سپین ږیری پلار له خپل تعلیم یافته زوی سره په خونه کې په کوچونو ناست و، ناڅاپه د کړکۍ خواته یو کارګه کیناست.
پلار له زویه پوښتنه وکړه(( دا څه شی دی؟)) زوی ځواب ورکړ: کارګه.
پلار څو دقیقې وروسته بیا وپوښتل: دا څه شی دی؟
زوی وویل: پلاره ما همدا اوس درته وویل چي کارګه دی.
له لږ ځنډ وروسته پلار بیا پوښتنه وکړه:
- دا څه شی دی؟
زوی حوصیله تنګه شو په قهر شو، په غوصه یې ورته وویل:
- کارګه، کارغه، کاغی!
پلار یې خونې ته ولاړ، له ځانه سره یې د خپلو خاطراتو پخوانۍ کتابچه راوړه. یوه پاڼه یې پرانیستله، زوی ته یې وویل چې هغه ولولي.
په هغه پاڼه کې داسې لیکل شوي و: (( نن مې کوچنی زوی دری کلن شو او په کوچ کې ناست دی، کله چې کارګه د خونې د کړکۍ خواته کیناست زوی له ما څخه ۲۳ ځله د کارګه نوم وپوښت، ۲۳ ځله مې زوی ته وویل چې نوم یې کارګه دی، هره پلا مې هغه په مینه په غیږ کې نیو او هغه ته مې په مینه ځواب ورکاوه نه یوازې هیڅ نه په غوصه کیدم بلکې له هغه سره مې مینه لا زیاتیدله.))