د ژوند چارې تنظيم ته اړتیا لري او تنظیمول پلان ګذارۍ ته اړتیا لري. ژوند، چې پلان شوی وي؛ ستر اهمیت دی. د انساني ژوند هره شېبه هدف لري، پرته له هدفه ژوند مانا نه لري. کله چې په ژوند کې لنډ مهاله او اوږد مهاله هدفونه ټاکو، نو اړینه ده، چې تر لاسه کولو په موخه د وسیلو نه کار واخلو، نو یوه مهمه وسیله پلان جوړونه ده یعني اهداف پای دی او پلان یې وسیله ده.
یو شمير وګړي په دې نظر دي، چې پلان جوړونه په لویو لویو ادارو کې په کاریږي خو دا سمه نه ده. ان د کور میرمن کولای شي چې د خپلو کورنیو چارو د تنظیم په موخه له پلان جوړونې ګټه واخلي. همدارنګه د کرګرو مشران د کرګرو د تنظیم، ښوونکي د زده کوونکو لپاره د ښوونیزو توکو د تنظیم په موخه پلانونه جوړوي. په لنډو هر څوک اړ دی، چې د ښه تنظیم په موخه چارې پلان کړي.
پلان داسې وسیله ده، چې انسان د ژوند په هره ساحه کې اړتیا ورته لري. که رسمي ژوند وي او که غیر رسمي ژوند وي. د غیر رسمي ژوند یوه بلګه داسې کښلی شو: که یوه کورنۍ زموږ (��فغاني) ټولنه کې د واده د دود نیونې په حال کې وي نو اړینه ده، چې د ټاکلي مهال لپاره یو لړ دودیزې کړنې ترسره کړي. دغې دودیزو کړنو په ترڅ کې د واده کورنۍ ټول خپل او پردي د مېلمانو په توګه د واده په مراسمو کې ګډون کوي، چې د دغو مېلمانو د پالنې او نورو کړنو لپاره مدیریت کول او پلانول پکار وي. که د واده اړوند فعالیتونه (مېلمانو بلنه، مېلمانو ته د خوارکي توکو تیارول او د ناستي او سملاستي ځای چمتو کول، د ناوي راوړلو لپاره د موټرو چمتو کول، د مېلمانو اړوند وسایلو ترتیبول، د خوښۍ اړوند کړنې یعني موسیقي او داسې نور) پلان نه شي، چې څوک، کله، چيرته، څنګه او څه شی ترسره کړي. نو د واده مرسم غير منظم، سرګردانه او د بې ګټې لګښتونو په لرلو سره ترسره کیږي. په دې اساس اړینه ده، چې د پلان په اهمیت او مفهوم پوه شو، چې په لاندې توګه ښودل کیږي.
پلان جوړونه (Planning): پلان جوړول د مدیریت ترټولو لومړنۍ او بنیادي دنده ده، چې د ادارې نورو چارو ته پرمختګ ورکوي. په اداره کې مدیر لومړی پلان او طرحې جوړوي. بیا یې عملي کوي. پلان جوړونه د اداري اهدافو د ټاکلو او د کړنو ترسره کولو لپاره اداره په ټاکلي لاره روانوي او په پروسه کې یې تصمیم نیول کیږي، چې لومړی کوم کار ترسره شي؟، کله ترسره شي؟، چیرته ترسره شي؟، څنګه ترسره شي؟ او څوک یې ترسره کړي؟ که له مخکې، اهداف او لاسته روړلو لپاره یې پر لارو چارو تصمیم ونه نیول شي؛ دا مانا چې هیڅ پای نشته.کله چې یو شمیر وګړي د عامو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د یوځای کار کولو تصمیم نیسي، نو د پلان جوړلو اړتیا منځ ته راځي. پلان جوړونه د موثر مدیریت کولو لپاره لازمي شرط دی، که یو مدیر په ماهرانه توګه د نورو څخه کار اخلي نو اړ دی، چې پلان ترتیب کړي. پلانونه په لاندې توګه هم تعریف شوي:
o پلان جوړونه (Planning) د اداري اهدافو ترلاسه کولو په موخه د راتلوونکي اړینو فعالیتونو او کړنو ترسره کولو لپاره د معلوماتو انتخابولو او انګیرلو پروسه ده. (Terry & Franklin)
o پلان جوړونه (Planning) د اداري اهدافو ټاکلو او ترلاسه کولو لپاره یې غوره تصمیم نیولو ته وایي، هغه اهداف چې د مدیرانو له خوا ټاکل کیږي؛ کیدی شي چې اوږد مهاله، منځ مهاله او یا لنډ مهاله وي.
o پلان جوړونه (Planning): د پلان کلمه د فکر کولو او نظرورکولو مانا لري، یعني پلان یوه ذهني پروسه ده، چې له مخې یې اهداف ټاکل کیږي او ترلاسه کولو لپاره یې غوره تصمیمونه نیول او لارې چارې په ګوته کیږي.
