تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳ مه؛ ناڅرګنده وسله والو په پنجشېر ولایت کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو این ډي پي پر موټریز کاروان برید کړی دی.
پېښه تېره ورځ د پنجشېر عنابه ولسوالۍ کې شوې چې په ترڅ کې یې د یو این ډي پي د کاروان غړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی، مګر د ملګرو ملتونو موټر ۱۸ مرمۍ لګېدلي دي.
راپورونه وايي چې بریدګر دوه کسان وو چې تر اوسه یې هویت نه دی معلوم خو ویل کېږي چې پنجشېر کې تر ډېره هغه غله په غرونو کې مېشته دي چې په کابل کې د افغان ځواکونو د عملیاتو له ډاره تښتېدلي او اوس په پنجشېر کې د خپلو مرکزي ملاتړو سیاستوالو لخوا حمایه کېږي.
د ملګرو ملتونو په موټریز کاروان برید په داسې حال کې د پنجشېر په سیمه کې شوی چې ملګرو ملتونو د ټاکنو د کمېسیون په پنجشېري کمېشنر مولانا عبدالله باندې تازه په همدې ورځو کې اعتراض کړی دی.
یوناما د ټاکنو کمېسیون ته شکایت کړی چې مولانا د کمېسیون یو کارکوونکي ته د مذهب او قوم ښکنځلې کړې او هغه یې په مرګ ګواښلی دی.