د پاکستان استخبارتي کړۍ او سامراجي چارواکي په ټول قوت او توان سره بنسټپالنې، ترهګرۍ او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره له هرې چارې کار اخلي.
که څه هم په ښکاره پاکستان د نړيوالې ټولنې متحد ملګری و، چې د ترهګرۍ په ځپلو کې به له خپلو متحدينو سره مرسته او همکاري کوي.
نړيوالې ټولنې پاکستاني سامراجي فوځ ته په ميليونونو ډالر ځانګړې کړل، تر څو د ترهګرۍ او بنسټ پالنې ريښې وچې او د تر هګرۍ پر ضد پيل شوې مبارزه د بریا تر بلۍ ورسوي.
نړيوالې ټولنې په پاکستان بشپړ باور درلود چې ارو مرو د ترهګرۍ په ځپلو کې ورسره مرسته کوي، خو نړيوالې ټولنې د غوښې ساتنې زمه وارې پيشو ته ورکړه، چې په پایله کې د نړيوالې ټولنې او امريکا راغلې پيسې د ترهګرۍ د پيا وړتيا لپاره ولګول شوې، په محکومو ولايتونو کې ترهګرو او سامراجي چارواکو په ګډه سره د افغانانو د وژنې پروسه پر مخ يووړله، ترهګرو هغه افغانان چې د لوی وطن او لوی افغانستان ارمان او هيله يې درلوده، هغوی په شهادت ورسول، ډېر نور مخور مشران او ځوانان بیا سامراجي چارواکو له ترهګرو سره د اړيکو په تور ورنګول، ځينې يې په شهادت ورسول او د ځينو نورو لا تر اوسه مړی ژوندی مالوم نه دی.
د سوات د ملالې کيسه خو تر نړيوالو ورسېده، خو د تنکۍ ملالې په څېر په زرګونو تنکۍ نجونې د ترهګرو او سامراجي فوځ له لوري په نښه شوې دي.
سکولونه، هسپيتالونه او نور عام المنفع ځايونه چې د محکومې خاورې وګړو ترې استفاده کوله له منځه يووړل، په روډونو، کالجونو، يو نيورسټيو بريدونه هم د سامراجي استخباراتي کړيو په همغږۍ تر سره شوي دي، په مردان کې يې زموږ د کورنۍ غړي په بې رحمۍ سره وژلي او کړولي دي، له خپلې خاورې خپل وګړي باسي او د مهاجر لفظونه ورته کاروي، وايي لمر په ملتان ټيټ شو تاو يې تر سيوۍ وخوت، چاودنې په لاهور ، سيند او محکومه پښتونخوا کې د سامراجي استخباراتي کړۍ ای، ايس، ای له لوري وشوې، خو تر څلوېښتو زیات افغانان يې ددغه بريدونو سره د اړيکو په تور ونيول.
د پاکستان سامراجي چارواکو د خپلو وګړو په وژنه هم صرفه ونه کړه، ددې لپآره چې د امريکې د نوي حکومت توجه ورته راواړوي، نو په همدې خاطر يې په سيند، لاهور کې چاودنې تر سره کړې.
د مورنۍ خاورې پر ضد په پنجاب کې د ترهګرو کمپونه شته دي، چې د مورنۍ خاورې او هند پر ضد يې جګړې ته چمتو کوي، دوی په دې سره غواړي، چې هم ترهګرۍ ته وده ورکړي، د افغانانو تر منځ فاصلې زیاتې کړې او هم په دې لټه کې ده چې د تر هګرۍ پر ضد د لنګي غوا شيدې هم لاسته راوړي، خو د پاکستان سامراجي فوځ لا داخبره نه منې، چې ګواکې پاکستان د بنسټپالنې او ترهګرۍ تر ټولوقوي مرکزدی، د نړيوالو مرستو په تمه شپې سبا کوي، نور نو نړيوالې ټولنې او امريکې حکومت په پاکستان خپل باور بایللی دی، ډېر ژر به سامراجي فوځ په دوه مخې لوبه کې خپل غوږونه هم وبایلي او محکوم ولايتونه به له استعمار ا و نيواک څخه ژغورل شوي وي.
په درنښت
رضوان الله ستر
د پښتون ملت پارټۍ د ځوانانو چارو د انسجام کمېټۍ غړی
پښتونخوا