د پناه کلیمه یوازې د ژوند له هستۍ لرې کېدلو په مانا نه ده، چې موږ له همدې زاویې ورته ګورو؛ خو اصل کې د ژوند له یوې برخې څخه بې برخې کېدل هم د پناه کېدو نښه ده. لکه موږ د یو کس مړه کېدل د هغه پناه کېدل بولو. کله چې فرد ځان د نعمتونو له درباره لرې کړي؛ نو هله بیا د فرد د پناه کېدو بهانه هم رابرسېره شي، چې بیا د افرادو ترمنځ د پرېکون تار هم رامنځته کوي، چې له دې سره د انسان فکري توازون هم خپل مسیر بېلارې کوي. د همدې مسیر سره د انساني نظریاتو هغه ناپرانېستې پاڼه رابرسېره کېږي، چې تراوسه یې په اړه څه نه و ویلي.
موږ د ژوند په تسلسل کې د پېښو لپاره تابیا لرونکی لید لوری نه لرو، له همدې مخې کله کله په داسې جال کې ګیر پاتې کېږو، چې بیا نه د وتو توان راکې وي او نه د پاتې کېدو.
ژوند په الفاظو نه پالل کېږي؛ بلکې په استقامت او روا دارۍ مخکې ځي.
انساني جوړښتونه د همدې خبرې دلیل دی، چې غوښتنې، سویې او بلا اخره دروني تحولات په انساني افکارو خپل ګرد خوروي.
ولې پناه شوې ته زما له سترګو؟
د هغه ناول نوم دی، چې د ژوند یو محروم لوری پکې انځور شوېدی.
د یو داسې انسان داستان دی، چې د بشر د لیدنې له حس سره یې د خواخوږۍ تار تړلی دی؛ خو وروسته له دې چاپېریال سره مخه ښه کوي.
فرد د یو څه په اړه هغه وخت فکر کوي، چې د ده تړاو ورسره پیدا شي؛ نو د دې ناول کرکټر د مجبوریت په وخت کې له داسې انسانه د مرستې غوښتنه کوي، چې د پایلو په اړه یې حواس موم دي او هرې خبرې ته د بل له زاویې ګوري.
د دې ناول ژبه روانه، د کرکټرونو ترمنځ همغږي، د ضمني کرکټر داسې لوبول، چې د ناول په ګرداب کې حس کېږي. د داستان ژبه په کل کې خوږه ده؛ د رحماني صېب د نثر د ژبې لویه ځانګړنه دا ده، چې کرکټرونه یې هېوادني او د هغه اړخونو سپړل دي، چې په ټولنه کې پټ وي، چې د هنر په ژبه یې انځوروي.
رحماني صېب د ټولنې له درده خبر لیکوال په الفاظو کې یې منسجموالی او د داسې درک خاوند دی، چې ته به وایې د هغه کس د زړه له درده اګاه دی.
خدای دې یې قلم تاند او روان لري.