تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو له افغان حکومت څخه په مننې سره ویلي چې د بین الافغاني خبرو لپاره یې ښه او ټولشموله پلاوی ټاکلی دی.
پمپیو افغان حکومت ستایلی چې بین الافغاني مذاکراتو ته یې یو ټولشموله مرکچي پلاوی چمتو کړی او همداراز یې د بندیانو د خلاصون برخه کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.
هغه پر خپل ټوېټر لیکلي: ((له خپلو افغان همکارانو څخه مننه کوم چې بین الافغاني خبرو لپاره یې یو ټولشموله پلاوی ټاکلی دی.))
پمپیو د بندیانو د خلاصون په اړه هم ویلي: ((زه ستاسو هڅې د بندیانو د خلاصون برخه کې ستایم.))
د امریکا د باندنیو چارو وزیر پر افغان مشرانو همداراز غږ کړی چې د یو ټولشموله حکومت په رامنځته کېدو کې هم خپلې هڅې وکړي، تر څو افغانان روښانه راتلونکی ولري.
تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی پلاوی یو ټولشموله ټیم یاد کړی دی.
امریکا په داسې حال کې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغان حکومت له اړخه ټاکل شوی پلاوی ستایي، چې طالبانو یې پر وړاندې مخالفت ښودلی او دا ټیم یې نیمګړی یاد کړی دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا ټاکل شوی پلاوی ټولشموله او په کار پو ټیم یادوي، او وايي، چې پلاوي کې به بدلون رامنځته نشي.
سلامونه