استاد محمد صدیق پسرلی نور په دې نړۍ کې نه شته. دا زړه ماتونکی خبر نن ګهیځ وختي خپور شو، یوه ملګري راته له راډیو نه د استاد د مړینې له نیم خبر اورېدو وروسته ټیلیفون کې وویل:
ـ دا څه وايي دا راډیو والا؟ وايي استاد محمد صدیق پسرلی یو غزلبول شاعر او مخکښ لیکوال و، دا څه بې هوده غږيږي، هغه و نه، هغه دی، هغه…
ورته مې وویل، چې استاد په حق رسېدلی رادیو والا رښتیا وايي.
تر ډېره یې له خولې غږ نه ووت، وروسته مې د ځېګروي غږ واورېد او ټیلیفون غلی شو.
د ادبپالو لپاره داسې خبره اورېدل په سکروټو د ختلو غوندې ده، خو مرګ حق دی او اسنان فاني. استاد پسرلی هم مرګ ته پیدا و، مرګ یې حق و او په حق ورسېد.
له کله مې، چې ورسره ولیدل او تر څو به چې ورسره وم، د هغه د شفقت، احسان او درناوي یو لطیف احساس به غيږ کې نیولی وم.
هرې خبرې او هر نظر به یې ډاډ راکاوه، هڅولم یې، د سر لوړۍ او خودي درس یې راکاوه.
یو چا راته ویل، استاد یادولې، ښه یې درنه ویل، په جامو کې نه ځايېدم، موږ چې یوازې په ځان مین یو، فکر مې کاوه، زه پرې ډېر ګران یم، وروسته پوه شوم، چې ټول پرې ګریوان یو، ټول هڅوي، ټول ستايي او د خپلو اولادونو په څېر مو له لاسه نیسي، چې د عزت او او ابرومندي لاره ونیسو.
همدغه احساس او جذبې له ځایه د نورو د لاسنیوي همت او هوډ وربښلي و.
که په شخصي ژوند کې د نورو په درد درمند و، نو د ادب میدان کې هم له لومړي سره د وطن او پکې د اوسېدونکو انسانانو په درد خوږمن و.
دا چې د زړه په وینو یې د څراغونو بلولو هنر ښه زده و او د زړه ځواک یې هم ورته درلود، ځکه یې ټول عمر په ډېر کمال خپل دغه هنر وکاراوه.
د خپلو ټولو اثارو تر څنګ د سپېدې، افغان کلتوري ټولنې او افغان ادبي بهیر په څېر څراغونو بلولو تر شا یې همدا جذبه او هنرموجوده وو.
دغه څراغونه و، چې بلول یې د استاد پسرلي د ژوند له مقصدونو وو.
د استاد پسرلي خپل سفر له ازغیو ډک و، له ډېرو سپیرو خزانونو راتېرېدو وروسته یې زموږ ادب ته له ګلونو ډکه لمن راوړه، خو له سره زر کېدو وروسته یواځې په خپل ځان کې انجمن پاتې نه شو، بلکې ډېرې ډېوې یې بلې کړې، دومره ډېوې چې رڼا به یې د ادب تر شتوالي پاتې وي.
دغه بې شمېره غوټۍ چې د پسرلي له راتګ سره وټوکېدې، د هغه د شتوالي تر وخته، د هغه د ورېښمینو وږمو په وسیله یوه په بله پسې ګل کېدې، خو نور پسرلی نه شته، هغه تېر شو، پر خپله لاره لاړ، پر خپله حقه لار، چې ټول پرې تلونکي یو، خو هغه خپله لار راپرېښوده، راته یې وښوده، د عزت او ابرومندي لار، د مینې او احسان لار، نو اوس په موږ ده، چې پر پلونو یې تر کومه ثابت قدم پاتې کېږو.