مطبوعاتي اعلاميه!

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز؛ مطبوعاتي دفتر

نېټه: ۱۳۹۶/۱۱/۱

موږ چې د ژوند هر څپرکی تر شا پرېږدو او نوی فصل پيلوو، نو بیا يې هم له ويرونو او ساندو سره پيلوو، ترهګري د اسلاميت او انسانيت پر ضد کړنې تر سره کوي، ترهګر د پنجاب او ای، ایس، ای په خوښه هر هغه ځای چې پنجاب يې د ځان لپاره خطر ګڼي، د تر هګرو په وسیله يې د منځه وړو هڅې کوي.

پنجاب فوځ ترهګر پالي، ترهګرو ته روزنه ورکوي، هغوی ته روزنځايونه جوړوي، تر څو يې د افغانستان پر ضد وکاروي، ترهګر چې هيڅ پوله، مذهب او انسانيت ته درناوی نه لري، يواځې د افغانانو  په وژلو له ای، ایس، ای نه مالي  ملاتړ تر لاسه کوي.

افغانستان او په  تېره بیا کابل ښار کې دا څوويم ځل دی، چې ترهګر خپلو شومو موخو ته ځانونه رسوي، په انتر کانتيننتال هوټل بريد ته په کتو سره  دا اندېښنې پيدا کېږي، چې ترهګر ځواکمن شوي او يا په امنيتي ځواکونو کې د لازمي همغږۍ نه شتون ترهګرو ته فرصت برابر کړی، تر څو ترهګر په نيمه شپه کې په خوب ويده مېلمانه په ډزو سره ووژني.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي  مرکز په افغان دولت غږ کوي، چې تر هرڅه له مخه دې د ترهګريزو پېښو د مخنيوي لپاره لاس په کار شي، تر څو چې افغانان د ترهګریزو پېښو قرباني ګرځي، تر هغو به په نظام د خلکو او ولس بې باوري زیاتېږي، عام ولس په دې فکر دی، چې ولې ترهګريزو پېښو مخه نه نيول کېږي؟

افغان دولت باید نور هم د امنيتي ځواکونو په ليکو  کې د مافيا د نفوذ او همدارنګه د خپلسریو مخه ونيسي، تر څو په نظام شته باور صدمه ونه ويني او پنجاب په خپلو شومو سره زموږ د نظام حثیت ونه ننګوي.

که څه هم ددغه پېښې مسووليت د داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخيستی دی، خو افغانستان څېړنيز او مطالعاتي مرکز پدې باور دی، چې داعش، طالب او حقاني ترهګرې ډلې  د پنجاب  له لوري د افغانستان د بربادۍ او افغانانو د وژلو لپاره روزلې او پاللې دي، افغان دولت  باید نور په ترهګرو زړه سوی ونه کړي او په زندانونو کې زنداني ترهګر دې اعدام شي، تر څو په راتلونکې کې ترهګر په ورته اعمالو لاس پورې نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *