موبایل ته مې پیغام راغی. وار له واره مې سترګو ولوست. لیکل شوي و: “سلام، یوه مهمه پوښتنه لرم، وټس اپ کې که ځواب راکړې؟”
ما د موبایل ډيټا ان کړه. سمدستي د راغلو پیغامونو یوه کړنګا شوه. وټس اپ ته مې له نا معلومې شمېرې چې په پروفایل یې سور ګل و، څو واړه ـ واړه پیغامونه رالیږلي وو. ما یې په ځواب کې ولیکل:
ـ مننه، ستاسو صحت غواړم. څوک!؟
پیغام یې ولید او ریپلې یې وکړه:
ـ پرون چې معرفي شو.
ـ امممم!
له دې یوه ورځ وړاندې یوه ډله خبریالان د معلولیت نړۍوالې ورځې د نمانځنې خبري پوښښ ته تللي وو. له پروګرام وروسته د چای څښلو لپاره ټول د سور رنګه اوږد میز ته ور ټول شو. زما فکر نه و. پیاله مې را پورته کړه، چای ډېر ګرم و. له خولې مې توی شو، وسوځېدم. اوښکې مې سترګو کې راغلې. ژر – ژر مې په مخ لاس را تېر کړ. ما ویل، څوک مې ونه ګوري.
سترګې مې پورته کړې، خو دې مخامخ راکتل. ورو پاڅېدم. نه پوهېږم په هماغه شېبه به یې راکتلي وي او که زما د سوځېدو ننداره به یې هم کړې وي!
شېبه وروسته په دهلیز کې مو سره بیا سترګې ونښلېدې. شنه کتابچه یې تر سینې پورې کلکه نیولې وه. ما وویل:
ـ خیرت دی!؟
دا وموسېده. ترمنځ مو یو کس تېر شو. دې څو قدمه را واخېستل. ویې ویل:
ـ آشنا غوندې یې…
په همدې کې له شا مې عکاس غږ وکړ. په لنډو کې مو یو و بل ته ځانونه معرفي کړل او نور ترې لاړم.
دې په وټس اپ کې لومړی دا ټوله کېسه راته وکړه. له ځان سره به مې وخندل. دې به زما له پیغامونو وروسته یو نیم زړه هم را لیږه. کېسه به یې همداسې سره غزوله. کله به یې په یو شي کې وپوښتلم، کله په بل شي کې ترڅو بحث مو دوام وکړي.
هغې زما له کار او دفتر مکمل ځان خبر کړ. وروسته یې د هلکانو په بې باوریو بحث پیل کړ. ویل یې، ځینې د چا خیال نه ساتي او مغرور دي. ما فکر کاوه چې دا به زما لپاره وايي ترڅو کله ورسره غلطي ونه کړم.
خبرې مو تر یو نیم ساعت نورې رسېدلې، نور مې زیاتې وویل:
ـ وبښه، زه اوس کار لرم.
دې ټینګار کاوه چې کله له کاره اوزګار شم نو باید بیرته ورته پیغام پرېږدم. په تلو ـ تلو کې یې ویل: “زړه عجیب شی دی خو ګوره زه به دې د بیا غږ اورېدو په هېله یم.”
نوټ: د مهربانۍ له مخې که لینک یې بیرته راکړئ نو منندوی به مو وو.