د هوايي ميدان په هسک او لوی ترمينل کې د کامرو ټکا خته، سپينې رڼاوې د ځوانې ښځې له اوښکو ډکو سترګو ته سيخې شوې. ښځې باڼه سره ور وستل، دا ټيټ سر کراره روانه وه، په لسګونو ژورناليستانو تر دې مخکې منډې وهلې، عکسونه اخيستل کېدل… کمرې چالانې وې….
پر څوکۍ ناست ماشوم د برګر پر څنډه غاښونه ټينګ کړل، خپلې مور ته يې وکتل، په ډکه خوله يې وويل:
_دې ښځې څه کړي دي؟
مور يې غلی وه.
ماشوم وويل:
_د اسکي مسابقه يې ګتلې چې خلک عکسونه ترې اخلې؟
مور يې غريو واخيسته:
_نه!
_په کوم پوهنتون کې به اول نومره شوې يې؟
_نه!
_فلمي ستورې نه ده؟
_نه!
د ماشوم تندی تريو شو، خوله يې خلاصه کړه. مور يې د هغه په غاښ پورې د ګشنيزو نښتی ډکی ليرې کړ. ماشوم بېرته پر برګر غاښونه ټينګ کړل، په ډکه خوله يې وويل:
_نو بيا خلک ولې عکسونه ترې اخلي؟
مور يې غلی وه.
ماشوم وويل:
_ورته وګوره، پزه يې پلستر ده، موږک خوبه نه وي خوړلې؟
مور يې غلې وه!
د ماشوم سترګې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_مورې! تلوېزيون ته وګوره، زه يې يې ام وښودم، برګر مې خوړ.
مور پر مخامخ دېوال لوی سکرين ته وکتل، تلويزيون د هوايي ميدان له ترمينل څخه ژوندي نشرات درلودل، تر پزې پرې کړې ښځې کامرې راتاوې وې.
نطاقي وويل:
_همدا اوس له افغانستان څخه ترکيې ته هغه مېرمن راورسېده چې خاوند يې پزه ور پرې کړې وه. دې ميرمنې ته به په ترکيه کې بله پزه جوړېږي….
د ماشوم لاس ولړزېد، برګر پر سپينو کاشيو ولوېد.
پای
١٣٩٤ ل کال، د جدي شلمه
——————————–
ده ظالم یواځی دی خپلی ښځی پوزه نه پری کړی زمونژ د ټولو افغانانو پوزه یی پری کړی خدای دی داسی انسانانو ته ته د نیکو هدایت وکړی دنیا ته یی په شرمونو وشرمولو
دې ته وایي هنر!!! آفرین