افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز؛ مطبوعاتي دفتر
۱۳۹۶/۱۱/۲۲
د روان کال د جنوري پر شپږويشتمه نېټه محکومو افغانانو د پنجاب پر ضد لاريون پيل کړ او د پنجاب د وروستيو ستمونو او ظلمونو په وړاندې يې ځواکمن غږ پورته کړ.
دغه لاريون د بريا لومړۍ مقدمه وه ، چې د پنجاب پر ضد ويښو؛ خو محکومو افغانانو د ظلم او افراطیت په وړاندې غبرګون وښوداو د افغان دولت هغه خبره يې بدرګه کړه، چي پنجاب د تروریستانو ځاله ده، دوی هم د پنجاب پر ضد غږ پورته کړ او د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره يې مدني حرکتونه وکړل، دغه غږ د لر او بر افغان له لوري بدرګه شو، تېره ورځ مازيګر ناوخته دغه لاريون پای ته ورسېد او د لاریونوالو هغه غوښتنې چې له پنجاب څخه يې درلودې، د هغوی غوښتنو د تر سره کېدو لپاره يې ليکلی سند واخیست، چې ځينو رسنيو دغه سند خپور کړی هم دی.
د دغه لاريون مشر منظور پښتين رسنيو ته وويل چې پنجاب د لاريونوالو د ټولو غوښتنو د منلو ژمنه کړې او پښتتون لانګ مارش تنظيموونکو پنحاب حکومت ته يوه میاشت وخت ورکړی دی، تر څو دغه غوښتنې عملي کړي، که د يوې میاشتې په اوږدو کې د لاریونوالو ژمنې عملي نه شوې، نو هغه مهال به محکوم افغانان يو ځل بیا سړکونو ته راوځي او د پنجاب په وړاندې به خپلو نورو مدني حرکتونو ته دوام ورکوي.
دغه لاريون د لر او بر د پيوستون لومړۍ مقدمه بللی شو، هلته چې له کلونو راهیسې د محکومو افغانانو غږ تربت و، يو ځل بیا يې پنجابي حکومت او نړيوالو ته وښوده، چې موږ افغانان يو او د خپلو ټولو مدني غوښتنو د لاسته راوړو لپاره به خپلې مدني مبارزې ته دوام ورکوو.
که څه هم ځينې ستميان ددغه لاريون پای ته رسېدل ښه خبر نه بولي او دوی استدلال کوي، تر هغو پورې دوی باید دغه لاریون غځولی وای، تر کومه چې د ډيورنډ فرضي کرښه له منځه تللې وای.
دوی استدلال تر يوه بريده سم دی، خو باید په جرات سره ووايو چې افغان دولت يوه ورځ مخکې د لاریون د ملاتړ په اړه خپل دريځ څرګند کړ او د قبایلو چارو وزارت هم د لاريون په وروستۍ ورځ د غاړې خلاصولو لپاره مطبوعاتي اعلاميه خپره کړه، چې دا په خپله زموږ د دولت د مضر احتياط په مانا دی.
هلته زموږ محکوم وروڼه نن هم د محکوميت احساس کوي، تر هغو پورې به دوی د محکوميت له ستم څخه ځورېږي، تر کومه چې د فرضي کرښې دواړه غاړو ته افغانان په ګډه سره د پنجاب د محکوميت په وړاندې خپل غږونه اوچت نه کړي.
په پنجاب کې شوی پښتون لانګ مارش يو نوی فصل پرانیست، افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز چې له تېرو څو کلونو راهيسې د لوی افغانستان دداعيې لپاره مبارزه پر مخ وړي، دا ځلې د لوی افغانستان غږ له محکومو سيمو څخه هم په ځواکمن غږ بدرګه شو او ډېر ژر به د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو شاهدان و اوسو.
په درنښت
افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز