په ننګرهارکې د پشه یي قومونو شورا د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ غونډه وکړه او په دویم پړاو ټاکنو کې یې له بدلون او دوام ټیم څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

دا غونډه نن په جلال اباد کې د بدلون او دوام ټیم د ختیځ زون په عمومي دفترکې جوړه شوې وه.

تر دې مخکې ناصر قوم، د لوګر دیني عالمانو او د ننګرهار سیکانو په جلا – جلا غونډو کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی و.

1په ختیځ زون کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مطبوعاتي مسوول ارشاد رغاند تاند ته وویل، د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو له تلاوت او ملي سرود ته له درناوي وروسته په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین مشرالحاج احسان الله کاموال د پشه یي قوم مشرانو ته له بدلون او دوام ټاکنیزټیم سره د یو ځای کیدو له کبله هرکلی ووایه.

ښاغلي کامه وال وویل:«ډاکټرصیب اشرف غني د افغانستان د ټولو قومونو استازی کاندید دی،د ټول وطن په ستونزو،عواملو او حل لارو خبردی او موږ ډاډمن یوو،چې ټول ولس به یې په غوڅ اکثریت سره په دویم پړاو ټاکنو کې بریالی کړي.»

د پشه یي قوم د مشرانو په استازیتوب پخواني جهادي قومندان حاجي موسی، حاجي نورآغ�� ملکزي، د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ضابط امیرمحمد او د پشه یي قوم د ځوانانو په استازیتوب حاجي عبدالرحمان معاون پخپلو خبرو کې له ډاکټراشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی وویل:موږ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټرزلمي رسول ملاتړکاوه،خو په دویم پړاو کې به خپل ټول قوت د ډاکټراشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د بریالیتوب لپاره وکاروو.

 په ننګرهارکې د ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاین مشراو د ولایتي شورا غړي حاجي نصرت الله ارسلا د پشه یي قوم له مشرانو څخه مننه وکړه،چې د افغانستان د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره یې د ښه او وړټاکنیزټیم ملاتړ وکړ.

ښاغلي ارسلا وویل،چې د پشه یي قوم د مشرانوملاتړ په ننګرهارکې د بدلون او دوام ټیم د ژور ملاتړ کچه لا نوره پیاوړې کړه.

د یادونې وړ ده،چې د پشه یي قوم یو شمېرمشران لا وار د مخه د بدلون او دوام ټاکنیزټیم ملاتړي او د کمپاین فعالان وو.

په دې برخه کې د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي او د دره نور د قومي مخور الحاج محمد ایوب ملک بابا یادونه کولای شوو.

0 thoughts on “پشه یانو د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ”
  1. مر حوم ملك بابا واقعاء دبشه ءي قوم بادرده ،غشتلي،يو ر شتني مشر وو دا بخبل قوم ديرزهير او قوم ي ده ته نهايت زياد احترام درلوده بله داجه بشه يأن يو ه خله او يوه جبه او يو مذ هب لري ووي ،وو ده اونه ي نه ده . ما ددي قوم سره دخداي بخشلي محمد عالم جه زما د حر بي شونخي همدوره وو شناخت درلوده
    د دوي د شه نيت خخه مننه
    جلالزوي

  2. ډیر د خوښی ځای دی چی پشه یان د خضرت علی د خلقی نه ووتل حضرت علی خو یو جابر سړی دی نه غوښتل چی د خپل ځان څخه بل څوک د پشه یانو نماینده جوړ شی او د پشه یانو په ستونی به یی خپه کیښوده او د هغوی خق به یی خوړو ماشاالله نوراغا ، حاجی موسی او ملک بابا تاسو دی ژوندی یاست

  3. دا چې د مشرقي ډېری اوسېدونکي د اشرف غني په خوا ولاړ دي، د پشه یانو دا اقدام واقعاً د ستایلو وړ دی. دوی په حقیقت کې د سیمې او ګاونډیتوت حق ادا کړ چې په دې کار سره به له شاوخوا خلکو سره د دوی دوستي لا ښه شي. اشرف غني داسې یو شخصیت دی چې له هغه سره به د افغانستان هېڅ یو قوم هم د تجرید احساس ونکړي او بیا پشه یان چې درانه او مېلمه پالي خلک دي، دوستي یې له همداسې یو ټیم سره ښايي. بریالي دي وي ټول افغانان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *