د تېرې پنجشنبی په ورځ په کابل کې د پخوانی لنډمهاله واکمن حبیب الله کلکانی مړی د دوهم ځل له پاره خاورو ته سپارل کېده.
حبیب الله کلکانی له هغه بغاوتونو وروسته چې له بده مرغه د هېواد په جنوب او ختیځ کې، د ډېر هېوادپال او پرمختګ غوښتونکی پاچا اعلحضرت غازي امان الله خان په ضد وشول او د انګریزانو او کورنی تورې ارتجاع له خوا رهبری کېدل، د شمال له خوا یرغل وکړ او پاچا امان الله خان یې د کابل پرېښودو ته اړ کړ.
حبیب الله کلکانی د دې هېواد د یو تبعه په توګه د خښولو، قبر او درناوی حق لري؛ خو دا حق باید د ملیشو، ټوپکو او ماشینګڼو، له لارې نه؛ بلکه د مدني حرکتونو، علمي بحثونو، غونډو، کنفرانسونو، تفاهم او ورورولۍ له لارې خپل ځای ومومي چې تلپاته شي.
پنجشنبه په کابل کې پولیس او حکومت نه وو! پنجشنبه وښوده چې زموږ تنظیمي پولیس حتی د یو واړه حرکت د مخنیوي، کنترول او ادارې مدیریتی وس او واک نه لري. خلکو ولیدل چې د یوې کمکی غونډۍ د امنیت د نیولو له پاره د دفاع وزارت کماندو ځواکونه هلته واستول شول؛ ځکه چې تش په نامه ملي؛ خو په اصل کې تنظیمی پولیسو د چارو د کنترول پوهـ، تجربه، اراده او امکانات نه درلودل.
په دې پنجشنبه یو بله ستونزه هم لویه شوه. د جنرال دوستم وسله والو په شهرارا غونډۍ باندې د حبیب الله کلکانی د مړی د خښولو مخه ونیوه او وې ویل چې د شهرارا بیګم غونډۍ، په افغانستان کې د ازبکو یا ترکی نژاده خلکو د لرغونی ویاړ بیلګه ده او اجازه نه ورکوي چې بل څوک دې دا ویاړ له دوی څخه واخلي!
کله چې د جنرال دوستم او حبیب الله کلکانی وسلوال سره مخامخ شول؛ د سیمی خلکو خپل کورونو پرېښودل او داسې فکر کېده هغه ملېشی او تنیظمونه چې د کابل او افغانستان د کورنیو جګړو د وحشتونو شاته ولاړ وو او د اور او وینو حاملین بلل کېدل، کېدای شي چې یو ځلې بیا پخوانی قساوت ته ستانه او د وینو نوې ویالې وبهوي.
د پنجشنبه پېښو دا وښوده چې په هغه ورځ په کابل کې پولیس او حکومت نه وو. حکومت په دې ورځ سیاسي – قومي حساسیتونه جدی ونه نیول او د داسې یو کار په مدیریت کې ناکامه پاته  شو چې کېدای شوای د ټولو اړخونو په مشوره او موافقه په ښه توګه سرته رسېدلی وای؛ خو داسې ونه شول، د دوستم او کلکانی د پلویانو د ټوپکو له خولو څخه د تعصب او دښمنی خبرې واورېدل شوی او مړی هم د شپی په تیاره کې په پټه خاورو ته وسپارل شو!
د پنجشنبه په ورځ د کابل پولیس ویده او د ملي یووالي حکومت د په خوا په شان د افغانستان د کمزوری وجود د غوښو او هډوکو په وېش کې لالهانده و! د وزارتونو، سفارتونو، ولایتونو، ولایتونو، قراردادونو او ګټو وېش دومره بوختونکی کار دی چې د ملي یووالي حکومت دواړو مشرانو ته د نور کار وخت نه ورکوي!
پنجشنبی دا هم وښوده چې د افغانستان د قومونو، مذهبونو او تنظیمونه، ځینی تش په نامه سیاسی سوداګر، ګوندونه، مدني ټولنې او …
د ستر ملي فکر، ملي غوښتنو، ملي منافعو، ملي ویاړونو او ملي خوځښتونو په ځای، د پردیو په لسمون، د استخباراتو په پیسو او د نورو د اوږد مهاله استراتیژیوکو ګټو له پاره، په قومي- مذهبي ټولنو وېښل شوی او ځینی ډلې هڅه کوي چې د ملي سمبولونو په ځای په قومي – مذهبي سمبولونو پوری ونښلی او حتی داسې غوښتنی وکړي چې معقولی نه ښکاري او دوی ته یو کاذب هویت وربښی او بس!
پنجشنبه وښوده چې افغانستان اوس هم په غیرقانوني وسلو، وسله والو ډلو، ټوپکمارو، لویي غوښتونکو او قومي – مذهبي ټیکه دارانو ډک دي، هر وخت د قومي – مذهبي ټکر امکان شته او کېدای شي چې خلک بېرته د تنظیمونو د وحشت کلونو ته په شا لاړ شي.
پنجشنبه وښوده چې جګړه مار سیاستوال اوس هم کولای شي چې د خپلو قومي، مذهبي، تنظیمي، ذوقي، سلیقوي او شخصي ګټو له پاره بېوزلی او ناپوهه ښاریان سره وجنګوي، ويني وبهوي؛ خو ګټې وکړي!
تېره پنجشنبه په کابل کې پولیس او حکومت نه وو او خلکو وېره وښوده چې که وسله وال وغواړي، په کابل کې پخوانی چور او چپاول بیا تکرارولای شي.
هیله ده چې په افغانستان کې د دولتي چارواکو ویده وجدانونه ویښ او خپلو هغه درنو مسوولیتونو ته ځیر شي چې د ولسمشر او اجراییه او وزیر او وکیل او پولیس په نامه ور په غاړه دي او سبا به خلکو او تاریخ ته ځواب ویونکي وي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *