تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، افغان حکومت باید د ایراني ځواکونو لخوا د افغان کارګرو د بې رحمانه وژنې جدي پلټنه وکړي.

 پمپیو په یو خبري کنفرانس کې ویلي، له تېرې اوونۍ راهیسې له افغان کارګرو سره د ایران د بد چلند، شکنجې او د سیند اوبو ته د هغوی د غورځولو خبر امریکا اندېښمنه کړې ده.

 نوموړي ویلي، امریکا افغان حکومت هڅوي چې په دې اړه پراخې څېړنې وکړي او د دغې وحشت او شکنجې عاملانو سره حساب وشي.

 دا په داسې حال کې ده جې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې وویل، چې په ایران کې د لږ تر لږه ۳۰ افغان کارګرو د بېرحمانه وژنې په اړه به یې له ایران سره ګډ پلاوی پلټنې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په جلا جلا ټویټونو کې هم په ایران کې د افغان کارګرو وژنه بې رحمانه بللې او له دپلوماتیکو لارو یې د جدي پلټنې خبر ورکړی دی.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم دا پېښه غندلې او د نړیوالې پلټنې غوښتنه يې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه د ایران په پوله ور اوښتي ۵۷ افغان کارګر د ایراني ځواکونو لخوا نیول شوي او له شکنجې وروسته هریرود سیند ته غورځول شوې دي چې له جملې یې ۲۳ تنه مړه او سیند وړي دي او پاتې کسانو یې په ژوبل حالت کې ځان ژغورلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *