تاند- د امریکا دفاع وزارت(پینتاګون) له کانګریسه غوښتي چې د افغانستان د جګړې په نوي فصل کې دغه هیواد ته سفرونه محدود کړي.

د یو ایس ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې د کانګریس له غړیو غوښتل شوي چې د جګړې په فصل کې که افغانستان ته سفر ونه کړي پر ځای به یې هیلي کوپترونه د پوځي چارو لپاره وکارول شي .

ورځپاڼه د ناڅرګندو سرچینو په قول وايي، د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ او دفاع وزیر اشتن کارتر د کانګریس له غړیو وغوښتل چې افغانستان ته دې سفرونه د پوځي چارواکو او د کانګریس مشرانو ته محدود کړای شي.

دغو سرچینو همداراز وویل چې دا غیرمعمولي نه ده چې د کانګریس له غړیو دغسي غوښتنه وشي.

په افغانستان کې جګړه عموماً په پسرلي او دوبي کې، چې واوره ویلي او غرنۍ لارې پرانستل شي، تېزېږي.

امریکا حاضردمه په افغانستان کې نژدې ۱۰ زره پوځیان لري جې افغان امنیتي ځواکونه روزي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له قوماندان جنرال جان نیکلسن څخه غوښتل شوي چې خپلې سپارښتنې سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړي څو د هغو پر اساس د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو په اړه پرېکړه وکړي.

One thought on “پنتاګون له ګانګریسه غوښتي چې د جګړې په فصل کې افغانستان ته سفرونه لږ کړي”
  1. د شرم ځای دی. بیا دې سپين سترګۍ ته وګورئ چې هر څه خپله کوي او بیا نړۍ او خپلو نا خبره امریکایانو ته داسې ښایي چې مونږ خو په هیڅ هم اګاه نه یو. خلک وایي شرم خو لکۍ نه ده چې درپورې وزانګي. په دومره لوی ځواک داسې څه ویل لویه دوسي ده خو په امریکا کې خلک په دله توب فخر کوي نو ګیله هم ترې پکار نده. خدای دې افغانانو ته د نیکۍ هدایت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *