تاند- د پاکستان په پنحاب پوهنتون کې پنجابي محصلانو پر پښتنو محصلانو، چې نن یې خپله کلتوري ورځ لمانځله حمله وکړه.
پاکستاني رسنۍ وايي چې پنجابي محصلانو د پښتنو محصلانو له لوري د مېلې لپاره جوړ شوي کمپ ته اور ورته کړ.
د پاکستان تریبیون ورځپاڼې، حمله کوونکي د جماعت اسلامي د سختدریځې ډلې غړي بللي دي.
جماعت اسلامي د ضیاالحق د واکمنۍ له مهاله د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره نژدې اړیکې لري او د افغانستان د جهاد په کلونو کې له دې ډلې څخه د افغانانو په منځ کې د پاکستاني ایډیالوژۍ د خپرولو او د افغان ملتپالنې د کمزورولو لپاره کار اخیستل کېده.
تریبیون ورځپاڼه وايي، په داسي حال کې چې د پښتون محصلانو ټولنې د خپل کلتور د معرفي کولو لپاره پروګرام پیل کړ، د جماعت اسلامي محصلانو پرې حمله وکړه چې په نتیجه کې یې ۸ تنه ژوبل شول.
ورځپاڼه وايي چې په ټپیانو کې ۵ تنه پښتانه محصلان دي او ۲ پنجابي. خو پښتانه محصلان وايي چې دوی د پولیسو له لوري وهل شوي دي.
یوه محصل، چې پر مخ یې وینې بهېدې وویل، موږ هغو پولیسو وهلي یو چې وايي پښتانه او افغانان باید له پنجابه وایستل شي.
اخ و ډب د پولیسو له لوري د اوښلن ګاز په شیندلو پای ته ورسېد.
پښتنو محصلانو ویلي چې دوی یوازې د پښتنو او د پښتنو د کلتور په اړه نورو محصلانو ته معلومات ورکول او په پام کې یې لرل چې د اټن ترڅنګ د پښتنو دودیز وسایل، جامې او نور شیان نندارې ته وړاندې کړي.
دا برید وروسته له دې کېږي چې د پنجاب حکومت په یوه خبرپاڼه کې پښتانه او افغانان تروریستان وبلل او د هغو د ځپلو لپاره یې له خپلو خلکو مرسته وغوښته.
د پنجاب حکومت دې اعلان د پښتنو انتقادونه وپارول، ډېرو په ټولنیزو او نړیوالو رسنیو کې پنجابیان پر فاشیزم تورن کړل او د خیبر پښتونخوا څو استازو دا مسله د پاکستان په پارلمان کې مطرح کړه.
د بشري حقونو کمیسیون هم د پنجاب د حکومت اعلان وغانده او هغه یې د قومي او نژادي تبعیض ښکارندوی وباله.
خو د پنجاب حکومت تر پایه بخښنه ونه غوښته.