شين سهار و، له عمره پخه ښځه د نانوايي تر مخ پر هواره تېږه کېناسته، د چادرې له څلور کونجه سوريو يې پورته وکتل، پر ميخونو کتار سرې ډوډۍ راځوړندې وې. دلاس بټه ګوته يې په نوبت له نورو ګوتو سره ولګوله:
_يوه، دوې، درې، څلور.
ښځينه، ځوان غږ يې واورېد:
_دا ځای زما دی!
له عمره پخې ښځې ور وکتل، يو څوک په شنه چادرۍ کې ولاړ ول.
په ناستو وکرښېده، پورته يې وکتل، نانوای پر سيخانو نورې ډوډۍ ټومبلې.
له عمره پخې ښځې پزه کش کړه، سږي يې د ډوډۍ له تاوده بويه ډک کړل. ګوتې يې وشمېرلې:
_يوه، دوه، درې، څلور، بس! خدايه ! څلور ډوډۍ راکه!
ځوانې ښځې وويل:
_خفګان مې نه درباندې لورېده، خو دا ځای زما دی، دلته مې پخوا لا د ناستې له پاره دا هواره تېږه ايښې وه.
له عمره پخې ښځې ور وکتل، نوې راغلې ښځه يې تر څنګ پر هواره ډبره ناسته وه.
يو ماشوم راغی، نانوای ته يې څو چړموړلې لوټونه ونيول، له عمره پخې ښځې په خواره خوله وويل:
_ها زويه، د ثواب له پاره خو يوه ډوډۍ راته واخله.
ځوانې ښځې وويل:
_لکه چې پخوا دې له چا څه نه دي غوښتي! هر چاته لاس مه نيسه، دا ماشوم دی، له کوره يې پوره د شپږو ډوډيو په حساب پيسې راوړې وې، له نورو سره د مرستې تمه مه ترې لره.
يو ډډ نارينه غږ راغی:
_خليفه، پنځه ډوډۍ!
دواړو له چادري لاسونه ور وايستل، په عمر پوخ سړي د ځوانې ښځې په سپينو لاسونو کې يوه ډوډۍ کېښوده، په خپله مخه روان شو.
ځوانې ښځې وويل:
_په دې لاسونو دې خدايکه يوه ډوډۍ ام پيدا کړې. خيرن دي، د خلکو پام نه در اوړي.
ځوانه ښځه غلی شوه، خپل سپين لاس يې له چادرې را وايست، د زړې ښځې سترګو ته يې ونيو:
_ها، ورته وګوره! لاسونه دې زما د لاسونو غوندې پاک وساته، نوکان مې هم رنګولي دي. سخته نه ده، ارزان بيه رنګ واخله، ټولې لس روپۍ نه کېږي.
زړې ښځې په غوسه وويل:
_خو زه خيرات غواړم، زه
ځوانه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_ ما يواځې د لورېنې خبره درته وکړه، ته به سمه يې، خو خلک خراب دي، که دې لاس ښکلي نه وي، نو خدايکه يوه ډوډۍ ام پيدا کړې، مخکې دې پام نه و، هغه سړي د خدای په جات ډوډۍ رانه کړه، دا درېيم سهار د ی چې په همدې وخت راځې، يوه ورځ يې هم له ډوډۍ پرته نه يم پرېيښې، بس، کله چې ډوډۍ ورنه اخلم نو پر بټه ګوته مې يوه پسته چونډۍ راولګوي.
په عمر پخې ښځې توبې وايستلې.
ځواني ښځې وويل:
_پوهېږم، ښه کار نه دی، خو دوه يتيمان را له غاړې دي، ډوډۍ غواړي، له پستې چونډۍ پرته يې ګېډې نه ډکېږي.
يو دريشي کړی ځوان راغی، دواړو له چادرې لاسونه ور وايستل، خو دريشي کړي سپينو لاسونو ته توده ډوډۍ ونيوله.
ځوانې ښځې وويل:
_په خبرو کې دې هم پام کوه، په دې خلکو د ورور يا زوی ټکی ښه نه لګېږي، له ما يې زده که، ورته ومې ويل چې تر دې ښکلې ځوانی دې ځار شم.
په عمر پخه ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_خو زه نه شم کولای.
ځوانې ښځې وويل:
_څو ماشومان لرې؟
_درې.
_خاوند دې؟
_مړ دی، تېر کال پر ماين وخوت.
ځوانې ښځې سوړ اسويلی وايست:
_کور لری؟
_نه، په يوه زاړه ګراج کې مو اړولي دي، دوه سوه اوغانۍ کرايه ورکوو. اولادونه مې تر سهاره د يخنۍ له لاسه غونج پراته وي، د غاښونو ټکا يې اورم، خو ځان نه ورباندې پوهوم، چاره څه ده!
په عمر پخه ښځه غلی شوه.
ځوانې ښځې ور وکتل، د چادرې په سوريو کې يې دوې له اوښکو ډکې سترګې ځلېدلې.
ځوانې ښځې وويل:
_هوا مخ په تودېدو ده، خو له لوږې به يې مړه کړې.
غلی شوه، د ذغالو د هوارېدو له غږ سره د موټرو يونيم هارن هم اورېدل کېده.
په عمر د پخې ښځې له غريوه ډک غږ يې واورېد:
_اوس څنګه شو؟
ځوانې ښځې مخ ور واړاوه، په عمر پخې ښځې خپل لاس له چادرۍ څخه را ايستلی و، تور خيرې د ګوتو خواته ور ټول ول.
له عمره پخې ښځې په غريو کې وويل:
_په لاړو مې پاک کړ.
(پای)
١٣٩٢ ل کال، د قوس، لسمه
الله دې په قلم او په ځوانۍ برکت کا ډېره ښکلې کېسه ده او ښه انځور پکې راغلی
احمدي صاحب ډیر په زړه پورې کیسه وه خدای دې تل ګوتې همدغسي خوځنده لره.او احمدې صاحب د رڼا په نوم ستا لیکلي ناول مې ترسترګو تیره کړیده خدای شته چې ډیر ښه او دردوونکي ناول ده،غواړم چې په دې نږدې ورځو کی په خپل غږ ثبت کړم او د رادیو له لارې یې نشر کړم .تل دې ژوندی اوسي عمر دې ډیر شه