لومړۍ برخه
فرانتس کافکا (۱۸۵۵-۱۹۲۴) په «پلار ته لیک» کتاب کې د خپل پلار له دېکتاتورۍ نه هغه شکایت کړی؛ خو دا لیک چې کافکا غوښتل د مور په لاس يې پلار ته ورورسوي، هېڅکله ورونه رسېد، ځکه مور يې تر يو څو وروځو وروسته لیک د کافکا په ادرس بېرته واستاوه او پلار ته يې هېڅکله وروهم نه رسېد. فرانتس کافکا دغه لیک په ۱۹۱۹ کال کې لیکلی دی او تر ډېره يوې اټوبیوګرافۍ ته ورته دی، نه یوه لیک ته، ځکه د دې لیک له لارې د هغه د ژوند مختلف اړخونو لوستلی شو.س
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانه پلاره!
څه موده پخوا دې له ما نه وپوښتل، چې له تا ولې وېرېږم؟ ما د پخوا په څېر ځواب درنه کړی شو. لومړی دا چې سخت له تا وېرېږم او بله دا چې له تا نه زما وېره دومره ډېر جزیات لري، چې ستا سره د خبرو پر وخت يې په ذهن کې نه شم راټولولی. اوس هڅه کوم، چې په لیکلې بڼه يې ځواب درکړم؛ خو بیا هم ډاډه یم، چې بشپړ ځواب به مې نه وي درکړی، ځکه له تا وېره او د دغې وېرې پایله مې پر لیکلو اغېز پرېباسي او د موضوع پراخوالی هم زما له حافظې او پوهې لوړ دی.
هر کله چې دې له ما سره یا زما په اړه له نورو سره دې خبرې کړې دی، دا مساله دې تل ساده څرګنده کړې. تا تل ویلي، چې ټول عمر دې درانه کارونه کړي او ځواني دې له خپلو بچیانو ځار کړې، په ځانګړې توګه له ما او ما ستا د سرښندنو په پایله کې اسوده ژوند لرلی دی او هر څه چې مې غوښتي دي، لوستلي مې دي. د ډوډۍ پيدا کونې لپاره هېڅ غم مې نه دی کړی او تا هم د دې زحمتونو له امله له ما نه مننه نه دې غوښتې؛ ځکه ته پوهېدې، چې د اولاد مننه يعنې څه؟ خو کم تر کمه د زړه خوږۍ او هرکلي غوښتنه دې لرله، زه تل د مننې پر ځای له تا تښتېدلی یم او خپلې خونې، لېونیو ملګرو او عجیبو فکرونو ته مې پنا وړې ده. پاکه به يې درته ووایم، چې هېڅکله مې له تا سره خبرې نه دې کړې او هېڅکله کنيسې ته نه یم درسره تلللی. هېڅکه فرنازېنباد ته ستا پوښتنې ته نه یم درغلی او لنډه دا چې په کورنيو چارو کې مې هم ونډنه نه ده اخيستې، د کور چارې مې لومړی تا ته سپارلې او بیا مې يواځې پرېښی یې. ما کسب و کار ته هم چندان اهمیت نه دی ورکړی. تل مې د اوتلا د سرغړونو ملاتړ کړی دی. له تا سره مې د یوې چارې د ترسراوي لپاره کار ته لاس هم نه دی وروړی (ان د تیاتر یو ټېکټ مې هم نه دی درته اخیستی)؛ خو ملګرور ته مې چې هر کار له وسه پوره وي، کوم یې. که ته زما چارې وارزوې، ډاده یم، چې په دې خبره به مې ملامت نه کړې، چې ګنې ما ناسم کارونه کړي (د کوژدې لپاره مې له وروستۍ هڅې پرته)، بلکې په دې به مې ملامت کړې، چې ما د ناشکري او د بېګانه وو په شان سلوک کړی دی؛ خو ته مې دغه ملامتي داسې څرګندوې، چې یواځې زه ګناګار یم؛ خو ما به په یوې اشارې هر څه بېرته سم کړل. په دې کې ته هېڅ سرټيټي نه یې، سربېره پر دې تا راسره ډېره مينه کړې ده.
خو زه دا خبره یواځې تر دې ټکي چې له هر اړخه ته زما په یواځیتوب کې ګرْم نه یې، منم. څومره چې ته ځان ملامت نه ګڼې، همدومره زه هم ځان ملامت نه ګڼم. که مې د دغه خبرې د سپيناوي لپاره څه کولی شوی_ که څه هم د اوسني عمر لپاره د داسې بدلون وخت اوښتی_ ستا په ژوند کې به د پرلپسې ګرمْونې د پای ته رسېدا لپاره ګټور وی. عجیبه خو دا ده، زما په زړه کې چې هر خبره تېره شي، ته ترې خبر يې او زړه دې وړاندوینه کوي. لکه په وروستیو کې دې ما ته وویل: «ما تل له تا سره مينه کړې، که څه هم ظاهري سلوک مې د نورو پلرونو په شان نه و_ خو دا هم په دې دلیل چې زه د نورو په شان تصنع (affectation) نه شم کولی.» ګرانه پلاره! ستا په مينه کې مې هېڅکله شک کړی نه دی؛ خو د تصنع خبره دې سمه نه ګڼم. منم چې ته تصنع نه شي کولی؛ خو که ته وايې، چې نور پلرونه تصنع کوي، خپل تېروتنه توجیه کوې او دا د بحث موضوع هم نه ده. پټ حقیقت دا دی، چې زما او ستا اړيکي درز لري_ په دې درز جوړونه کې له ګرمْونې پرته_ ته هم شریک وې او دا خبره د منلو ده. که ستا موخه هم دا وي، نو زما او ستا نظر یو دی.