پامپیو

تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د امریکا د باندنیو چارو وزیر د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته په یوه استجوابیه غونډه کې ویلي، واشنګټن، ایران په کلکه څاري تر څو په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې سبوتاژ نه کړي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د ایران فعالیتونه د امریکايي سرتېرو ژوند په خطر کې اچوي او له همدې کبله یې ایران ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

مایک پمپیو ویلي، ایران هڅه کوي په افغانستان کې د سولې د هوکړې پر وړاندې خنډونه راپورته کړي: (( موږ هر څه څارو تر څو وګورو چې ایا ایران د سولې د سبوتاژ لپاره جدي ګامونه اخلي که نه.))

پمپیو د اورکم اوونۍ کې د تاوتریخوالي کچه د پام وړ راښکته شوې وبلله او زیاته یې کړه امریکا هیله منه ده چې د سولې پروسه به د افغانانو تر منځ مذاکراتو او د بهرنیو ځواکونو وتلو نوی پړاو ته داخله شي.

ټاکل شوې نن په دوحه کې د پاکستان د چارواکو په حواله د ۵۰ هیوادونو د استازو په حضور کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *