تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
فرانس پریس خبري اژانس د ناټو د یوه چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی ښودلی ویلي، د ښاغلي پامپیو او ښاغلي سټولټنبرګ د نن ورځې خبرې د امنیتي مسایلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې پر بهیر او په دغه هېواد کې د ناټو پر مأموریت راڅرخي.
پامپیو داسې مهال بروکسل ته سفر کوي چې د افغاند سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د توافق مسوده پرون دوشنبه سپتمبر۲ د افغانستان حکومتي مشرانو ته وښودله.
پمپیو د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په داسې حال کې امنیتي مسایل هم تر بحث لاندې نیسي چې په دې وروستیو کې د سولې له خبرو سره هممهاله په کابل او ولایتونو کې د طالبانو بریدونو زور اخیستی .
همدا تېره شپه کابل کې د بهرنیانو یو مېلمستون طالبانو په نښه کړ چې ۱۶ کسان په کې مړه او ۱۱۹ ملکیان په کې ټپیان شول، خو ۴۰۰ بهرني مېلمانه افغان ځواکونو سهي سلامت وژغورل.