تاند- د پنجاب د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې د ترهګرو خلاف د عملیاتو په لړ کې کوم خاص قوم نه په نخښه کېږي.
رانا ثنااله دا خبره نن /سې شنبه/ په لاهور کې وروسته له دې وکړه چې د خیبر پښتونخوا ایالتي جرګې په یوه تصویب کړي پرېکړه لیک کې د پنجاب د پولیسو له لوري د پښتنو ځورول وغندل او د پښتنو خلاف د اقداماتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د ایالتي جرګې د مسلم لیګ ګوند یو پلاوی لاهور ته تللی او د دغه ایالت له اعلي وزیر سره یې په پنجاب کې د پښتنو د ځورولو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه.
رانا ثناالله د دې په ترڅ کې چې په خپله صوبه کې له پښتنو سره زور زیاتی رد کړ، ومنله چې د عملیاتو په لړ کې عامو خلکو ته پر کړاوونو بخښنه غواړي او ویې ویل چې که داسي اقدامات ونه شي د ترهګرو مخه نه شي نیول کېدای.
د رانا ثناالله د خپل ګوند (مسلم لیګ نواز) د خیبر پښتونخوا د مشر امیر مقام په مشرۍ یوه پلاوي نن /سې شنبه/ د پنجاب له اعلي وزیر سره په کتنه کې په پنجاب صوبه کې له پښتنو سره پر تبعیضي چلند اندېښنه ښکاره کړه.
ثناالله وویل چې ښاغلي امیر مقام ته د پښتنو په اړه ډاد ورکړای شو.
ده په عین حال کې د سند او خیبر پښتونخوا ځیني ګوندونه په دې وغندل چې پنجاب ته یې د پښتنو خلاف د اقداماتو په خاطر د تور ګوته نیولې ده.
د پنجاب د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، د خیبر پښتونخوا او سند ځیني ګوندونه غواړي چې له دې مسلې سیاسي ګټه واخلي او په پاکستان کې قومي اختلاف ته لمن ووهي.
پرون د خیبر پښتونخوا د ایالني جرګې استازو د مسلم لیګ نواز ګوند د غړیو په شمول په یوه خوله په یوه پرېکړه لیک کې په پنجاب کې د پښتنو د ځورولو د پای ته رسېدو، د نیول شویو پښتنو د ژر تر ژره خوشي کېدو، له پښتنو سره د تبغیضي چلند د بس کېدو او د هغوی خلاف د غچ اخیستونکو اقداماتو د ختمېدو غوښتنه وکړه.
د لاهور له انتحاري حملې وروسته د پنجاب پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو خلکو ته په شفاهي او تحریري ډول ویلي چې پښتانه په ځیر وڅاري او هر څوک چې ورته مشکوک ښکاره شو، پولیس خبر کړي.
چې دا ځورول به لا څرنګه وي؟
د نړۍ ټول خبري آژانسونه ، فېسبوکونه اونړیوالې رسنۍ د پښتنو په مقابل کې درګرده ستاسو فاشیستي ظلم او وحشت خپروي ، خو راجا چودري یې نه مني.