دغه غونډه، چې د پنجشنبې ورځ د پسرلي ادبي او كلتوري ټولنې په دفتر كې جوړه شوې وه، د فرمان الله سباوون لخوا د قرانكريم د څو مباركو اياتونو په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويۍ چارې يې كريم الله كاكړ په غاړه درلودلې.

د تېرې غونډې د راپور له اورولو وروسته  استاد صفي الله سيلاب د پښتو ژبپوهنې په اړه ادبي درس وړاندې كړ، چې د ګډونوالو ګڼو پوښتنو ته يې ځوابونه وركړل.

د كره كتنې د برخې لپاره د مسعود حميدي غزل ټاكل شوي و، چې د غونډې ګډونوالو پرې تود بحث وكړ.

د حميدي غزل

په توره شپه كې شوې راياده، نو راپريوتمه

سخته شېبه كې شوې راياده، نو راپريوتمه

چې له يارانو نه جدا شوم او تنها غوندې شوم

هغه شيبه كې شوې راياده، نو راپريوتمه

نه مې ساقي وليد نه خو ما پيالې وڅښلې

بس ميكده كې شوې راياده نو راپريوتمه

دا ستا يادونو په لمانځه كې هم پري ايښي نه يم

وروستۍ سجده كې شوې راياده نو راپريوتمه

حميدي ويستې وه توبه چې نور دې نه يادوم

بيا هم توبه كې شوې راياده نو راپريوتمه

ورپسې ازاده مشاعره وشوه، چې لاندې كسانو په كې برخه اخستې وه.

1 1قاضي فيض الله، مولوي خوشال، ریدي ګل تركاڼ، نوررحيم عاطف، نجيب الله، فريد، عوض خان، غلام حيدر حيدر، رحمان الله سجاد، فرمان الله سباوون، مسعود حميدي، تنها صيب، عبدالستار شمال، عبدالبصير اشرف، اسحق عمرخيل امين الحق سيال، نصرت الله عاطف ساپي، وحيدالله امين، اسماعيل كليوال، سيدنصير بشارت، عبدالبصير ساپى، حيات الله نظري، عزت الله پامير، بشير خان ساپي، صفي الله سيلاب، ګل رحيم نيازمن، ولي محمد سايل، عبدالناصر الهام، صهيب نيازمن، خبيب، پسرلي، عمير، او ګڼو نورو شاعرانو او فرهنګيانو ګډون كړي و.

همدارنګه په دغه غونډه كې د شمال زون كركټ مسوول ډاكټر نورعالم فريد، د افغانستان د كركټ د ملي ټيم تكړه لوبغاړي ميرويس اشرف او د كندوز يو تن تكړه لوبڅار او د اسيايي لوبڅارانو د شورا غړي  اجمل شملزى هم ګډون كړي و، چې د غونډې په پاى كې د كركټ ټيم د تكړه لوبغاړو په وياړ د خوږو خټكيو كوچنۍ ميله هم نيول شوې وه.

1 1 1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *