دویمه برخه
زه ستا د اغېزو پایله نه یم، دا خبره له مبالغې ډکه خبره ده (زه دا ډول مبالغې ته هم ګږلون لرم). که ستا تر واک لاندې نه، بلکې ازاد لوی شوی وی، ډېر امکان يې و، چې ستا د غوښتنې سره سم سړی به نه وی. ښايي بیا به هم ډارن او کمزوری لوی شوی وی، نه به رابرټ کافکا وی او نه به هم کارل هرمن. په هر حال څنګه چې اوس یم، تر دې به ډېر بېل وی. که تا راسره د یوه ملګري، د یوه رییس، د تره او نیکه په توګه او ان (په ډېر ګومان) که د یوه خسر په توګه ژوند کړی وی، نېکمرغه ژوند به مو لرلی او له یو بل سره به مو ښه جوړجاړی کړی وی. ته یوازې د پلار په توګه راته ډېر ځواکمن وې، په ځانګړي توګه کله مې چې وروڼه په کوچنيوالي کې مړه شول، خويندې مې ډېره موده وروسته نړۍ ته راغلې او ما باید په يواځې ځان لومړني ګوزارونه زغملي وی. زه د دې ګوزارونو پر وړاندې بېخي کمزوری وم.
موږ دواړه سره پرتله کړئ: په لنډ به ډول به ووایم، زه_ د کافکا د هستې یو کوچنی ټکی. همدا کوچنیوالی يې د دې سبب شوی، چې ډېری مهال له کاره ولوېږي؛ خو ته له هر اړخه یو ځواکمن واقعي کافکا. د فصاحت و بلاغت او اشتها خاوند، لوړ غږ لرې، پر ځان باوري او پر ژوند واکمن يې، ذهني تمرکز او لرلید لرې، د خلکو پر طبیعت ښه پوهېږې. د دغه ټولو کمزوریو او ځواکمنیو سره سره ژر په غوسه کېږي. که څه هم له وروڼو (زما ترونه) فلېف، لودویګ او هانريچ سره دې پرتله کولی نه شم، خو د ژوند له اړخه ښايي بشپړ کافکا ونه اوسې. دا ډېر عجیبه خبره ده او تر اوسه راته سمه روښانه نه ده، ځکه هغوی ستا غوندې سختدريځي نه، ډېر پاسته خلک وو (په دې اړه باید ووایم، چې ما له تا ډېر څه په میراث اخيستی دي او په خورا امانتولۍ مې میراث ساتلی دی، له دې پرته چې ستا غوندې د میزان بله پله راسره واوسي). له بلې خوا به تا هم ښايي مختلف پړاونه له سره تېر کړي وي، مخکې تر دې چې له اولادونو دې په ځانګړې ته توګه له ما نهيلی شې او کورنی فشار احساس کړې (نور خلک به چې راتلل، ستا سلوک به بدلېده)، خوشال وې، ښايي اوس هم هغه مینه چې اولادونو دې درسره کولی نه شوی، له والي (د کافکا خور) پرته_ لمسیانو او زومانو دې درسره کړې او خوښي دې بیا محسوس کړې ده. په هر صورت زموږ دواړو اړيکي له پيل څخه د عطف ټکی نه لاره او سره بېلې وې. د دغه اختلاف او بېلوالي له امله یو بل ته خورا خطرناک و او هر چا د دې حالت وړاندوینه کولی شوی. د هغه هلک برخلیک چې ورو ورو لوېده او هغه سړی چې لا د وړاندې لوی و، څنګه به و؟ له شک پرته ټول خلک دې پايلې ته رسېدلي وو، چې تر پښو به مې داسې لاندې کړې، چې څوک به مې ذره هم پيدا نه کړی شي؛ خو داسې ونه شول. تر دې بدتر داسې څه پېښ شول، چې وړاندوینه يې نه شوی کېدی، ښايي تر پښو لاندې کولو نه هم ناوړه څه پېښ شوي و. زه چې دا خبره کوم، يوه غوښتنه باید تل تکرار کړم: زه هېڅ وخت تا نه ګرمْوم، دا په یاد وساته. منم زه ستا تر اغېز لاندې راغلی وم؛ خو ته باید زما اغېزمنونکی حالت پر ما ونه تپې او زما بده چاره يې ونه ګڼې.
زه ډارن هلک وم او د نورو ماشومانو په څېر نافرمانه هم او مور مې هم بد عادت کړی وم، دا خبره د دې ښکارندویه نه ده، چې وروسته بیا پر ما ولکه نه شوی ساتل کېدی. زه نه شم منلی، چې مهربانه کاته، مینه ناکه خبره او یا په مینه زما لاس په لاس کې نیول، د یو کار د ترسراوی لپاره چې تا غوښتل ترسره يې کړم، بس نه و. زه پوهېږم، ته زړه سواندی یې(هغه څه چې تر دې خبرې وروسته یې کوم، پورتنۍ خبره مې نه پرې ردوم، زه يوازې پر ما «ماشوم» ستا د اغېزو خبره کوم)؛ خو هر ماشوم دومره مېړانه نه شي کولی، چې تر ډېرو لوړو ژورو وروسته تر مينې ورسېږي. تا له ماشومانو سره یوازې د خپل ذات پر اساس سلوک کاوه، غوسه کېدې پرې، چيغې دې پرې وهلې او دا سلوک دې زما لپاره ځکه ښه ګاڼه، چې غوښتل دې زه هم ستا په شان پياوړی او جراتی اووسم.
هغه سلوک چې تا په ماشوموالي کې له ما سره کړی، په مکمل ډول مې په یاد نه دی؛ خو په وروستیو کلونو کې دې چې له فيلېکس (د کافکا د خور زوی) سره کوم سلوک کاوه، له دغه سلوک نه يې اندازه لګولی شم، په دې توپير چې پر ما دې اغېز لا هم پیاوړی و، ځکه هغه مهال ته ځوان، ځواکمن، بې پروا، تر نن نه ډېر وحشي وې او د نن په نسبت دې ډېر توپير لاره. سربېره پر دې پر سوداګرۍ بوخت وې، په ډېره ګرانه دې په یوه ورځ کې یو ځل لیدلم؛ نو ستا اغېز_چې پر ما دې لرلی دی، تر یو عادت ژور دی.