تاند- پلوتو ته له لېږلو لس کاله وروسته د ناټو فضايي بېړۍ له دې سیارې خورا مفصل عکسونه مځکې ته رالېږلي دي.
دا فضايي بېړۍ، چې «نیو هورایزنس» یا نوي افقونه نومېږي، نژدې لس کاله پخوا د فلوریدا ایالت له کېپ کنېفېرال څخه توغول شوې وه.
دا ستوربېړۍ به، چې اندازه یې د پیانو هومره ده، د سې شنبې په ورځ /جولای ۱۴مه/ پلوتو ته لا ورنژدې شي او ساینسپوهان وايي چې دوی به د دې سیارې په اړه نا ویل شوي معلومات څرګند کړي.
نیوهورازنس به د سې شنبې په ورځ د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور بجې له پلوتو ۱۰ زره کیلومتره لېري په ساعت کې په ۵۰ زره کیلومتره سرعت کې تېره شي.
په دې فضايي بېړۍ، چې پکې څوک سپاره نه دي، ۷ سوه ملیون ډالره لګېدلي او فضا ته تر ټولو استول شویو ستوربېړیو زیات سرعت لري.