تاند- هغه ملا، چې په جومات کې یې پر یوې ماشومې جنسي تېری کړی و، د شنبې په ورځ په ۲۰ کاله بند محکوم شو.
د محاکمې په غونډه کې د ښځو د ملاتړ فعالانو هم برخه اخیستې وه. په داسي حال کې چې ماشومې ژړل، د ښځو فعالانو د محکمې پرېکړه یو بری باله ځکه چې ملا د هغه قانون له مخې محکوم شو چې په ۲۰۰۹ میلادي کال د ښځو پر خلاف د تشدد پر ضد تصویب شوی و.
دا پېښه د سږ کال په مې میاشت کې په کندوز کې شوې وه.
د پولیسو او د ښځو د فعالانو په وینا د نجلۍ د کورنۍ غړیو غوښتل چې د شرم د پټولو لپاره خپله لور ووژني. دا ډول قتلونه، چې ناموسي وژنې بلل کېږي، په افغانستان کې عام دي.
خو د ښځو د حقونو یوه ملاتړې ټولنه (ښځې د افغان ښځو لپاره) د قرباني شوې نجلۍ کور ته بیا بیا لاړې او د هغې د کورنۍ غړي یې وهڅول چې محکمې او عدالت ته مراجعه وکړي.
د شنبې په ورځ د محکمې د پرېکړې له اعلانه وروسته د نجلۍ پلار او تره وویل چې دوی ته د محکمې پرېکړه د قناعت وړ نه ده. دوی وویل چې محکمې باید مجرم په اعدام محکوم کړی وای.
د ښځو د حقونو یوې ملاتړې جمیلې عزیزې، چې د افغان ښځو او ماشومانو د ملاتړ او انکشاف د ادارې غړې ده، هم وویل چې ملا محمد امین ته د قید سزا کافی نه ده.
دې د پغمان د جنایت په تړاو د پنځو تنو اعدام ته په اشارې وویل:«څرنګه کېدای شي چې پر دومره ماشومې د جنسي تېري عامل ته یوازې لس کاله بند سزا ورکړای شي. زه په دې نه پوهېږم. ده د یوې نجلۍ ټول عمر خراب کړی دی.»
په داسي حال کې چې په محکمه کې حاضر کسان په چوکیو ناست ول مجرم ملا امین پر مځکه پرلتۍ وهلې وې. قرباني شوې نجلۍ، چې مخ یې پټ کړی و، له ده څو متره لېري ناسته وه.
د هغې نوم د دې لپاره پټ ساتل شوی چې په کلي کې یې عزت ته خطر پېښېږي.
لس کلنې نجلۍ ملا ته نه کتل خو پر له پسې یې ژړل او ویل یې چې ژړا نه شي کنټرولولی.
څارنوال مجاهد ریدان د ملا اعتراف او د خپل تحقیق مفصل راپور ولوست.
ملا د ځان په دفاع کې وویل چې نجلۍ په خپله ترې غوښتنه وکړه او دی یې وغولاوه، په دې وخت کې نجلۍ په چیغو سر شوه، مخ یې لوڅ کړ چې خپله خبره واضح وکړای شي او د ملا سترګو ته وګوري.
دې ملا ته وویل:«وه دروغجنه، خدای له تا کرکه کوي، ته کثافت یې، شیطان یې.»
تر دې مخکې په کندوز کې د ملا ځینو پلوي ملایانو ادعا کړې وه چې نجلۍ ۱۷ کلنه ده.
خو څرنګه چې په افغانستان کې د زوکړې سند نشته او ډېر خلک د خپلې زوکړې په حقیقې نېټې نه پوهېږي ګرانه ده چې د چا حقیقي عمر معلوم شي.
مګر قاعدتاً په افغانستان کې پېغلې د درس لپاره جوماتونو ته نه لېږل کېږي.
د محکمې قاضي محمد سلیمان رسولي وویل، دا سمه ده چې ملا اعتراف کړی دی خو پر نجلۍ د ده تجاوز د دې لپاره د سنګسار سزا نه لري چې نجلۍ مېړوښه نه ده.
د قاضی فیصله له انصاف او اسلام څخه لری ده . دا سمه ده چی جنۍ میړوښه نده ولی ملا خو ښځه لری کنه . په اسلام کی د مجرد سزا د متاهل له سزا سره تفاوت لری. نو موږ ځکه ویلای شو چی قاضی پر انصاف ولاړه فیصله نده کړی.چی متاهل مولا ته یی د مجرد سزا ورکړی ده.
دوهم پدی دلیل باید ملا ته سخته جزا ورکړل شی چی مولا نه دا چی پر یوه نابالغه جنۍ جنسی تجاوز کړی دی بلکی نورو افغانانو ته یی هم ویره پیدا کړی ده چی خپلی ماشومانی جومات ته د سبق لپاره ولیږی چی دا یی بله لویه ګنا کړی ده. نو ځکه باید په اشد جزا محکوم شی.
دا زنا بالجبر ده
د ثابتیدو په صورت کې اعدام دی ښځه لري او که نه یې لري
د ښځې لرل او نه لرل د زنابالرضا په صورت کې مطرح دي د زنا بالجبر په صورت کې نه
داڅه اوریدل کیږی توبه استغفرواله قیامت شو قیامت ملا که بله؟اعدام اعدام اعدام
توباه ملاه بايد هرو مرو اعدام شي لكه د فغمان عاميلين جي اعدام شوو دغه خبيث ملاه خامخا بايد اعدام شي كه اعدام نشي دا به دير بي انصافي وي
مولوی صاحب خادم کور مو ودان، موږ خو ډیر ژور معلومات په اسلام کی نه لرو یوازی مو د قران کریم تفسیر او ترجمه کړی ده ، هغه څه چی ما ترینه برداشت کړی دی هغه دا وو چی که یوڅوک مجرد وی نو سل دوري به وهل کیږی، که له عدی یی ژوند راووت نو نوشجان. که ښځه یا میړه ولری یعنی متاهل وی نو اعدامیږی به. او د رضا او بلجبر نه موږ معلومات نه لرل. بیا هم کور ودانۍ درته وایو چی زموږ معلومات مو را زیات کړل.
آیا بهتره نه ده چه ملا هم اعدام شي. کاش چه دامو هم تجربه کړی وای
grano dostano dagha zwan che zorawar shaitan yi pa ozho spoor wo da wali E3dam she .
da bayad sangsaar she yani ter e3dam na warta sangsaar sha di che pa dabaro ya tizho mordar she zaka da molagak sho shaza derlowda mojarad kho anwo che pa doro wawahal she ya pa band mahkoom she da bayad sangsaar she che za ham paki barkha wakhlam da deer wakht kizhe che dabara mi na da waar karre