تاند- د پاکستان په لاهور کې پنجاب پوهنتون لږترلږه ۲۲ محصلان اخراج کړل.

پنجاب پوهنتون وايي چې په پښتون/بلوچ تنظیم پورې اړوندو محصلانو د دسپلین سرغړونه کړې وه.

له دغه پوهنتون څخه په ایستل شویو محصلانو کې د جماعت اسلامي ګوند یو شمېر غړي هم شامل دي.

پنجاب پوهنتون۳۰ نورو محصلانو ته، چې د پښتنو او بلوچو د محصلینو د ټولنو غړیتوب لري، خبرداري ورکړي او ورته ویلي یې دي چې که بل ځل د دوی په وینا د دسپلین خلاف اقدامات یې ولیدل شول، له پوهنتون څخه به وایستل شي.

پاکستاني ورځپاڼې وايي، دا د پاکستان د وروستیو کلونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو پوهنتون د سیاسي هلوځلو په خاطر یو شمېر محصلان له پوهنتونه یو مخ باسي.

په ایستل شویو محصلانو کې عالمګیر خان، نعیم وزیر، پاینده خان، سکندر کاکړ، راحت علي، هدایت الله، سمیه الله خان او عارف الرحمان شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *