دغه غونډه، چې د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې لخوا جوړه شوې وه، په کې د کندوز د ګڼو مدني ټولنو غړو، په لسګونو ځوانانو، فرهنګیانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د غونډې ویناوالو د خپلواکۍ په ارزښت خبرې وکړې او د انګریزانو څخه یې د خپلواکۍ د اخستلو پر وخت د خپلو نیکونو د جهاد او قربانیو یادونه وکړه او هغه یې د خپل ویاړ لامل وګڼل.
دوی د ملي ورځو نمانځنه او هیوادوالو ته د دغسې ورځو په اړه پوهاوی ورکول د مدني فعالانو او ټولنو دنده وبلله او زیاته یې کړه، چې په کندوز کې دغه رسالت تر بل هر چا زیات پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې په بریالیتوب سره تر سره کړې.
په غونډه کېګڼو شاعرانو خپل هیوادني شعرونه او ښکلي ترنمونه واورول چېګډونوالو په تودو ولولو بدرګه کړل.
ورپسې په ګڼ شمیر موټرونه، چې ملي بیرغونه او د غازي امان الله خان تصویرونه پرې نصب شوي وو، د ښار په کوڅو کې په داسې حال کې وګرځېدل، چې په لاوډسپیکر کېیې ملي سندرې غږولې، چې د کندوز ښاریانو د خوښۍ لامل وګرځیدل.