته تيار دی. ټول شته امکانات دې په کار واچول شي او د بريدونو غچ دې واخستل شي.
4.     نړيوال ځواکونه چې په افغانستان کې مېشت دي؛ د دې پېښو په اړه دې خپل سپيناوی وړاندې کړي. پاکستان چې د دوی له لوري ئې پوځ تمويليږي؛ دوه مخې لوبه تر سره کوي. موږ په افغان خاوره کې د افغان وژنې د لوبې ګډونوال او ننداره کوونکي نه غواړو.
5.     افغان ځوانان به د افغان حکومت له لوري د غبرګون نه ښودلو په صورت کې واټونو ته راووزي او د خپل ولس او خاورې د دفاع لپاره به ولسونه منسجم کړي. د هر ډول ناوړه پېښې مسؤوليت د حکومتي چارواکو پر غاړه دی.
افغان يون

سراسري ولسي خوځښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *