تاند- د جاپان د سلطنتي کورنۍ یوه شهزادګۍ د مینې له کبله د امپراتورۍ له امتیازونو تېره شوه.

شهزادګۍ ایاکو، چې د جاپان د امپراتور یا پاچا د تره د زوی لور ده، له یوه عادي سړي سره واده کوي.

30

د جاپان د شاهي کورنۍ له دود سره سم د سلطنتي کورنۍ هیڅ غړې یا غړی له عامو خلکو سره واده نه شي کولی او که څوک واده کوي له هغو ټولو امتیازونو بې برخې کېږي چې د امپراتور د کورنۍ غړیو ته ځانګړي دي خو له دې سره سره دا د جاپان په سلطنتي کورنۍ کې درېمه نجلۍ ده چې مینې ته پر سلطنتي برم ترجیح ورکوي.

شهزادګۍ ایاکو ۲۷ کلنه ده او له یوه ۳۲ کلن ځوان سره، چې کايي موریو نومېږي، واده کوي.

موریو د سمندري بېړیو ساده مامور دی.

تېر کال هم د جاپان د سلطنتي کورنۍ یوې شهزادګۍ له یوه عادي ځوان سره واده وکړ او تر دې دوه کاله وړاندې یوه بله شهزادګۍ هم د مینې په خاطر له مادي امتیازونو تېره شوې وه.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/95511

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *