تاند: د پاکستان د پنجاب ایالت رحیم یارخان سیمې ته نږدې صادق اباد کې نن پنجشنبه سهار د دوه اورګاډو د ټکر پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۸۲ نور ټپیان دي.
د صادق اباد د پولیسو چارواکی جمیل احمد وايي، دلبهار تمځای کې له لاهوره کویټې ته روان اورګاډی، د سوداګریزو مالونو لېږدوونکي بل ولاړ اورګاډي سره ټکل شوی چې څلور بګۍ یې په بشپړ ډول له منځه تللي او ۷ نورو بګیو کې بیا ناست خلک تر ډېره ټپیان شوي دي.
د جمیل احمد په وینا ګڼ مساپل اوس هم په اورګاډي کې نښتي دي او د را ایستلو لپاره یې مرستندویه ډلې ور رسېدلې دي.
چارواکي دغه راز وایي، د پېښې ۵۶ ټپیان د ټي ایچ کیو روغتون او ۲۷ نور شیخ زاید روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان رېلوې وزیر شیخ رشید ویلي، پېښه د غفلت له کبله شوې ده او په دې تړاو پلټنې هم پیل شوې دي.
بلخوا د پاکستان صدراعظم عمران خان او د پنجاب اعلی وزیر عثمان بزدار د پېښې له کبله خواشیني ښودلې ده.
