ناوخته مازدیګرني لمر د روغتون د ونو ترمنځ پټ پټونی کاوه. شمال ته چې به کله د ونو نرۍ لښتې کږې شوې د بوډا زیړه څیره به نوره هم د کورکمن غوندې ښکاره شوه.

بوډا د لاس شاته د لګیدلي پلاستر شاوخوا وګیروله، زوی ته یې لاس ورمخته کړ:

– دا واړوه

زوی یې ورو د پلاستر ژۍ په ګوتو راکش کړه. پلار یې اخ وکړ. زوی یې لاس ونیو. بوډا د پلاستر اوښتې ژۍ په خپله یو ځلي راواړوله. د پلاستر شاته یې نښتو ویښتو ته وکتل:

– دلته مې ژوند دغسې دی لکه تا چې پلستر ورو ورو اړاوه ټول سره درد دی

– شکر دی په دې شلو ورځو کې دا دی تر دې ځایه په خپله راځې په کور کې دې په یاد دي چې تر تشناب به مو په دوو کسانو وړې

– د مور خبرې دې مه راته کوه دلته نه سم ډاکټر شته نه سمه دوا

– ما هغه ورځې هم ستا له ډاکټر سره خبرې وکړې ویل یې چې فشار دې هم اوس شکر کنټرول شوی او شکر دې هم

بوډا سترګې پټې ونیولې د کڅوړنو سترګو شاوخوا تور بخونه ښکاره شوه. زوی یې د پلار پر لاس ورو لاس کیښود:

– که فکر کوې چې بل روغتون ته ولاړ شو بل ته به ورشو

پلار یې لاس راکاږه د اړولي پلاستر ځای یې ټینګ ونیو. مخ یې د روغتون د ودانۍ خواته واړاوه. د کوټو څراغونه ولګیدل.

 زوی یې ورته وویل:

– زه به مې له مور سره وغږیږم

پلار یې پاڅیده:

– هغې ته خو دا شل ورځې وشوې چې وایم کله خبره اوري

بوډا روان شو. زوی یې پسې وکتل. بوډا په تیاره کې د ونو ترمنځ له سترګو پناه شو.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *