تاند، دوشنبه، د حمل ۲۵مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یووار بیا پر افغان مشرانو غږ کړی دی چې اختلافات دې شاته کړي او د افغانستان ثبات دې خوندي وساتي.
مایک پمپیو ویلي، ولسمشر غني او عبدالله باید ژر تر ژره خپل اختلافات حل کړي او د افغانستان د ثبات د خوندیتوب لپاره دې سره یو شي.
نوموړي ویلي دي که افغان مشران متحد شي امریکا به له افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام باندې تجدید نظر ورکړي؟
مایک پمپیو څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و که دغه دواړه مشران سره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، پر افغانستان به د واشنګټن یو میلیارد ډالر مرستې قطع شي.
وروسته ځینو امریکايي چارواکو وویل، چې دا یو ملیارد ډالر به د افغانستان د امنیتي ځواکونو له بودیجې څخه وګرځول شي.
اوس ویل کېږي چې د ولسمشر او عبدالله تر منځ اختلاف په حل کېدو دی او عبدالله د مصالحې شورا مشري منلې ده، خو د ده ویاندانو بیا ویلي چې لا کومه هوکړه نه ده شوې.
امریکا رنګارنګ جاسوس او قاتل عبدالله عبدالله ډیر ښه پیژنی چی نوموړۍ اودده ډلګۍ هم د ایران ، روسیه او عینی وخت کښي د امریکا او پاکستان جاسوسان دی او علاوه پردی د ژبانی ، سمتی او مذهبی ستر تفریقه اچوونکی دی اما بیا هم ددی خبیث شتوالۍ په حکومت کښي ډیر ضروری ګڼی حتی ددی په خاطر د ډالرو کومکونه هم تړلی شویدی ( ولو چی دا ډالرونه د نورو په شان ملت ته نه رسیږی ) ، هیڅوک دا سوال نکوی چی امریکا ولی دداسی مردود شکل حکومت په افغانستان کښي هلی ځلی کوی ؟ امریکا وروسته له څو کالونو درک کړه چی افغانستان کښي د پخوا شو روی اتحاد په شان قاطع د ناکامی سره مخامخ دی نو لدی خاطره امریکا نه غواړی چی د شورویانو په څیر د ملت په زور د افغانستان څخه په تیښته شی بلکه د امریکا وتل د افغانستان څخه ددوی مختلفو تربیه شوو او ددوی ډالرو ملیونران حلقو موجودیت سره دتربیه شوو طالبانو کاملآ داسی تضمین شی چی ددی په وسیله د انګلیس شیطان او خائين فورمول عملی کول صورت ومومی یعنی دافغانستان ټوټه کولو ته ددوی په وسیله زمینه مساعده کړۍ شی او امریکا ددی خائين پلان په وسیله بیا نړۍ ته تمثیل کړی چی افغانستان ملت وحشیان دی او دوی خپلو مینځو کښي متحد حکومت کولو توان نلری اودا خائين تضمین امریکا ددی خائينی عبدالله ډلګۍ او د اخوندی رژیم ایران غلامانو له خواکاملآ اطمنان لری او د سی آي ای تربیه شوۍ خائین جاسوسان کرزاۍ او د افغان ملت مشر ؟ احادی په ډیره زرنګی سره ئي رهنمائي کوی !!! دابه ستر ملی خیانت وی که منورین افغانان دا چټله او خبیثه دانګلیسی شیطانی موضوع اساسی تعقیب نکړی !!!!!! د منورینو افغانانو بیدارتیا په امید
کوم یو میلیارد دالر چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره کوي او اوس یې د کمولو اخطار د افغانستان دولت ته ورکړی دی ، ښه به دا وي چې دا مرسته د یو کال لپاره قطع کړي . ځکه دا مرسته یواځې د عبدالله محقق احدی او کرزی مفتخواره ډلې لپاره په مصرف رسیږي . د افغانستان ولس ته یې هېڅ ګټه او فایده نه رسیږي. د دغې خبیثه کړۍ په ګوښه کولو سره به د افغانستان ملي وحدت تأمین ، د مفتخوارانو لاسونه به د ولس له اقتصاد نه بند او لرې شي . د افغانستان قانوني ولسمشر به د خپلو مترقي او هر اړخیزو پلانونو عملي کولو ته خوشې او افغانستان راتلونکې اقتصاد ته به څو زره میلیارده ګټه رسولي وي.