سرله دې چې، د اهدافو تر لاسه کولو لپاره پلان ګذاري شوي وي خو بیا هم داسې حالت پيښیږي، چې د هیلو وړ پایلې نشي لرلی او پلان ناکام شي.ځیني لاملونه په لاندې توګه لیکو:
o د زیاتو اهدافو ټاکنه(Multiple Goals):که چیرې یو پلان د زیات شمېر اهدافو ترلاسه کولو لپاره جوړ شي نو پدې صورت کې د ادارې سرچینې په لږه اندازه سره د هر یوه اهداف ترلاسه کولو لپاره تیتیږي او د اغیزمنو لاسته راوړنو فرصتونه کمیږي، چې په پای کې پلان د ناکامۍ په لور ځي.
o په راتلونکي باندې بې کچې ټينګار کول(Too Much Emphasis on Future): د راتلونکي پر فعالتیونو او چاپيریالي اړخونو باندې حورا ډیر ټيڼګار کول او د ادارې پر ورځینیو چارو ډیر فشار راوړل کیدی شي، چې په پایلو کې د پلان ناکامي وښايي. پلان جوړونه باید هره ورځ او هره شیبه حتمآ ترسره شي، داسې نه چې په نوبتي ډول ترسره کیږي.
o په لنډ مهاله پلانونو متمرکز کیدل(Focus on Short-Term Plans): لکه څرنګه چې په اوږد مهاله پلان باندې بې حده زیات پام کول زیانمن تمامیږي، همدارنګه پر لنډ مهاله پلانونو باندې د حد څخه زیات متمرکز کیدل هم ضررناک کیدی شي. په غوره پلان جوړونه کې باید د یوې ادارې اوږد مهاله او لنډ مهاله ضرورتونه دواړه په نظر کې ونیول شي تر څو پلان په ښه شان سره د تطبیق وړ وګرځي.
o معیاري پلانونه((Standardized Plans: دا ډول پلانونه د ادارې په خاصیت، جوړښت او د هغې په فعالیتونو پورې اړه لري، چې پلان جوړونه باید د مختلفو فعالیتونو ترسره کولو لپاره وشي. که چیرې پلان شوي نښې ترلاسه کولو لپاره هر اړخیزه پلان ګذاري ونشي، پایلې به په ناکامۍ سره ښودل کیږي.
د غوره پلان ځانګړتیاوې: یو ښه پلان د ادارې لنډ مهاله اړتیاوې، د ادارې اوږد مهاله اړتیاوو د متحد او هملاسي کولو خاصیت لري. همدارنګه پلان د ادارې بېلا بېلو اهدافولاسته راوړلو په موخه د بشپړو لارښوونو درلودونکی وي.
o څیړنیز(Research):پلان جوړونکي باید تحقیق کوونکي واوسي او د پلان جوړولو په پروسه که د اداري اهدافو تر لاسه کولو په موخه د ادارې اړوند ټولې لارې چارې ولټول شي، چې په کوم ډول او څنګه ټاکل شوي ځای ته ورسیږو.
o مالي محدودیت ( Financial Constraints ):که چیرې په پلان کې په مالي مصارفو باندې بې کچې زیاته تکیه کیږي، نو کیداشي، چې په دې صورت کې پلان ناکام او په ګټوره توګه تطبیق نه شي، که په اداره کې د بودیجې توازن ونه ساتل شي، نو د ادارې ټول فعالیتونه به له ستونزو سره مخ وي. په دې اساس کله چې پلان وضع کیږي نو اړینه ده، چې ټول مالي لګښتونه په دقیق او ښه ډول تحلیل شي.
o همغږي(Co-ordination): پلان د ادارې ټولو اجرأیوي ساحو ترمنځ د همغږۍ د لارو چارو ښودونکی وي؛ که د کومې ادارې اجرأیوي پلانونه (د ډیپارټمنټونو کاري پلانونه) د عمومي پلان سره پر یوه وخت مخ پروړاندې ولاړ نشي، اداره به د اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي. ځکه خو باید پلان د همغږي دندو درلودونکی وي.
o موافقیت لرونکی پلان(Consistent): لکه څرنګه چې پلانونه په مناسبه توګه د ټاکلي مودې پورې تعقیبیږي نو اړینه ده، چې پلانونه په داسې ډول جوړ شي تر څو د ټولو اړخونو(پلان جوړونکي او پلان تطبیق کوونکي) لپاره د منلو وړ وي.
o بدلیدونکی ( Flexible): که څه هم چې پلان د تطبیق لپاره په شرایطو برابر وي خو بیا اړ یو چې پلان په داسې توګه برابر شي، چې د چاپيریالي بدلونونو سره مطابقت ولري.
o د منلو وړ(Acceptable): ښه پلانونه که په اداره کې په سمه توګه تطبیق نه شي نو کیدی شي چې د ناکامۍ سره مخ شي. ځکه خو ډیره اړینه ده، چې پلان په اداره کې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.
o برخه اخیستونکی(Participant): که د پلان جوړونې په پروسه کې د مادون څخه برخه واخلئ، نو ټولو ښکېلو کسانوته به د منلو وړ وي. د ښه پلان ایښودلو لپاره په ادارو کې د ګروپي تصمیم نیولو او پلان جوړولو طریقو څخه کار اخیستل ګټه وار کیدی شي. مدیران خپل لاس لاندې د مختلفو څانګو او درجو کارکوونکو نظریې او پشنهادونه په پام کې نیسي او پلان نهايي کوي. په مشترک ډول پلان جوړونه غوره نظریو او مسولیتونو درک کولو ته پرمختګ ورکوي.
پای—۵ سنبله ۱۳۹۴